نړۍ

د پاریس د بریدونو طراح وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د فرانسې په پلازمېنه پاریس کي د رواني اونۍ په لومړیو کې د خونړیو بریدونو طرحه کوونکی عبدالحمید اباعود د تېري ورځي په اوه ساعته عملیاتو کې وژل شوی دی.

فرانسوي چارواکو په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل چې د پاریس په شمالي څنډه سان دوني کې د تېري چهارشنبې ورځي په عملیاتو کې عبدالحمید اباعود د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی.

عبدالحمید اباعود د بلیجم مراکشي الاصله اوسیدونکی د پاریس د بریدونو اصلي طراح وو چې د سوریې څخه فرانسې ته تر تلو وروسته یې هلته بریدونه تنظیم کړل او نژدې ۱۳۰ تنه یې له امله ووژل شول.

په فرانسه کې تر بریدونو وروسته په اروپایي هیوادونو کې ویره خوره شوي، په ځینو هیوادونو کې د فوټبال دوستانه سیالی ځنډول شوي او په فرانسه کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الله یې دې شهادت قبول کړي. آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x