نظــر

د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (الجزيره)

ليکوال:  هدايت الله هدايت

د الجزيره خبري ټلويزوني شبکه په عربي نړۍ کي تر ټولو وتلې او مشهوره خبري رسنۍ ده چي د قطر په دوحه کي خپلي سيمه ايزي او نړۍ واله ژورناليستيکي او رسانه ای خپروني وړاندي کوي . دغه شبکه دکال ۱۹۹۶ په وروستيو کي هغه وخت فعاله سوه چي د هماغه کال د اپرېل په مياشت کي دبي بي سي د ټلويزوني شبکې نړۍ واله برخه چي د عربي هيوادو د پاره يې په عربي ژبه په سعودي عربستان کي خپروني درلودلې، د هغه هيواد د دولت لخوا تر فشار لاندي راغله ، ترڅو پر ځينو خپرونو باندي سانسور و لګوي . خو دغه سانسور د بي بي سي د چارواکو لخوا و نه منل سو هغه وو چي دخپل دووکالو فعاليت نه وروسته يې په سعودي عرب کي خپل فعالیتونه بند او دفتر و دېوان يې په دې هيواد کي وتاړه . په عربستان کي د بي بي سي ددې نړۍ والي شبکې د تړلو وروسته، د الجزيره ټلويزوني شبکه د قطر په دوحه کي ايجاد او ددغي شبکې مسلکي او حرفوي کارمندان يې په خپله نوبنياده اداره کي جذب کړل .

د الجزيره ټلويوزوني او خبري شبکه د قطر د امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني لخوا د ۱۵۰ ميليون امريکايي ډالرو په پانګي اچوني سره فعاله سوه، نوموړي په دې توګه ددې شبکې د دلاري د سيمي د قدرت په بازيو کي ځان و ميدان ته را وايست ترڅو د خپل اصلي حريف سعودي عربستان څخه ځان برلاسی او د سيمي په راتلونکو پرمختياوو کي فعاله برخه واخلي .

قطر چي د سعودي عربستان په شمالي سواحلو کي پروت د جزيرې غوندي يوکوچنۍ هيواد دئ ؛ څه کم يو ميليون او دوه لکه تنه نفوس لري . دغه هيواد په عربي نړۍ کي د شېخانو تر ټولو موړ هيوادئ چي يو ليبراله دولت يې جوړ کړی دئ . د قطر امير چي پخپله يو خورا ثروتمنده شخص دئ د امريکې سره ډيري نيژدې اړيکي لري او په قطر کي يې دامريکې ترټولو لويه سيمه ايزه او مجهزه پوځي اډې ته د فعاليت اجازه ورکړېده .

قطر په ۱۹ مه پېړۍ کي د عثماني امپراتوري او بيا د انګرېزانو تر سيطرې لاندي هيواد وو، دهمدې پېړۍ په نيمايي کي د آل ثاني کورنۍ پر دې هيواد خپله حکمروایی ټينګه کړه . قطر په ۱۹۷۱ ميلادي کال کي خپله خپلواکي تر لاسه کړه او دهغه را وروسته د خپل سر شاره نفتي او ګازي زېرمو له برکته په مينځني ختيځ کي په يوه اقتصادي قدرت واوښت . په ۱۹۹۵ ميلادي کال کي کله چي د قطر پخوانۍ امير شيخ عيسی بن خليفه آل ثاني د سويس په سفر بوخت وو د هغه زوی حمد بن خليفه آل ثاني، خپل پلار د يوې آرامي کودتا دلاري خلع کړ او پخپله ددې هيواد د امارت پر مقام کښېناست . د هغه وخت راهيسي قطر و يوې نوي مرحلې ته ځان ور ننه ايست . د شيخ حمد بن الخليفه آل ثاني په دوره کي د مطبوعاتو آزادي نوی تحرک پيدا کړ چي د الجزيرې د جنجالي ټلويوزوني شبکې فعاليت يې يوه نمونه ده . ددغي شبکې د خپرونو په پيل کېدو سره قطر و کولای سوه ځان و ډيرو داسي لوړو امتيازو ته ورسوي چي پخوا يې هيڅکله هم نه درلود. قطر په دې وتوانېدی چي د يوه سيمه ائزه قدرت په حيث ځان ظاهر او ځانته يو نوی هويت ورکړي.

