fbpx

دوهمه چیغه / امارت وپیژنئ! – دردمن طالب

لیکوال: دردمن طالب –

اې هغو کسانو چې د خپلو،عصبي،دنیوي ،نفساني او لنډمهاله ګټو لپاره مو د اسلامي امارت مستحکمو عمودونو ته د تفرق او اختلاف بیلچي سمې کړې ،د عصبیت،حسد پالنې او ډلپالنې په نوم مو قسم کړی چې په خپل ټول توان به د اسلام دغه مستحکم سنګر له منځه وړئ. که مې غږ اورئ نو دا یوه تقاضا درنه لرم ،یوه شیبه مو د جبر او جفا کولنګونه له لاسو وغورځوئ، یوه شیبه غوږ ونیسئ تر څو له ړنګولو وړاندې یو ځل د امارت پرتمینه ودانۍ وپیژنئ، یو ځل د عقل او نقل په رڼا کې ددې جوړښت حیثیت او منزلت درک کړئ له هغه وروسته که د نړیدلو وړ یا مباح الهدم درته ښکاره شوه بیا یي ونړوئ.

ګورئ انشعاب ګرو او د موازي صف ارمانجنو!

اسلامي امارت کوم عادي دوکان،بارګین،کارځای، پراپرټي یا کوم بل سوداګریز محل او کاروبار نه دی چې د ړنګولو او انحلال لپاره یي داسې بي باکانه او عجولانه تصمیم ونیول شي، اسلامي امارت او خلافت د انساني خلقت علیا مقصد،د اسماني وحی ستر پیغام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو ستره کارنامه او میراثه ده.

اسلامي زعامت او امارت یوازینۍ فقهي پدیده ده چې د خپل اهمیت له امله د عقائدو په کتابونو کې ذکر کیږي،د امت ټول علماء له ټول اختلاف سره سره په دې خبره یوه خوله دي چې : و نصب الامام أهم الواجبات و لذا قدموه علی دفن صاحب المعجزات . . . د کبری امامت یا امارت مسئله له اهمو واجباتو څخه ده له همدې امله خو صحابه کرامو حتی د نبي علیه السلام په تدفین هم مقدمه کړې ده.

که په ساده او پښتو ټکو درته ووایم نو ویلی شو چې نن سبا د واک او ځواک په نړیوال معادلو او معاملو کې تر ټولو ستر قوت سیاسي قوت یا زعامت بلل کیږي، مسلمانان چې دا سل کاله داسې سروهلي بروهلي ګرځي،کله د روس تر چړې لاندې ارږمي باسي او کله د اروپایانو تر ځغ لاندې د استعماري ګټو بارونه چلوي،علت یي همدا وو چې مسلمانانو خپل سیاسي مرجعیت او زعامت بایللی و،د مسلمانانو سیاسي مشرتوب د کفارو لخوا یرغمل شوی و، همدې سیاسي افلاس مسلمانان دې حالت ته ورسول چې دعربو غوندې د اسلام تر ټولو د غیرتي قام څلور سوه میلونه نفوس د څلور میلیونه یهودو په مخ کې سرټیټی شو.

دا له یوې پیړۍ دربدرۍ وروسته په افغانانو خصوصا او په ټول اهل اسلام عموما د الله تعالی رحم او کرم و چې د جهاد او قربانیو په وطن کې یي ورته اسلامي امارت نصیب کړ.

د افغانستان اسلامي امارت په اصل کې د نبوت د وظیفې وارث، د انساني خلقت د مقاصدو ممثل، د مسلمانانو د امید مرجع او د بې څوکه افغانانو د سر یوازینۍ سایه ده. دې امارت زموږ د امت د څوارلس سوه کلن سیاسي تاریخ حیثیت خوندي کړ،دې امارت د محمدي نبوت، راشده خلافت ، اموي،عباسي، عثماني او نورو اسلامي خلافتونو د هلوځلو ،قربانیو، کارنامو، او خدمتونو ثمره خوندي او رابرسیره کړه، مسلمان امت ته یي د سیاسي زعامت هیره شوې فریضه ورپه زړه کړه،د مسلمانانو په زړونو کې یي د امید ډیوې بلې کړې، د نړیوال جهاد او د اشغال په خلاف د مبارزې روحیه یي راتانده کړه، نو بناء دا امارت تردې ډیر ستر دی چې په اړه یي د شخصي،عصبي او سلیقوي تربګنیو په اساس سودابازي وشي.

