خبرونه

مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۴ پولیس ټپيان شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د اميتي ځواکونو په يوه موټريز کاروان د چاودنې له امله ۴ تنه پوليسان ټپيان شول.

دغه چاودنه نن سهار نهه نيمي بجې د مرکزي بغلان د سينما مخې ته د سړک د غاړې د يوه ځاي پرځای شوي ماين له امله رامنځته شوه چې له امله يې ۴ تنه پوليس ټپيان شول.

په چاودنه کې يو شمېر ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي چې د درملنې له پاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بغلان د عامې روغتيا مرستيال ډاکټرعبدالعليم غفاري وويل چې د چاودنې له سيمې څخه ورته د څلورو ټپي پوليسو جسدونه د بغلان ولايتي روغتون ته وروړل شوي دي.

خو د بغلان د والي وياند محمود حقمل رسنيو سره په خبرو کې چاودنه تائيد کړه خو د پوليسو د ټپي کېډو په اړه يې څه ونه ويل خو ويې ويل چې په دغه چاودنه کې ۹ تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوه له هغو ولسواليو ده چې طالبان يې په ځينو سيمو کې فعاليت لري او ددې ولسوالۍ يو شمېر سيمې د دولت له واکه وتلې دي.

تر دې وړاندې هم د روان کال په لومړيو کې په دغه ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړې وه.

تر دا مهاله د بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی او نه هم دولت ددغه بريد د مسؤليت ګوته چاته نېولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x