کله چي د قطر د امير لخوا د الجزيرې شبکه رانيول سوه نو په نظر کي وه ترڅو په عربي هيوادو کي د يوې داسي بانفوذه خبري او اطلاعاتي منبع يوه حوزه ايجاد کړي چي د زياتو ليدونکو اعتماد را جلب او داشاني خبرونه او برنامې خپرې کړي چي عربي ټلوېزونونو به پخوا د هغه څخه ډډه کوله . د شبکې دغه ميتوډ د ليدونکو په راجلبولو کي ډېر ګټور ثابت سو .
د الجزيرې د ټلويوزوني شبکې د فعاليت په را شروع کېدو سره د پټ خولوميليوني عربي مخاطبانو و مخي ته نوي افقونه وپرانستل سوه . کلونه تېرسوي وه چي عربي حکومتي ټلويزونونو به ولسونه په اغفال کي ساتل او يوازي به يې د حکامو د خوښی د پاره کلېشه اي خبرونه او اطلاعات هغوی ته خپرول .خو په قطر کي د الجزيرې ددغه شبکې په پرانستلو سره د عربي سياسي واکمنانو او روښنفکرانو ته داطلاع رسولو يونوی باب پرانستل سو، د خبرونو او تحلیلونويو نوی روايت و ميدان ته را ووت چي په دې کار سره يې حتی د اروپا او امريکا ډله ائزي رسنيو هم د سيمي د هيوادو په مابين کي خپل د کلو کلو انحصار دلاسه ورکړ .

په عربي نړۍ کي د الجزيره د ټلويزوني شبکې د خبر رسولو ميتوډ په خپل نوعيت کي ځکه نوی و چي په عربي نړۍ کي لا تر اوسه دغه دود نه وو عام سوی، چي د يوه هيواد جمهور رئيس يا پاچا ته دي څوک ګوته و نيسي او هغه دي تر انتقاد لاندي راولي . الجزيرې د عربي ولسونوپه مابین کي دغه شاني يو باور له مينځه يو وړ او دغه طلسم يې مات کړ، د ځينو عربي هيوادو دولتي مسؤلان او جمهور رئیسانو ته يې چلنج ورکړ ،خو څرنګه چي هغوی دداشاني د بیان د آزادۍ سره نه وه جوړه نو زياترو يې په خپلو هيواد کي د الجزیرې د د فترو د پرانیستلو څخه ډډه وکړ .

د الجزيرې د غه د سټلايټ ټلويوزوني خبري شبکې د ۲۰۰۱ د سپټامبر د يولسمي ټروريسټي پيښي نه وروسته د اسامه بن لاډن د بيانيو فلمونه خپاره کړل چي د لومړي ځل د پاره يې په غربي نړۍ کي ځان و افسانوي شهرت ته و رساوه . داچي څرنګه د الجزيرې اداره په دې توانېدله دغه فلمونه تر لاسه کړي يا داچي څرنګه د طالبانو د حاکميت په دوره کي چي پخپله يې د ټلويوزون سره نه وه جوړه او هغه يې حرامه ګڼله، خو د الجزيرې و ټلوېزوني شبکې ته يې اجازه ورکړې وه په کابل کې خپل دفتر اوفعاليت ولري ، دا کردار ددې شبکې د فعاليت پټ اړخونه او ظرافت ځرګندوي .