اسلامي امارت کوم عادي او دودیز جوړښت نه دی چې د انهدام لپاره یې د معمولي ملاحظاتو په مبنا اقدام شي،اسلامي خلافت او زعامت د امت تر ټولو ستره پانګه ده،دا د ابوبکر یادګار او د عمر ،عثمان او علي رضوان الله تعالی علیم د پاکو وینو خونبها ده چې د پیړیو په پوړیو کې همیشه د سپیڅلو ککریو په قیمت ساتل شوې او لا هم پالل کیږي.

راشئ د امارت اسلامي منزلت درته په لنډو په څو کرښو کې راخلاصه کړم.

ـــ اسلامي امارت د یوه سوچه دیني سیاسي جوړښت په حیث په دیني،عقیدوي او شرعي منزلت سربیره د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې هغه یوازینی فعال او ژوندی خوځښت دی چې زموږ د پیړیو پیړیو د جهادي او اسلامي نظام غوښتنې داعیه يي ژوندۍ او خوندي ساتلې، په دې خاوره چې د تاریخ په اوږدو کې د اسلام د حاکمیت لپاره څومره وینې تویي شوي،څومره بي کورۍ،دربدرۍ،شهادتونه او قربانۍ پیښې شوي دي د هغو ټولو قربانیو د مقصد امانت دار او وارث همدا اسلامي امارت دی، که څوک یي مني یا یي مني مګر واقعیت دا دی چې د ګوندونو او حزبونو په دې وطن کې نور ټول معاصر ګوندونه پوچ او کاږه ختلي، څوک د اقتدار، منصب یا بهرنیو ګټو د تامین متصدیان ثابت شوي او څوک بیا د اسلام او افغانیت د له منځه وړلو سیاسي دوکه بازان ختلي. هغه یوازینۍ صف چې واقعا یي د افغان اولس د اسلامي او جهادي مزاج سره برابر د هیوادوالو دیني او ملي ارمانونه پوره کړي هغه همدا صف دی،ددې صف تخریبول یوازې یوه سیاسي جریان ته زیان اړول نه دي،بلکې د یوه ارمانجن اولس د پیړیو ارمان، د یوه ناهیلي اولس یوازینۍ هیلې او د یوه څپو اخیستي اولس یوازینۍ دنجات کښتۍ ته زیان اړول دي.

ـــ افغانان یو بي تعلیمه،خپلسری او بې پروګرامه قوم دی،دغسې اولسونه که د یوه قوي او متحد سیاسي زعامت له کنتروله ووځي نو بیا خپل ځان ته په خپله دومره زیان اړوي چې هیڅ دښمن یي نشي ورته اړولی،ددې خبرې نغد ثبوت شل کاله وړاندې د تنظیم بازۍ کلونه دي،هغه مهال چې زموږ اولس د یوه قوي او متحد زعامت له نشتوالي سره مخامخ و نو سره له دې چې په هیواد کې هیڅ بهرنی یرغلګر نه و، افغانانو په خپلو لاسونو د خپل هیواد، بشري، کلتوري، اقتصادي او علمي زیرمو ته دومره زیانونه ورسول چې پخوا د لس کلن اشغال په اوږدو کې نه و رسیدلی، کابل او د هیواد مهم ښارونه یي په کنډوالو بدل کړل،د هیواد ملي زیربناوې، لکه فابریکي،بندونه،صنعتي پارکونه،حکومتي دفترونه،هوایي ډګرونه،پوځي وسایط او ټول عام المنفعه تاسیسات یي داسې لوټ او کباړ کړل چې یوازې د کابل پوهنتون ته یي پنځوس میلیونه ډالره زیان واړاوو.

