ننګرهار ته له پاکستان څخه د ريکشو په واردولو بنديز ولګېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې له پاکستان څخه يې ننګرهار ته د ريکشو په واردولو بنديز لګولی.

ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼې له مخې د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان ويلي چې د ننګرهار ښاريانو د يو شمېر ستونزو او په غير قانوني توګه له پاکستان او کندهار څخه يې د رکشو په واردولو بنديز لګولی دی.

د جلال اباد ښاروال وويل چې په اوس وخت کې په ننګرهار ښار کې نږدې ۱۶ زره ريکشې چليږي چې ورځ تر بلې زياتيږي او ستونزې پيدا کوي چې ددې ستونزې د له منځه وړلو له پاره مو د ننګرهار ولايت له مقام څخه هم دمرستې غوښتنه کړې.

بل لور ته د ننګرهار د چاپيريال ساتنې رئيس فضل الربي وويل چې په ښار کې د ګڼ شمېر رکشو د موجوديت له امله د ښار ترافيکي نظم هم ګډوډ شوی او د رکشو د لوګيو له امله يې د چاپيريال هوا هم ککړه کړې او ښاريان يې له پاکې هوا څخه محروم کړي دي چې له امله يې ګڼ خلک په ناروغيو اخته کړي دي.

همدا راز د ننګرهار والي سليم خان کندوزي ددغې ستونزې د حل له پاره دننګرهار د ګمرګ رئيس ته لارښوونه کړې چې له پاکستان څخه ننګرهار ته د رکشو په واردولو بنديز ولګوي او کلک مخنيوی يې وکړي.

کندوزي همدا راز د ننګرهار د امنيه قومندانۍ، د ولايت مقام، ترانسپورت، ښاروالۍ او د ولايتي شورا دغړيو او استازوڅخه يو کميسيون هم جوړ کړ تر څو په ننګرهار کې له دې وروسته د ريکشو شمير زيات نه شي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې ځينې فابريکو او شرکتونو په کار پيل کړی دی او د ريکشو د جوړلو چارې په ننګرهار کې چې انجنونه يې له نورو هېوادونو څخه راځي په نسبتاً ښه او معياري ډول جوړيږي خو ريکشه چلوونکي وايي چې د افغانستان خود ساخته رکشې رښتيا هم ښې دي خو د بيعې د لوړوالي له امله دوی نه شي کولای چې دغه ريکشې واخلي او مزدوري پرې وکړي.

په افغانستان کې دوه ډوله ريکشې چې يوه يې سټيرنګي او بله يې زرنجي بلل کيږي په يوه وخت ۶ تنه سپرلۍ وړلی شي په داسې حال کې چې پاکستانۍ ريکشې په يوه وخت کې ۳ تنه وړلی شي..

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د