افغانستان

المان افغانستان ته نور تازه دم سرتيري راليږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د المان هېواد د يوې نوې پرېکړې له مخې دغه هېواد افغانستان ته ۱۳۰ تنه تازه دم سرتيري راليږي.

د المان د کابينې له غونډې وروسته وويل شول چې دغه هېواد به د افغانستان د امنيتي ځواکونو د ملاتړ له پاره نور ۱۳۰ تنه سرتيري رالیږي.

تردې وړاندې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د المان ۸۵۰ عسکر جنګېدل چې له نويو عسکرو سره به يې شمير ۹۸۰ تنو عسکرو ته ورسیږي.

د المان د دفاع وزير اوروزلافوندير لاين ويلي چې د کابينې د تازه پريکړې له مخې يې په افغانستان کې د المان د عسکرو د پاتې کېدو موده د يو کال له پاره نوره هم غځولې ده.

ددفاع وزير ويلي چې په افغانستان کې به ۹۸۰ تنه الماني عسکر د افغان سيمه ييزو پوليسو په روزنه کې ونډه اخلي.

د المان سرتيري د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کې ميشت دي چې وخت په وخت له طالبانو سره د جګړو او بمي چاودنو له امله يې ګڼ شمېر سرتيري وژل شوي دي.

څه موده وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوبا هم په افغانستان کې د ميشتو ۹۸۰۰ امريکايي عسکرو په افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه وويل چې د دوی عسکر به په افغانستان کې د ۲۰۱۷ تر جنورۍ پورې پاتې وي.

په داسې حال کې چې له يوې خوا د نړۍ هېوادونه او افغانستان دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو هلې ځلې کوي خو بل لور ته په افغانستان کې د بهرنيو عسکرو شتون هغه څه دي چې په هېواد کې يې د سولې خبرې ټکنۍ کوي او د جنګ دوام ته لاره هواروي.

طالبان د سولې د شرايطو په وړاندې کولو کې تر ټولو لومړی له افغانستان څخه دټولو بهرنيو عسکرو پر وتلو ټينګار کوي.

د حالاتو شننونکي وايي چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د امنيت او د افغانانو د ښې راتلونکې له پاره نه مګر د خپلو اهدافو له پاره جنګيږي، ترڅو چې خپلو اهدافو ته ونه رسيږي د افغانستان پرېښودو ته تيار نه دي.

د ياونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو وخت په وخت له افغانستان څخه د وتلو نېټې ټاکلي خو بيا يې دغه نېټې تمديد کړي دي.

د المان د نويو عسکرو د رالېږلو په اړه تر اوسه طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x