د لوګر د عدلیې او څارنوالۍ رییسان په یوه برید کې ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): د لوګر ولایت د عدلیې او څارنوالۍ رییسان په یوه برید کې ټپيان شوي او ددوی یو ساتونکی وژل شوی دی.

د لوګر ولایت د عدلیې رییس تراب تراب او د څارنوالۍ رییس حکیم نورزی د لوګر څخه کابل ته پر لاره وه چې د لویې لاري په اوږدو کې له برید سره مخ شول، په برید کې ددوی سره په موټر کې یوبل تن ملکي څارنوال هم ټپي شوی دی.

د لوګر چارواکي وایې د رییسانو موټر ته دکابل- لوګر پر لویه لار د پورک په سیمه کې کمین نیول شوی و.

طالبانو تراوسه د پېښي په اړه څه ندي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د