افغانستان

طالبانو د سیاسي دفتر لپاره نوی مشر او مرستیال ټاکلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرپرست مشر«شیر محمد عباس ستانکزی» په رسمي توګه د نوموړي دفتر د رئیس په توګه ټاکل شوی.

ښاغلی ستانکزی چې لا له وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی و، د دغه دفتر د پخواني رئیس «طیب اغا» تر استعفاء وروسته د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د سیاسي دفتر د سرپرست په توګه ګومارلی و.

طالبانو ته نږدو سرچینو نن ټکي آسیا ته ویلي چې د طالبانو مشرتابه د ښاغلي ستانکزي په اړه وروستۍ پریکړي ته رسیدلي او نوموړی یې په رسمي توګه د سیاسي دفتر د رئیس په توګه ټاکلی.

سرچینه زیاتوي چې د نوموړي دفتر یو بل غړی مولوي عبد السلام حنیفي د سیاسي دفتر د مرستیال په توګه ټاکل شوی.

شیر محمد عباس ستانکزي د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې زیږیدلی، د ابتدائي زده کړې وروسته یې په اویایمو کلونو کې د هند په «دهرادون» اکاډمۍ کې پوځي زده کړې کړي. د روسانو په خلاف جهاد کې د اتحاد اسلامي او حرکت اسلامي په ګوندونو کې مخکښ نظامي غړی پاتې شوی. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت او روغتیا وزارت د معین په توګه دندې ترسره کړي.

ښاغلی ستانکزی چې په انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کوي، د طالبانو په لیکو کې د یو فعال مرکچي په توګه پیژندل کیږي. نوموړي په ډیری هغو ناستو او غونډو کې د طالب پلاوي مشري کړې چې د طالبانو سیاسي دفتر او اړوندو نړیوالو جهتونو ترمینځ ترسره شوي.

شیر محمد عباس ستانکزي د روان کال د می میاشتې په دوهمه نیټه په قطر کې دایر شوي پګواش څیړنیز کانفرانس کې هم د طالبانو د پلاوي مشري کوله. په نوموړې غونډه کې له کابل څخه مخورو سیاستوالو، حکومتي اشخاصو، د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو د استازو ترڅنګ د پګواش مسؤولینو هم ګډون درلود.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبد السلام حنیفي د فاریاب ولایت د درزاب ولسوالۍ (چې اوس د جوزجان ولایت مربوط ده) د ګردن کلي اوسیدونکی دی. نوموړي خپلې دیني زده کړې په هیواد او ګاونډیو هیوادونو کې په مختلفو مدرسو کې کړي. ښاغلی حنیفي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فراه ولایت د تعلیم او تربیې د رئیس په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی هغه مهال د لنډې مودې لپاره د معارف وزارت د سرپرست په توګه هم پاتې شوی او ورسته یې د همدې وزارت د تدریسي معین په توګه دنده ترسره کړې چې ورسره یې په کابل پوهنتون کې د «اسلامي ثقافت» د تدریس دنده هم په غاړه درلوده.

طالبانو په ۲۰۱۳م کال د قطر په خلیجي هېواد کې خپل سیاسي دفتر پرانیست؛ خو د «اسلامي امارت» د نامه او بیرغ پر سر له راپورته شویو مخالفتونو وروسته، طالبانو بیرته نوموړی دفتر وتاړه. که څه هم نوموړی دفتر رسما تړلی دی خو طالب استازي لا هم په قطر کې خپل دیپلوماتیک فعالیتونه لري او د طالبانو قطرمېشتو سیاسي استازو له دغه هېواد څخه جاپان، فرانسې، چین، ناروې، ایران او نورو هیوادونو ته سفرونه هم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمیدالله

مونگ په دی ویارو چی ستاسو په شان ازاد خبریالان لرو الله ج موکامیاب لرو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x