د امريکا لخوا د افغانستان او عراق اشغال، او د کومو جګړو ګزارشونه به چي د الجزيرې ټلويوزون خپرول نو دغه شبکه د امريکا د ادارې تر خښم لاندي راغلې وه . ددې علت داسي ښودل سوی وو چي تر دې دمخه په سيمه کي نړۍ واله رسنۍ ددوی تر انحصاري قدرت لاندي فعاليت کاوه . نيژدې ۹۰٪ ډله ائزي رسنۍ د امريکايي چارواکو په ډيکټو خپروني کولې، ددې نه علاوه د سي ان ان د خبري شبکې د پاره هم په سیمه او نړۍ کي يو مضبوط سیال پيدا سوی وو. همدارنګه د ورستيو کلونو په اوږدو کي امريکا او انګلستان د نړۍ د سیاسي تبلیغاتو انحصار په خپل واک کي درلود، د طالبانو په حاکميت کي هم په افغانستان کي د الجزیرې د ټلويزون شتون داسي احساس هغوی ته پيدا کړوو چي د خبري او تبلیغاتي انحصار ولکه يې لکه چي د لاسه وتلې ده . له همدې سببه کله چي د الجزيرې ټلويزون په افغانستان او عراق کي د خلکو د مظلوميت ږغ را پورته کړ د امريکا تر غضب لاندي راغله ، د همدې عصبانيت په وجه وو چي امريکا په بغداد او کابل دواړو کي ددې شبکې د فترونه بمبارډ کړل .

احصايي ښيي چي د مينځني ختيځ په هيوادو کي و عامو پرګنو ته د سټلايټ د لاري د الجزيرې ټلويوزون د خپرونو رسېدل ددې سيمي د ولسونوپر ذهنيتو باندي بنيادي تآثير کړی دئ . د الجزيرې ټلوېزون د سيمي و خلکو ته د هغوی د بيان د آزادۍ يو حد ور معرفي کړ چي مخکي و هغوی ته نه وو په ګوته سوی . زيات کسان په دې باور هم وه چي د الجزيره دغه نوظهوره شبکه د دريمي نړۍ له سترګو څخه د نړۍ و پيښو ته ګوري او د خپلو نوښتونو او فعاليتو له برکته په دې توانېدلې ده چي د عربي نړۍ په را ويښېدو کي په خاصه توګه د هغه غورځنګو سره چي د امريکا سره يې نده جوړه يو لويه څپه را منځته کړي . خو ځيني بيا د الجزيرې د شبکې په هکله دداسي يوه نظر سره ندي موافق او دغه خبره په پام کي نيسي چي دغه شبکه دداسي يوه ليبرال عربي دولت په واک کي ده چي نه يوازي د امريکا سره ډيري تودې اړيکي لري بلکه د اسرائيلو سره يې هم جوړه ده ، ځکه نو هغوی ددې کار وانجام ته د شک په سترګه ګوري او په عواقبو يې سم نه په پوهيږي .

داسي لا هم ويل کيږي چي دد ې شبکې لخوا دبيان د آزاديو حدود او تبليغاتي خط امريکا ور ټاکي او زياته ګټه هم هغوی ځني وړي . ددې سيمي پرګنې چي سرشاره نفتي او ګازي زيرمي لري امريکا غواړي د الجزيرې د شبکې دلاري هغوی د خپلو منځني ختيځ د اوږدمهاله سیاستواو طرحو د تحقق په لوري په ځان پسې راکش کړي څو د راتلونکو کلو د پاره د نارنجي او ګلابي پاڅونوپه څير د ځان په کټه په دې سيمه کي د بدلونو د پاره زمينه برابره او خلک د خپلو اهدافود پاره و کاروي .

