خبرونه

ناټو: افغانستان کې اداري فساد د نړېوالې ټولنې د مرستو مخه ډب کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ناټو د روزنيزې څانګې مسؤل وايي چې په افغانستان کې اداري فساد يوه له جدي ستونزو څخه ده چې د افغانستان حکومت يې بايد د له منځه وړلو له پاره هڅې وکړي.

د ناټو د روزنيزې څانګې مسؤل جنرال انوېلډ په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې د همغږۍ په غونډه کې وويل چې په افغانستان کې اداري فساد تر اوسه هم د يوې جدي ستونزې په توګه پاتې دی.

په دغه ناسته کې جنرال انوېلډ د افغانستان د کورنيو چارو پر وزير غږ وکړ چې تاسو بايد ددغې ستونزې د حل له پاره جدي هڅې وکړئ تر څو د افغانستان د دولت په ادارو کې اداري فساد له منځه لاړ شي او نړيواله ټولنه په ډاډه زړه له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي وويل چې په افغانستان کې د اداري فساد له امله نړيواله ټولنه زړه نه ښه کوي تر څو له افغانستان سره مرستو ته چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د جنګونو او نا امنيو وروسته اداري فساد هغه ستونزه ده چې د دولت په ټولو ادارو کې د يوه مهم دود په توګه پلې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې غړی محمد ياسين عثماني وايي چې ددوی د نويو څېړنو له مخې د افغان امنیتي ځواکونو په تړونونو، جامو، خوراکي توکو او وسايطو برابرولو په برخو کې درغلي شوې ده.

نوموړي ويلي چې که چېرته د چارو په پرمخ وړلو کې احتياط و نه شي نو اندېښنه ده چې له امنيتي ادارې سره د تړلو شپږو نورو ادارو په کارونو کې هم د اداري فساد له امله په پراخه کچه زيان رامنځته شي.

په دغه غونډه کې د کورنيو چارو وزير وويل چې د اداري فساد د له منځه وړلو له پاره دوی په يوازې ځان مبارزه نه شي کولای تر څو ورسره د هېواد استخباراتي او کشفي ادارې مرسته ونه کړي.

نورالحق علومي وويل چې د اداري فساد د له منځه وړلو په پروسې به له سره غور وشي او په امنيتي ادارو کې د ادارې فساد د له منځه وړلو له پاره به هڅې وشي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې اداري فساد يوه جدي ستونزه ده چې هېوادوال ترې هر وخت سر ټکوي خو دولت لا په دې اړه په هڅو کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x