همدا د متحد اسلامي امارت برلاسی حاکمیت و چې دغو ګډوډیو ته یي د پای ټکی کیښود،د تنظیم پالنې او ډلبازۍ کلتور یي له بیخه ویوست،په تنظیمونو ویشل شوي افغانان یي بیرته په یوه ټغر سره راټول کړل، اوس که دغه متحد امارت بیا کمزوری کیږي نو مطلب یي دادی چې هغه یوازینی ځواک چې د آشوبګرو او تالانګرو سترګه ترې سوزي له منځه ځي یا اجرایوي قوت او صلابت له لاسه ورکوي، په دغسې حالت کې به ضرور په افغانانو یوځل بیا د سرتاسري هرج او مرج هماغه ورځې راغبرګیږي، بیا به نو یو ځل بیا کلي په کلي ، ښار په ښار او کوڅه په کوڅه ملوک الطوایفي شروع کیږي، هر پاټکمار به مختارکل واکمن او د هیوادوالو د سر،مال او ناموس واکدار وي،مسلمان افغانان به یوځل بیا دخپل ټول هست او بود د لوټ تالان له ګواښ سره مخ کیږي او داسې کوم ځواک به نه وي چي شکایت وروړي او د ظالم له ظلم څخه د خلاصونه عریضه ورته وکړي.

ـــ د اسلامي امارت د قوت،وحدت او وقار ساتنه ځکه د هر افغان دنده ده چې که دغه امارت نه وي بیا یي وی منه که هیڅ افغان هم په کراره وخوري،بیا وی منه که یا ملا ملایي په کماحقه توګه ترسره کړي او یا دوکاندار دوکانداري په کرار زړه وکړي.

بیابه د نړیوالو کفارو لاسونه له هرې خوا راخلاص وي چې عقیده مو لوټ کړي، فکر مو منحرف کړي،ځوانان موبې لاري کړي،پیغلې مو بې ستره کړي او راتلونکی نسل موله ټولو دیني او افغاني ارزښتونو څخه پردی کړي. اقتصادي مافیا، دځمکو غاصبین، اختلاسګر او ملي لوټماران به له بلې خوا د وطن او اولس ویني ځبیښي،ملي شتمنۍ به لوټوي،د بیت المال په هستیو به مزې او چړچې کوي یوازې د څو مافیاوالو ګوتې به په غوړو کې وي او نور ملیونونه افغانان به له بدې ورځې اولادونه خرڅوي او په عین حال کې به هیڅ داسې مرجع نه وي چې د ملي لوټمارانو سترګه ترې وشي یا یي د عدالت او انتقام له ویرې ناکراره شي.

ـــ راځئ سباورځ په همدا نن قیاس وبولو، همدا نن څوک په واقعي معنی زموږ د اولس د دیني،کلتوري ،عقیدوي او ځاني ارزښتونو ساتنې ته ژمن دي، په افغان اولس د امریکا یرغل راغی، د امریکا یرغل د پخوا غوندې یوازې استثماري یرغل نه و،بلکې د امریکا د هغه ستر نړیوال پروګرام لومړی پارټ و چې دوی ورته نړیوالتوب یا نوی نړیوال نظم وایي چې له مخې یي باید د ټولو اولسونو هرڅه امریکایي شي، د مسلمان افغان اولس د امریکایزیشن ددې ستر پروګرام په مخکې همدا امارت یوازینی سیاسي خوځښت و چې په پوره میړانه ودرید. نور خو د شنو او سرو بیرغونو والا ټول د دموکراسۍ په دسترخوان راټول شول، امارت په سخته مبارزو او درنو قربانیو د یرغل بلا شنډه کړه.

همدا سږ کال په افغان اولس داعش رانازل شو، په ټول ویاړلي مؤمن اولس یي د جاهلینو او مرتدینو حکم وکړ، د ننګرهار یو داعشي جاهل په ډیره ګستاخۍ په افغانانو غږ کړ، هلموا من الجاهلیة الی الاسلام . . . یعني له جاهلي زمانې څخه اسلام ته راشئ یعني له سره مسلمانان شئ،داعش نه د افغانانو ژوندي سپین ږیري پریښودل او نه په قبرو کې مړي ، ټول یي په بمونو والوځول،د افغان اولس ښځو ته یي نرخونه کیښودل اود مذهب او عقیدې اجباري تفتیش او محاسبه یي هم شروع کړه،ددغسې فتنې په مقابل کې هم همدا امارت و چې د سر په بیه یي د اولس ساتنه وکړه.

