افغانستان

افغانۍ ښخینه افسرې بهرنی مشاور وژلی دی

افغانی افسرې امریکایی وژلی دینن ټکی آسیا: نن سهار په کابل کې د پولیسو په یوه مرکز کي یوې افغانۍ ښخينه افسرې یوه امریکايي مشاور په ډزو وواژه.

د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه ویل شوي چي پيښه نن سهار په کابل کی د یوې میرمني له خوا چي د پولیسو جامې یی په تن وې، را منځته شول، چي په ترڅ کې یو ملکي امریکایی مشاور وژل شوی دی.، او برید کونکي میرمن د پولیسو له خوا نیول شوی او د هغوی په توقیف کي ده.

د کابل د پولیسو چارواکي وايي چي برید کونکی یوه ۴۰ کلنه میرمن ده، او د پخوا څخه یې په پولیسو کي کار کوی، او په رتبه کي دوهمه ساتنمنه ده،

او د امنیه قومندان د جنس په برخه کي افسره وه، او هغه امریکايي مشاور چي وژل شوی، د هغه عمر پنځوس کلن دی، او د امنیه قومندانۍ د لوژیستیک په برخه کی کار کولو.

باید وویل شي چي دا لومړی ځل دی چي یوه میرمنه عسکره د بهرنیانو په خلاف داسي قدم پورته کوي، ددې تر مخه نارینه عسکرو پر بهرنیانو په ورته بریدونو کي زیات شمېر بهرني عسکر، مشاورین او فوځي روزونکي وژلي دي.

تر اوسه د پيښي اصلي لامل نه دی معلوم سوی، خو ځکه چی برید انتقامي بڼه لري، نو ځکه ګمان کیږي چي امریکايي مشاور به ددغي افسري سره څه توهینونکی تعامل کړی وي، چي په ترڅ کې د هغې د برید ښکار سو.

د یادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي په یوه نشر شوي راپور کي ویل شوي وه چي د افغانستان په ملي اردو او ملي پولیسو کي د ښځینه کارکونکو سره ښه چلند نه کیږي، د هغوی سره د تعصب نه ډکه رویه، زور زیاتی او غیر اخلاقي چلند کیږي، او ډیر وخت دغه میرمني د خپل هم منصبانو یا مشرانو له خوا د اغتصاب او جنسي تشدد سره هم مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x