نظــر

په فرانسه کې د طالبانو پر شوې بيانيې لنډه تبصره

په فرانسه کې د افغانستان په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان بيلابيلو سياسي ډلو ګډون وکړ. د مجاهدينو په استازيتوب په کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر او د حزب اسلامي ځينو غړو شرکت وکړ. طالبانو په خپل وار د يوې بيانيې له لاري ګډونوالو ته خپل دريځ څرګند کړ، د دوی په بيانيه کي يو شمير خبري داسې وې چې که څه هم افغانانو ته زړي وې خو نړيوالو ته نوې وي، خو ځينې نورې يې بيا ټولو ته نوې او هم په زړه پورې وي. غواړم دلته يې په مهم ټکو وغږيږم:

سوله غواړو خو تسليميږو نه:

طالب استازو په ښه توګه د سولې او تسليميدلو تر مينځ فرق واضح کړ، دوی د کابل ادارې چارواکو ته ګوته ونيوله چي له مجاهدینو نه د سولې تر نامه لاندې تسلیمي غواړي چې وسله کېږدئ، داشغال تر سیوري لاندې جوړ شوی اساسي قانون ومنئ. دوی زياته کړه چې آیا دوی په دې نه پوهېږي چې افغان مجاهد ولس دغه یوولس کاله دومره بې دریغه قربانۍ یرغلګرو ته د تسلیمدو لپاره ورکړې؟

دوی وويل اسلامي امارت خپله روانه مبارزه د واقعي سولې د ټينګښت جاري ساتلې او دې هدف ته د رسيدلو لپاره د اشغال ويستل تر ټولو لومړی قدم بولي، ځکه همدا د ټولو غميزو مور ده. همداراز ترڅو چي مجاهدين په زندانونو کې شپي او ورځي تيروي تر هغو پوري سوله ممکنه نه ده.

طالبانو په دې خبرو سره افغانان او نړيوال وپوهول چې مونږ په هيواد کې سوله او امنيت غواړو خو د دې لپاره خپله تګلاره لرو، هغه دا چې د یرغلګرو په ضد يوولس کلن وسلوال مقاومت چې د تاريخي قربانيو په نتيجه کې دې سرحد ته رسيدلی، په نيمه لار کې هيڅکله هم نه پريږدو، او تر هغه به دوام ورکوو چې اشغالګر وباسو او بنديان مو راخلاص کړو، نو هله به بین الافغاني تفاهم ته لار هواره او په هيواد کي به سوله قايمه شي.

د قدرت توازن:

طالبانو په صراحت سره خپل چمتو والی وښود چي د بهرني اشغالګرو له ويستلو وروسته، له ټولو افغاني اړخو سره د افهام او تفهيم لار اختیاروي، مشترک حکومت به جوړ کړي او د قدرت د انحصار فکر نه لري. د دې لپاره يې د يو داسي اساسي قانون د تدوين طرحه وړاندې کړه چي اسلامي اصول او ملي مصلحتونه په بنسټ ولاړ وي او د کابل اداري د اساسي قانون په څير نه وي کوم چې د دوی په وينا د اشغالګرو د جنګي الوتکو ترسيوري لاندې جوړ شوی. د دې خبرو په رڼا کې ويلی شو چې طالبان به د خپل پخوانی امارت اساسي قانون هم لغوه کوي هغه چي ملا محمد عمر د هيواد امير ګڼي او د امير المؤمنين لقب ورکوي. پاتي دي نه وي چې د يو شمير رسنيو لخوا داسي خبرونه نشر شول چې ګواکي طالبان چمتو شوي چي له ځينو بدلونونو وروسته د کابل حکومت اوسنی اساسي قانون ومني، خو په حقیقت کې دا خبرونه د طالبانو د بيان شوي دريځ سره په ټکر دي.

اما دا نه ده واضح شوې چې مشترک حکومت جوړول په څه معنی، بيا په کومه طريقه او بيا په کومو شرطونو؟ آيا ملا محمد عمر مجاهد دې ته چمتو دی چې د بل چا لپاره له عمومي امارت يا رياست نه لاس واخلي؟ که چمتو وي د نوي امير ټاکل به په عامو انتخاباتو سره وي کوم چي طالبان يې له پخوا راهيسي غير شرعي ګڼي او که بله لار به وي؟ آيا طالبان چمتو دي چي د کرزي په شمول د کابل د ارداري اوسنيو کارکوونکو سره چي دوی يې له لاسپوڅي او خاینان ګڼي او له يوولس کاله راهيسي ورسره جنګيږي، مشترک حکومت جوړ کړي؟

خو دا چې په همدې بيانيه کې طالبانو د ۲۰۱۴م کال انتخابات صرف له دې وجې بې ګټي بللي چي پلان يې د اشغال په جريان کې شوی، او د معمول خلاف د انتخاباتو په تګلاره يې نيوکه نه ده کړې، نو داسې ښکاري چې د اشغالګرو تر ويستو وروسته له انتخاباتو سره مخالف نه دي او مشترک حکومت به هم له همدي لاري جوړ کړي. تمه ده چې په دې سره به د حزب او طالبانو تر منځ پيدا شوی واټن ډير راکم شي. اما دا خبره لا ګونګه پاتې ده چې په انتخاباتو کې د ټاکل کيدونکو اشخاصو لپاره به څه شرطونه ږدي؟ خو دا ګومان نه کيږي چي هر چا ته به اجازه ورکړي بلکې په حکومت کي د شامليدلو لپاره به خامخا اصول وضع کړي کومه چې د همغه وخت موضوع ګڼل کيږي.