که له ډیرو مثالونو تیر شو همدا وړمه ورځ چې په ننګرهار کې لسګونه محصلین د دیانت په جرم ونیول شول چا یي غږ واورېد ما خو له الاماره ویب پاڼې پرته په هیڅ رسمي پاڼه کې د اعتراض غبرګون یا لیکنه نه ده لیدلې همدا اسلامي امارت دی چې دهرې بلا مخ ته مو ولاړ دی، وطن مو له اشغالګرو ساتي،نسل مو له ګمراهۍ ساتي، افکار مو له انحرافه ساتي، مذهب مو له بې مذهبو ساتي،ځوانان مو د افراطي جریاناتو له اغواګرۍ ساتي، ماشومان مو له تښتونکو راخلاصوي، که له یوې خوا د بکوا او نیمروز د دښتو غله راته اعداموي له بلې خوا مو د فرهنګ او فکر لوټمارانو طلوع خیلو ته اخطار ورکوي چې خوله دې په اتام ښوروي.

د امارت ساتنه یوازې د طالب وظیفه نه ده، مکتبي او محصل دې هم په دې پوه شي چې که همدغه متحد امارت نه وای اوس به یي حالت تر دغه ډیر بدتر وای،که امارت نه وای اوس به ددرست افغانستان د مکاتبو،کلینکونو،معلمینو او ډاکټرانو داسې حال وای لکه د اچین ولسوالۍ د ماموند د سیمې، هلته چې نه مکتب او کلنیک خوندي دی او نه د خلکو د پسونو رمې ، حتی له معلمینو سره د تیرو کلونو د اخیستو معاشونو محاسبه روانه ده او یوه یوه روپۍ په زور ترې اخیستل کیږي.

که امارت نه وای په افغانستان کې به هم جهاد دعراق د جهاد په څیر په مارکیټي چاودنو کې خلاصه کیده،دلته به هم د قومي او فرقوي جنګونو اور داسې په غرغنډو و چې میلیونونه ککرۍ به یي حبطه کړې وې او علاوه له دا چې د مجاهد اولس دهیلو ډیوې به هم ورځ تر بلې په خپېدو وای.

زه چې ددې لیکنو له طریقه د امارت دفاع ته راپاڅیدلی یم باور مو وشه چې ترهرڅه زیات راسره د خپل فکر،خپلې کورنۍ، خپل کلي ، خپلو اولادونو او خپل راتلونکي د سعادت او خوندیتوب غم دی،ما چې تنظیمي دوره په خپلو سترګو لیدلې، ماچې د خپل اولس د بې نظامه ورځو بوږنوونکی اوله شرمه ډک تاریخ مطالعه کړی نو ایله مې د یوه باصلابته او قاطع ځواک په حیث د اسلامي امارت قدر او مرتبت پیژندلی، زه اوس هم په دې باور یم چې که زموږ له سره ددغه قاطع حاکمیت سیوری ایسته شي، نو په خپلو منځو کې به سره وخورو، ملا به مو ملا تکفیر کړي او امي به د امي په حق ژامې تودې کړي، زموږ په اولس کې خو نه تقوا او دیانت دومره ډیر دی چې د الله تعالی له ویرې د مسلمان له حق څخه منصرف شي او نه یي فکري،فرهنګي او اخلاقي سطحه دومره لوړه ده چې انسانیت ته د احترام له مخې دټولنیز نظم له تخریب څخه مخ وګرځوي. نودې حالت ته په پام سره یو متحد،قوي او برلاس اسلامی امارت که د چا خوښ وي یا نه وجود یي دیني،انساني او منطقي اړتیا ده.