الجزيره په لږ وخت کي د عربي او د مينځني ختيځ په هيوادو کي د يوې ارزښتناکه رسانه ای پديدې په حيث ځان تثبيت کړ. که څه هم ددې شبکې لمړني کارمندان او مديران د لندنه څخه يعني د بي بي سي د عربي شبکې څخه په دې شبکه کي جذب سوي دي ، خو الجزيره په دې وتوانېدله د څو کالو خلاقه فعاليتو په تر څ کي خورا مهم ځای و ځانته کمايي کړي . دغه شبکه چي د عربي او غربي نړۍ د زيادو انتقادو لاندي وه خو بيا هم يې و خپلو نوښتګرو فعاليتو ته دوام ورکړی دئ . سره ددې چي ددې شبکې سره موازي نوري ټلويوزوني خورا قوي شبکې لکه په سعودي عربستان کي «العربيه» او د امريکا لخوا ۳۵۰ ميليون ډالريزه «الحره » ټلويزوني شبکې ايجاد سوي دي تر څو د الجزيرې د نفوذ مخه ونيسي ، خو الجزيره بياهم د نقد او نظر په حوزو کي همداسي مخکښه پاتې ده .
دالجزيرې د خبر رسولو شبکه همدا اوس د سيمي د نورو ټلويزوني شبکو په سر کي ځای نيولی دئ، ددې سرغنه توب زيات وجوهات په ګوته سوي دي چي ترټولو مهم يې د عربي نړۍ په تړلو ټولنو کي ددې شبکې لخوا دداسي خبرو او خپرونو خپرولو وه چي پخوا د عربی هيوادو او د سيمي د نورو هيوادو په ټلويزونو کي نه وه ليدل سوي .. داشاني خبري به که پخوا سي ان ان، يا بي بي سي کولې ددې هيوادو خلکو و هغه ته د شک په سترګه کتل خو داچي نن هماغه خبري د قطر غوندي ليبراله يوه عربي هيواد په نامه د الجزيرې لخوا ورته کيږي په هغه لږ شاني باور کوي .

د ۲۰۰۱ کال په جنوري کي الجزيرې د لومړي ځل د پاره يوه مغزنه په عربي ژبه انټرنيټي خبري پاڼه ALjazeera.net هم و پرانستل . دغه پاڼه اوس څه ناڅه ۲۰۰ میلیونه ليدونکي لري .

الجزيره د خپل اوږدمهاله اقداماتو په لړ کي په نظر کي درلودل چي د عربي نړۍ خبرونه د مينځني ختيځ د نظره و بهرنۍ نړۍ ته ورسوي . په همدې خاطر د الجزيرې انګريزي ماهواره اي شبکه «www.Aljazeera.net/English» د ۲۰۰۶ کال دنوامبر په ۱۵ مه په انګليسي ژبه خپلي خبري او د روانو چارو برنامې شروع کړې . ددې شبکې برنامې د هغه سټډيوګانو څخه خپرې سوې او دوام لري چي لا پخوا په دوحه، کوالالامپور، لندن او واشنګټن کي ځای پر ځای سوي وې . ددې نه علاوه په دېرشو نورو هيوادو کي هم خپلي نمايندګۍ لري . ددې شبکې دانګليسي ژبي خپروني اوس په امريکا، اروپا، افريقا او د جنوب شرقي اسیا و څه ناڅه ۲۰۰ ميليونو کورنيو ته رسيږي . دغه ټلويوزوني ماهواره ای شبکه ډير ژر د منځني ختيځ د بحرانو په منځ کي و چټک شهرت ته ورسېده .

الجزيره ددې خبري پروګرام نه علاوه نور زیات خاص ټلويزوني کانالونه د خپلو خپرونو د پاره هم فعاله کړي دي . مثلاٌ د انګلیسي ژبي کانال، د الجزيره مستند يا ډاکومينټري کانال، د الجزیره ورزشي کانال، په عربي ژبه يو بل ورزشي کانال، الجزيره لايف ( ژوندی ) چي د يوې مهمي پيښي يا جلسې څخه بې سانسوره راساً خپروني خپروي، د کوچنيانو د پاره يو ټلويوزوني کانال ، دغه شبکه په نظر کي لري چي د موسيقي يو کانال او يوه نړۍ واله ورځپاڼه هم را وباسي . د الجزيره ددغه پورته کانالو نه علاوه، الجزیره، په انګليسي او عربي ژبو د و يب پاڼو شبکې هم لري .