اوسنۍ اردو او پوليس:

طالب استازو وويل د افغانستان اوسنۍ اردو او پوليس ملي نه دي، بلکې د ملت، دين او هيواد په ضد کار کوي. د صليبي اشغال تر ويستلو وروسته مودې لپاره يې له سره د نوې اردو د جوړيدو پلان څرګند کړ کوم به چي د دوی په وينا په ملي روحيه د ديني اصولو په رڼا کي وروزل شي. خو تر هغه وخته چي تازه جوړ شوی اسلامي نظام له اقتصادي لحاظه د دې جوګه شي چي تر اوږدې مودې خپله اردو وپالي، دا پلان يې طرحه کړ چي ټول افغانان به د هيواد د ساتني وجیبه ادا کړي.

په پورتنيو خبرو کي يو حقیقت انځور شوی، د يو حکومت اردو په رسميت پيژندل په خپله د حکومت په رسميت پيژندلو په معنی دي، د دې ترڅنګ افغان ولس چي څومره له بهرنيو اشغالګرو کړيږي ټول د همدې اردو او پوليسو په مرسته کيږي بلکې دوی تر هغو زيات له تشدد او سختۍ کار اخلي خصوصا له جنګي بنديانو سره په تعامل کې.

شرعي حدود به تطبيقيږي:

په بيانيه کي راغلی چي افغانان له خپلواک اسلامي نظام نه پرته بل نظام نه مني او دغه ديرش کاله قربانۍ يې هم د همدي هدف لپاره ورکړي او لا ورکوي يې.

څرګنده ده چې د طالبانو په فکر (اسلامي نظام) څه معنا ورکوي. په دې ټکو سره يې دنياوال وپوهول چې د دوی راتلونکي حکومت به هم د تير هغه په څير وي، حدود به تطبیقوی، له غله به لاس غوڅيږي، زاني به رجم کيږي، قاتل به قصاصيږي او مختلط تعليم به منع کيږي. دا ټول هغه څه دي چي غرب او يو شمیر هغه کړۍ چې ځانونه د بشر د حقوقو مدافعین ګڼي، ورسره سخت مخالف دي.

له ګاونډيانو سره د دښمنۍ تخمونه:

په بيانيه کې په يرغلګرو نيوکه شوې چي د افغانستان او ګاونډيانو ترمنځ يې د دښمني تخمونه وکرل. دا چي دوی په خبري سره کومو پيښو ته اشاره کوي شايد بيلابيل جوابونه واورو، خو داسي اټکل هم کيدی شي چي په دې سره دوی د ګاونډيانو لخوا د مجاهدينو د نيولو، تعذیبولو او حتی د ځينو مشرانو په شمول شهيدانولو ته اشاره کوي، کوم چې د طالبانو لپاره نه هيريدونکي غميزي بللی شو. دا ځکه چي په بيانيه کې يادونه شوې چي د افغانستان د اسلامي امارت غړو لکه څنګه چي د خپل مستقل اسلامي موقف له امله د هيواد دننه په بنديخانو کې شکنجې ليدلي دي او شهيدان شوی، همداسي يې له هيواده بهر هم د نورو په بنديخانو کي دغه شان قربانۍ ورکړي دي.

نو که طالبان اوسنۍ اردو په دې خاطر دښمن ګڼي چي د ولس په ضد عمل کوي، ضرور به هغه بهرنيو کړيو ته هم په همدي سترګه ګوري چي داسي ناوړه چلند ته مخه کړي چي نه يوازي د سيمي بلکي د مسلمانانو په تاريخ کي يې ساری نه ليدل کيږي.

په جهادې مقاومت ټينګار:

هغه څه چي زيات ټينګار پري شوی هغه (د هيواد د ازادۍ او د دين او ناموس د دفاع په لار کي هر ډول قربانۍ ورکول) دي. طالبانو په تيرو لسیزو کي د يرغل په وړاندې د افغانانو جګړې د استقلال په خاطر ګڼلي، هغه چې د دوی په وينا نه په کې افغانان د چا مالي قوت ويرولي، نه نظامي، نه سياسي او نه خپلي تش لاسۍ، بیکسۍ او سختو شرایطو. طالبانو د افغانستان بيا ودانول او طبيعي ودې او وقار ته لاره پيدا کول د اشغال په موجوديت کې ناممکني بللې.

نړۍ دې خپله ازادي واخلي:

طالب استازو د ملګرو ملتونو د سازمان په غړو هيوادونو غږ کړی چې د افغانانو ترڅنګ ودريږي او يو عادلانه او پر حقايقو ولاړ دريځ خپل کړي. په دې خبرو سره طالبانو ټول غړي هيوادونه هڅولي چي د ډار کمپله لرې کړي، د امريکا په مقابل کي د غږ اوچتولو جرات وکړي او په ډاډه زړه ځانونو ته عادلانه خارجي سياست وټاکي.

ابراهيم ستوری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x