دغه امارت که پخوا د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې منسجم و اوس یې هغه امارت بللی شو چې دمشرۍ په منصب یي ملا اخترمحمد منصور ناست دی، هغه امارت چې دافغانستان د ۳۴ ولایاتو نظامي مسؤلین ورسره بیعت لري او ددې ټولو ولایاتو په ټولو ولسوالیو باندې بالفعل حاکمیت او هلته بشپړ تشکیلات لري، په نظامي،اقتصادي،سیاسي،فرهنګي، تعلیمي او ټولو برخو کې مستقل کمیسیونونه او د حساب وړ تشکیلات لري او په دې ډول یي یو داسې نظام رغولی چې د پخوا په څیر د افغانانو هر رنځ دوا کولی شي، ددې امارت په مقابل کې که څوک خنډونه اچوي،انشعابونه جوړوي، خلک مشوش کوي،د جلا امارت او شوری نعرې وهي ،دامارت په مشرانو تورونه لګوي ، عمومي باور زیانمنوي یا نور داسې اقدامات او هڅې کوي چې د امارت حیثیت، اعتبار،نیکنامي،شوکت ،وحدت او صلابت ته زیان اړوي دغسې کارونه نه خپله ددوی په ګټه دي او نه دافغان اولس او هیواد.

په دغسې کارونه به هم الله تعالی ته مختوري وي او هم اولس او تاریخ ته، ټول مسلمان اولس که هرڅوک وي له هرې ژبې، قوم او قشر سره چې تړاو لري باید د اسلامي امارت قدر او منزلت وپيژني او د امارت تخریبګرو اوانشعاب ګرو ته دخپلو بدخواهانو په نظر وګوري، ځکه دوی د افغانانو په هغه هستي ګوزار کوي چې دټول اولس دیني او دنیوي ګټي یي خوندې کړي او اولس له هراړخیزې بدمرغۍ څخه ژغوري.

———

دلومړی برخي لپاره دلته کلیک وکړئ

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

ډیر عالی لیکوال صاحب په قلم او پوهه دی برکت شه انشالله که امارت په همدغه اوسنی منهج او تګلاری ثابت پاتی شو نو زه به د ژوند تر آخرنی سلګی ترینه دفاع او ملاتړ کوم واقعا چی حقایق دی بیان کړی

khalid
میلمه
khalid

ډیر عالی لیکوال صاحب په قلم او پوهه دی برکت شه انشالله که امارت په همدغه اوسنی منهج او تګلاری ثابت پاتی شو نو زه به د ژوند تر آخرنی سلګی ترینه دفاع او ملاتړ کوم واقعا چی حقایق دی بیان کړی داعشیان(خوارج) خو پریږده چی په شیعه ګانو د تقیه تور پوری کوی ولی اوس خو ټولو ته معلومه شوه چی اصلی تقیی والا خو دوی هم دی زما یو ملګری یو وخت ماته قیصه کوله چی زما یو څو وابی ملګرو یو وخت له ما سره د کابل ښار په یو جومات کی دماښام لمونځ کاوه نو د… نور لوستل »

طالب جان
میلمه
طالب جان

دردمن طالبه !
په قلم دي برکت شه یقینا له درده ډکه لیکني دي کړي ،
الله تعالي ډېر خیړونه درکړي .

غوربندي
میلمه
غوربندي

دردمن طالب جانه تاسو ته سلام او احترام ستاسو د دي او راتلونکو ليکنو (جیغو) غورچان دادی چی: د اسلامی امارت تاسیس په اسلامي سنتو چی اسلامی شوری ورته وايي او اعضاء يي شرعا د حل او عقد اهل يي. د امارت د قوت رمز په زعامت، اشخاصو، پوهه، مالی او نظامي استعداد کی نه بلکه په پورته مستحکم شرعی اساس کی نغشتي دي، نو پس، هر هغه شخص، یا د اشخاصو دله چی په دي صف کی زان ته غره او د بيلتون انشقاق او انشعاب اراده وکري مثال يي د يوي هسکي اويزاني مستحکمی رسی سخه زان خوشی… نور لوستل »