نظــر

د پښتون په نوم مبارزه به مړه شي

د پښتون خوځښت په نوم د پښتون ژغورنې د مبارزې څرک یو کال پخوا شروع شو. دفیسبوک په مټ ځوانان په ډیرو غونډو کي کښینانستل، په افغانستان کې مختلفو ولایتونو ته ولاړل، د پښتون یا دافغان د ثبات دپاره يې په لسګونو غونډې جوړې کړې، په سلګونو پښتنو د بهر څخه ددغو ځوانانو او د غه څرک د ملاتړ په موخه یوازې اړیکې نیولې.

د پښتون ژغورنې تر نوم لاندې به موږ څه عملې کار وکړو؟ ایا پښتون ژغورنه د طالب په وړاندې دریدل دي؟ د امريکا او د هغوی د متحدینو ؟ اوکه د اوسني واکدارو جنګسالارانو په وړاندې؟

د ویده پښتون ځوان فکر یوازې د همدغو سیاسې لوبغاړو پر لورو ویشل شوی، موږ چې هر کله د پښتون ژغورني خبره په هره غونډه کې پورته کړې نو د ګډونوالو فکر یوازې د اوسنيو سیاسې لوبغاړو په لور ځي. که موږ وړاندې کړو، هغه جنګسالاران چې په سلګونو يي وژلې، ددې پر ځای چې سزا ورکول شې پر موږ ولې حکومت کوي؟ نوسمدلاسه دا پوښتنه راولاړيږې، چې دا لکه چې د امريکې ملګري دي ، ځکه داسې زوروي خبرې کوي؟ که ورته وړاندې کړو چې امريکي او د هغوی اروپايي ملګرو افغانستان اشغال کړی، وايی دا طالبان دي؟.

دیو دروند ولس په سترګو کې خاورې شیندل شوي، دوی هيڅکله هم دا فکر نشې کولی چې دوی هم یو ولس دی او ددي ولس ژبه نوره په خبرو راغلې د خوځښت اواز او فکر یوازې د ولس دی او دا غونډې او هڅې یوازې پښتون ولس د خپل ثبات دپاره کوي.

پښتانه باید نور پوه شې، چې دوی یو ولس دی او اولس حق لري چې خپل خدايي حق د هر چا څخه واخلې، هغه که طالب دی، که نړیوال دي او که واکداره جنګسالاران.

دغه فکر او انديښنو ټول افغانان په خپل منځ کې ویشلي، او هیڅ دیو ځای کیدو څرک نشته پښتون خوځښت د پښتنو د ژغورني په فکر د مختلفو ځوانانو یو ځای کیدل وو. دا ځوانان پدې آند دي چې افغانستان کې جنګې لوبغاړي د یو سپيڅلي ملت په ښکار کولو لګيا دي. وروستي کلونه د افغان ملت دپاره ډیر وژونکي دي د پخواني شوروي اتحاد د ماتې راهیسې دافغانستان غمیزې ځان خپل اوج ته رسولی، تنظیمي جګړې، طالبي جګړې، دنړۍ د زورورو جګړې، د جنګسالارانو جګړې، د شخصي امنیتي کمپنیو جګړې، د اربکیانو جګړې ملت تباه کړی او افغان ملت يې د اوسني عصر په غلامۍ کې راټينګ کړی.

مونږ یوازې پښتون ژغورنه پدې نوم شروع کړې چې ټول ریښتنی او مبارز اولس باید د خپلې پوهې ،عقل او تدبير په مټ یوداسې خوځښت پيل کړي چې دافغان دیو رښتيني ځواك په جوړولو سره په روانو حالاتو کې د پښتون ژغورنې په موخه مبارزه پيل کړي. (خوځښت باید د پښتون د یو ستر ولسي ځواک په جوړولو سره د پښتنو د ستونزو په وړاندې ودريږي)

که د پښتنو ريښتني مشران او ځوانان په ځان باور ونه کړي او ددغه پښتني ځواک په جوړولو کې ناکام شي یو ستر تاريخ او یو رښتنی ملت به تر خاورو لاندې شي.

مونږ دلسګونو پښتنو سره لیدنې کتنې کړي، زیات مشران پدې وېريږي که د پښتون ژغورنې نوم يې واخیست نو بهرنیان او جنګسالاران به يې په دار کړي په تروریستانو کې به يې شمار کړي طالب به يي هم ووژنې، ځوانان پدې وېريږي که د ملت ژغورنې نوم يې واخيست نو بهرنیان او جنګسالاران به ورڅخه دنده واخلي. که مونږهمداسې پخپلو ځانې ګټو وېریدلو، نو ليرې نده چې همدا سیاسي لوبغاړي به ټول پښتون ملت په دار کړي.

د پښتون خوځښت ځوانان پر ټول ملت، د پښتنو پر ريښتنو مشرانو او ځوانانو ږغ کوي چې د یورښتني ځواک ملګرتيا وکړي، د خوشحال او دمیرویس مبارزه ژوندی کړي، که ددې سپيڅلي ږغ ملګري نه شۍ او ورته لارښوونه ونه کړۍ نو د پښتون ژغورنې سپيڅلې هیله به له منځه ولاړه شې او خدای مکړه پښتانه ځوانان به خوځښت وبایلي.
د پښتون د ثبات او دافغانستان د خپلواکۍ په لټه!

پښتانه ځوانان
موږ ژوند ته پريږدئ
اړیکه :0775921553
برېښنالیک:PashtonKhwazakht@aol.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x