د ۲۰۰۵ کال په سپټامبر کي د امريکا پخوانی پوځي دريايي افسر ،جوش رشينګ Josh Rushing د « الجزيره ـ انګليسي» پروګرام لخوا چي دفتر يې په واشنګټن کي موقعيت لري، د خبريال په توګه په کار وګمارل سو . جوش رشينګ د تکزاس د پوهنتون څخه د لرغوني تاريخ او کلاسيکو مدنيتو په رشته کي ليسانس لري . نوموړی د هاليووډ د پوځي فلم جوړولو مشاور او همدارنګه د «JAG» د ټلویزوني برنامو همکار وو . د عراق د جګړې د پيل نه لا مخکي پوځي افسر جوش شينګ او د هغه يو بل ملګری د قطر په دوحه کي دمتحده ايالاتود مرکزي قوماندې په نهاد يا سنټ کام کي ( CENTCOM ـ U.S. Central Command ) په کار ګمارل سوی وو . نوموړي بيا را وروسته (۲۰۰۳) دهمدې قومندانۍ د« کنټرول په اتاق» کي د مستنده برنامو د پاره کار کاوه . په دوحه کي د سنټکام مرکز ،په مينځني ختيځ کي د سوډانه څخه را نيولې تر قزاقستانه پوري او همدارنګه د ايران، عراق او افغانستان د ټولو نظامي فعاليتو مسؤليت په غاړه لري .

دلته عين په هغه وخت کي هم دغه پوښتنه را پورته سوه چي څرنګه د امريکا يو متقاعده دريايي پوځي افسر پسله ۱۴ کالوپوځي خدمت نه، د الجزیرې شبکه هغه د خبريال په حيث جذبوي ، هغه شبکه چي يو وختي هغې ته د ټروریستي شبکې نوم ور کول کېده؟ جوش رشينګ په راوروسته کي د Mission: Al-Jazeera په نوم يوکتاب و ليکه . دغه کتاب د الجزيرې د راتلونکې په هکله ډيري پوښتني را پورته کړې . په دې کتاب کي نوموړي د الجزيرې په هکله خپل خوشبينانه نظر بيان کړی دئ، او امريکا ته وايي چي څرنګه په دې سيمه کي بايد «يو اطلاعاتي پل جوړ سي » .!

د بلي خوا د الجزيرې د ټلويزوني شبکې د محبوبيت اصلي وجه داهم ده چي په خپلو خپرونو کي و خپلو عربي او بهرنيو مخاطبانوته داسي موضوعګاني او خبرونه وړاندي کوي چي د هغوی و زړه ته نيژدې موضوعګاني وي ، اوزياتره يې د هغو په اړه پخوا څه نه وه اورېدلي . مثلاً د ښځو حقونه، د قرآن د آياتو په باره کي بحثونه او تحليلونه اويا د منځني ختيځ دسياسي سټراتيژۍ په هکله خبري ، يا مثلاً د فلسطینيانوددوهمي انتفاضيې خبرونه، د عراق او افغانستان د جګړې سره او تازه خبرونه، يا د بن لاډن ويډويي فلمونه . داسي نور بېلابېل تصويري خبرونه چي په عربي رسنيو کي يې ساری نه وو ليدل سوی . يا لکه د يوه زخمي فلیسطيني کوچني ماشوم تصوير چي د اسرائيلي سرتيري لخوا په مرمۍ ويشتل سوی او د پلار پر زنګانه باندي سا ورکوي . يا دحزب الله د مشر ، سید حسن نصر الله سره مصاحبه، دا ټول داسي څه دي چي پخوا بل عربي هيواد نه وې خپرې کړي يا يې نه خپرول . دې ټولو و الجزيرې ته ځانګړی اعتبار ور کړی دئ .

