افغانستان

جوزجان: وسله والو طالبانو د خماب ولسوالۍ مرکز محاصره کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال کې د جوزجان ولایت د خماب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ ټول کلي وسله والو طالبانو نیولي او دم ګړۍ د ولسوالۍ مرکز د هغوی تر محاصرې لاندې دی.

د جوزجان ځايي چارواکو په خماب کې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي، خو وسله والو طالبانو د سیمې د خلکو د څرګندونو پخلی کړی او ويلي يې دي چې د يادې ولسوالۍ اړوند ټول کلي د دوی په لاس کې دي.

دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې نن سهار وختي د دوی ځواکونو په سیمه کې تصفيوي عمليات پیل کړي او د ولسوالۍ مرکز يې تر محاصرې لاندې دی.

طالبانو په خبرپاڼه کې موده وړاندې د ګډ حکومت د لومړی مرستیال دوستم له لوري د هغې دعوې یادونه هم کړې چې ګواکې په جوزجان کې يې وسله وال طالبان له منځه وړي دي.

جوزجان چې د جنرال دوستم پلرنی ټاټوبی دی، موده وړاندې يې له طالبانو د خلاصون په تمه په شمال کې یو میاشتني عملیات هم ترسره کړل چې پوځي چارواکو بریالي عملیات بلل.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم وسله والو طالبانو د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ، چې دولتي چارواکو يې د نیولو په اړه څه ونه ویل خو دا يې ومنل چې تونده جګړه پکې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x