دیني، سیرت او تاریخ

د رسول الله صلی الله عليه وسلم نصيحتونه – لومړۍ برخه

معاذ بن جبل رضي الله عنه ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم نصيحتونه

حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د لسو خبرو لارښوونه وکړه:

  1. له الله جل جلاله سره شريک مه نيسه، که څه هم ووژل شې يا وسوزول شې.
  2. هیڅکله د خپل مور او پلار سرغړونه مه کوه، که څه هم درته ووايي چې خپل مېرمن، کور او شتمني پرېږده او له کوره ووځه.
  3. هيڅکله فرض لمونځ قصداً مه پرېږده؛ ځکه څوک چې فرض لمونځ قصداً پرېږدي، هغه د الله جل جلاله له ذمه وارۍ خلاص شي.
  4. شراب هيڅکله مه څښه، ځکه هغه د بې حيايۍ ريښه ده.
  5. له ګناه نه ځان ساته؛ ځکه چې الله جل جلاله پرې خفه کېږي.
  6. د جګړې له ډګره مه تښته، که څه هم نور خلګ ووژل شي.
  7. کله چې په يو ځای کې خلګ د هيضې (اوبا)  په ناروغۍ اخته شي او ته هملته يې؛ نو له هغه ځايه مه تښته.
  8. د هغه چا نفقه او لګښت چې پر تا لازمه ده، پر هغوی ښه لګښت کوه.
  9. او د اد ب په زده کړه کې يې، سوټی له اوږې مه ښکته کوه.
  10. او هغوی د الله جل جلاله د قوانينو او احکامو په اړه ډاروه.   (1)

د پورتني حديث تشرېح

په پورتني حديث شريف کې وړاندې يادونه وشوه چې اولاد بايد هيڅلکه د خپل مور او پلار نه سرغړونه ونه کړي، که څه هم هغوی ورته ووايي چې خپل مېرمن، کور او شتمني پرېږده او له کوره ووځه،  دلته د مور او پلار  په درناوي ټينګار شوی دی؛ خو مور او پلار هم بايد خپل دغه مسووليت ته پاملرنه وکړي؛ څو بېځایه او ناحقه خپل اولاد ونه رټي.

بله دغه يادونه وشوه که چېرې په يوه کلي کې خلګ د هيضې په ناروغۍ اخته شي، او ته هملته يې؛ نو له هغه ځايه مه تښته، دا دې لپاره که روغ خلګ وتښتي؛ نو مړي به څوک ګور او کفن کوي، بله عقيدوي خبره ده، که څوک په تقدير باندې ایمان لري؛ نو څه اړتیا ده چې له مرګه تښته کوي، مرګ له خپلې نېټې وړاندې نه راځي.

وروستني درې نصيحتونه د اولاد د روزنې په اړه دي، يعنې د اودلاد په روزنه کې بايد دومره پاملرنه وشي، چې تل يې د الله جل جلاله ډار په زړه کې وي، او دومره نرمي هم بايد ورسره ونه شي چې هغوی بې ادبه او د الله جل جلاله له وېرې بې پروا شي.

عبدالله بن عمررضي الله عنهما ته د رسول الله صلی الله عليه وسلمنصحيتونه

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له اوږې ونيولم او وې ويل: ( په دنيا کې داسې واوسېږه لکه يو لاروی چې چېرې تم شي، او يا داسې لکه يو لاروی چې پر لار تېرېږي.)

له دې وروسته عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د دغه حديث په تشريح کې وويل: ( کله چې ماښام شي د سهار انتظار مه کوئ او چې سهار شي د ماښام انتظار مه کوئ، له ناروغۍ وړاندې روغتيا غنيمت وګڼئ او ښه کړنه ترسره کړئ، او ژوند له مرګه وړاندې غنيمت وګڼئ او په ښو کړنو کې يې ولګوئ. (1)

   په ورته بل روايت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: (خپل ځان په مړو کې شمېر کړئ)(2)

د دويم روايت معنا دا ده چې مرګ بايد تل دومره نږدې وګڼئ چې هر وخت دا فکر درسره وي چې اوس به مرګ راځي او اوس به مرګ راځي،ځکه چې دا معلومه نه ده مرګ کله راځي؛ نو څومره چې شونې وي ښه کړنې بايد ترسره وشي،  ژوند بايد په اخروي چارو کې ولګول شي.

يو صحابي ته د رسول الله صلی الله عليه وسلملارښوونه

عبدالله بن بسر رضي الله عنه روايت کوي وايي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته يو کس وويل: (ای د الله جل جلاله رسوله! په اسلام کې ډېر کارونه دي چې زه يې بايد وکړم؛ خو ماته يو داسې کار وښيه چې د هغو په کولو سره (وژغورل شم او الله جل جلاله ته نږدې شم)) رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: (ژبه دې تل د الله جل جلاله په ياد تازه ساته.)(3)



(1)في المشکاة عن معاذ رضي الله عنه من غیر انتساب، و اخرجه الامام احمد فی المسند (۵/۲۳۲) في مسند معاذ بن جبل رضي الله عنه.

(1)مشکاة المصابيح (۱۳۹ مخ)

(2)مشکاة المصابيح (۱۳۹ مخ)

(3)مشکاة الصابيح (۱۹۸ مخ)

 

——————–

ليکنه: مولانا عاشق الهي بلند شهري رحمه الله / ژباړه: جمعه خان نايل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x