د الجزيرې د ټلوېزوني شبکې دغه شاني اثرناکه ميتوډ د مينځني ختيځ زياتره دولتي ټلوېزونونه دې ته اړ کړل چي د رقابت په عرصه کي خپلي خبري اوتحليلي شېوې اصلاح کړي او حتی ځيني عربي دولتونه لا دېته اړ سول چي په رسنيو باندي د خپل کنټرول يوه برخه را کمه کړي . الجزيره په دې توانېدلې ده د عربي ژبي په هيوادونو کي د عادي خلکو سياسي پوهه لوړه او د عربي نړۍ په هکله د هغوی سياسي معلومات زيات کړي . داسي لا هم سوي دي چي الجزيرې د خپلي د ژبي صراحت او جنجالي ګزارشونه په وجه په غربي او عربي هيوادو کي د الجزيرې په مقابل کي زياتي کرکي او حساسیتونه را پارولي دي ، د الجزيرې دفترونه څو واره په مختلفو هيوادو کي تړل سوي او يا ځينو هيوادو خپل ډيپلو ماټان د ځينو ګزارشو په خاطر احضار کړي دي . دغه شبکه د هري بلي غير اسرائيلي شبکې څخه ماسېوا و خپلو برنامو ته اسرائيلي مېلمانه را بللي دي .

داسي هم ګزارش ورکړل سوی وو چي په عراق کي د القاعدې پخوانی مقتول مشر ابو مصعب الزرقاوي و الجزيرې ته په يوه انټرنټي پيغام کي هغې ته « د امريکا تبليغاتي ډنډورچي » لقب ورکړی وو . خو الجزيره دا خبره ردکړې او وايي چي دا شبکه د ټولو ده، او ادعاکوي چي په منځني ختيځ کي يوازنۍ ټلويوزوني شبکه ده چي له سياسي پلوه بې طرفه ده . خو ددې ټولو مثبتو اړخو سره سره دا خبره پر خپل ځای پاتې ده چي ټوله ډله ائزه رسنۍ او ټلويوزوني شبکې د دې خبري په پام کي نيولو سره چي د چا په ملکيت کي ده، يو شاني سياسي خط او خپل هدفونه تعقيبوي . ځيني موضوع ګاني برجسته کوي او ځيني بيا مخ ځني اړوي بې ارزښته کوي يې . الجزيره هم ددې قاعدې څخه مستثنا نه ده . بي بي سي هم دغه لاره وهي ، مثلاً هغوی چي و غواړي د ځينو کسانو سره مصاحبه وکړي نو کوي يې خو د ځينو سره چي ضروري هم وي بيا يې نه کوي . په عربي نړۍ کي الجزيره يوازنۍ عربي ټلويزوني شبکه ده چي په اسرائيلو کي دائيمي خبريال لري او د اسرائيلي چارواکو لکه شيمون پريز او آريل شاروون سره يې مصاحبې کړي دي، حال داچي دغه شاني کار تر اوسه د عربي نړۍ په بل هيڅ هيواد کي نه وو سوی .

د الجزيره ټلويزوني خبري شبکه چي و ډيرو ته لا اوس هم يوه معما ده، د قطر د بهرنيو چارو د وزارت تر مستقيم نظارت لاندي فعاليت کوي، خو د خپل ځان د پاره يې يوه نړۍ واله اداره جوړه کړېده چي لاتر اوسه پوري د هغه په باره کي زيات څه ويل کيږي او زيات څه ليکل سوي دي . دغه شبکه اوس څه ناڅه په خپل مرکزي دفتر دوحه کي ۱۰۰۰ تنه کاري نيرو لري او د نړۍ په مختلفو هيوادو کي يې۳۰ دفترونه فعاله دي چي څه کم ۲۰۰ تنه مسلکي مامورين کار پکښې کوي . دغه شبکه نن سبا د منځني ختيځ او عربي هيوادو نه علاوه تقريباً د ټولي نړۍ څخه تصويري خبرونه او ګزارشونه وړاندي کوي .
مأخذونه: زما شخصي ياداښتونه او دغه لاندي منابع؛

http://en.wikipedia.org/wiki/AL-Jazeera
http://www.allied-media.com/ALjazeera/
http://english.aljazeera.net/NR/exeres/‌٥D7F956E-6B52-46D9-8D17-448856DolCDB.htm
http://en.wikipedia.org/wiki/Aljazeera
http://en.wikipedia.org/wiki/Qatar
http://www.americamagazine.org/content/article.cfm?article_id=10161
http://en.wikipedia.org/wiki/Josh_Rushing
http://www.palgrave-usa.com/catalog/product.aspx?isbn=1403979057

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x