افغانستان

د نن ټکی اسیا د راپور په غبرګون کې د ننګرهار پوهنتون رییس سپیناوی وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار پوهنتون رییس د نن ټکی اسیا د هغو دوو راپورونو په غبرګون کې خپل سپيناوی خپور کړی چې د ننګرهار پوهنتون د محصلینو د لاريون او د هغوی د نیول کېدو په اړه خپاره شوي و.

پوهندوی ببرک مياخېل د یادې موضوع په اړه د نن ټکی اسیا راپور د ژورنالیستیکو نورمونو «خلاف» بللی او ويلي يې دي چې دوی هغه څه نه دي ترسره کړي چې په راپور کې ورته اشارې شوې دي.

نن ټکی اسیا د خپل رسنیز مسوولیت له مخې په ننګرهار کې د خپل سیمه ییز همکار په وسیله د کره سرچينو پر بنیاد د ننګرهار پوهنتون د محصلینو د لاریون او وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري د هغوی د نیول کېدو په اړه دوه راپورونه خپاره کړل، چې په خواله رسنیو کې يې پراخ پوښښ ترلاسه کړ.

د ننګرهار پوهنتون رییس پوهندوی ببرک مياخېل په خپاره شوي راپور کې د حقوقو پوهنځي د یو محصل د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې نوموړی يې پر حجاب ضد څرګندونو تورن کړی و، لیکلي: «دا درسته ده چې په لاریون کې به د لیلیې ستونزې یا بدل اعاشه د لاریون کوونکو ظاهراً غوښتنې وې اما د نوي ریس له لوري د ښځینه محصلینو پر حجاب د نیوکو هیڅ خبره نه وه ، چې رسنۍ (نن ټکي اسیا) لیکلي دي، لومړی خو زه هیڅ پوهنځي ته نه یم تللی او نه مې چاته د حجاب په تړاو څه ویلي اونه مې دا دنده ده، بل دا چې هغه به کوم احمق وي چې په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې چې حجاب یې لوی ارزښت وي او اسلام او کلتور یې په تامینولو ټینګار کړی وي بیا یې یو څوک پر خلاف ودریږي، په مطلق ډول یې ردوم او د ټولو ارزښتونو خلاف عمل یې ګڼم.»

ببرک میاخېل؛ چې په دې وروستیو کې د ننګرهار پوهنتون د رییس په توګه ټاکل شوی
ببرک میاخېل؛ چې په دې وروستیو کې د ننګرهار پوهنتون د رییس په توګه ټاکل شوی

که څه هم رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د ننګرهار پوهنتون رییس د لاريون کوونکو د پوښتلو او پلټلو غوښتنې کړې وې، چې د ننګرهار امنيتي مسوولینو يې هم په خبري کنفرانسونو کې پخلی وکړ، خو نوموړي دا رد کړې چې ګواکې امنیتي مسوولینو څخه يې د محصلینو د نیولو غوښتنه کړې ده: «نیول او نه نیول د امنیتي ځواکونو دنده ده زه په پوهنتون کې یواځې او یواځې د پوهنتوني لوایحو ، اصولو او مقرراتو پلی کوونکی یم.»

مياخېل د نن ټکی اسیا په راپور کې د خپرو شویو څرګندونو په اړه د نوموړي د تبصرې د نشتوالي په اړه لیکلي چې نوموړي ځکه څه نه دي ويلي چې کومې رسنۍ يې ترې په اړه پوښتنه نه ده کړې، خو په دې سپیناوي کې هم هغه نه دي ويلي چې ولې په څوارلس کاله کې لومړی ځل د نوموړي په ریاست کې امنیتي ځواکونو په شپه کې د پوهنتون پر لیلیه عملیات ترسره کړل.

د ننګرهار پوهنتون رییس د خپل سپیناوي چې پخپله رسمي فیسبوک پاڼه يې خپور کړی په پای کې ويلي: «د نن ټکي اسیا دا ډول څرګندونې د پوهنتون ریاست نوې رهبرۍ او په ځانګړي توګه د ځان لپاره یوه دسیسه ګڼم په دې ډول دوی غواړي چې عامه ذهنیتونه خراب کړي، کاملاُ د دوی دا څرګندونې چې زما په تړاو یې په یوه ریپورټ کې کړي رودم.»

نن ټکی اسیا د خپلې تګلارې له مخې د هېواد علمي او اکاډميکو شخصیتونو او ځایونو ته احترام لري، خو د خپل رسنیز مسوولیت له مخې د کره سرچينو پر اساس د حقایقو خپرول د خپلې خپلواکۍ یو اصل بولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kham mohammad

تل دې وي ازاده او خپلواکه ویب پاڼه نن ټکی اسیا
خو کاشکې چې د نن ټکی اسیا په څېر یو رادیو اشتیشن هم وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close