نظــر

د پولیسو وياړلی میرمن نن د قهرمانی ملالی میوند نوم وګاټه

د هر ملت تاریخ او د هغو د پخوانو کړنی او لارښودنی دهغه ملت د راتلونکی نسلونو د پاره د عبرت او غیرت زده کړه وی ، که د هغه ملت پخوانو د خپلی خپلواکی ، د ناموس ، دین ، خاوری او خپلو خلکو په ساتنه کی یی بی ساری قربانی ورکړی وی کوم چه د هغه قوم اولنی اولیتونه او مسولیتونه دی، نور وروستنی مسولیتونه هم په بریالیتوب تر سره کولی شی اود هغه ملت وروستنی نسل د خپلو پلرونو په قدمونو قدمونه ږدی او د هغو پخوانی ویاړنی ژوندی ساتی او ددغه قوم او ملت راتلونکی نسل به تل په هوساینه او سوله کی ژوند کوی او راتلونکی نسل به یی ویاړلی تاریخ او تضمین شوی خپلواکی لری لکه مونږ افغانان چه د احمدشاه بابا ، میرویس نیکه ، د میوند ملالی او نورو په شان ویاړلی مشران او مشرانی په تاریخ کی لرو .

او که برخلاف هغه قوم ویاړلی اوږد تاریخ نه لری او یا پخوانی مشران یی لکه د شاه شجاع ، ببرک او کرزی په شان د نورو لاسپوڅی او غلامان تیر شوی وی نو د هغو وروستنی نسل به هم د خپلو پلرو په شان په خپله خوښه د نورو غلامی ته سر ټیټوی او زمونږ د خاوری او ناموس په پلورلو کی به په ډیره لږه بیه هر ډول کرغیړنی ژمنی تر سره او امضا کوی . او د هغه ملت راتلونکی به شرمیدلی او کرغیړنه وی
هو مونږ دا هم منو چه په نړی کی به داسی قومونه کم پیدا شی چه پخوانی یی ټول د ویاړلو وړ وی ځینی پکی د غیرت ، شهامت او ایمان ټوټه اوځینی پکی بیا داسی وی چه خلک د هغو له نومونو او کړنو څخه بیزاره او کرکه لری.د تاریخ لیکنی هم د زوراورو په ګټه او خوښه وی خو وروستی نسلونه ورباندی قضاوت کوی مجاهد او صالح مشرانو ته لکه د صلاح الدین مقام ورکوی، بی وجدانه وطن او ناموس پلورنکو ته د ملی خاینینو او د بارنو د لاس پوڅو نوم ورکوی لکه شاه شجاع ، کارمل او کرزی .
زمونږ ویاړلی هیواد ( سره ددی چه په ځینو دورو کی به یی ځینی خرملی او خرزی درلود) څو زره کلن ښکلی زرین او غیرتی تاریخ لری مونږ ډیر ویاړلی شخصیتونه لرو خو له بده مرغه څه خرملی او خرزی هم لرو. په مجموعی ډول زمونږ ملت د شهامت او غیرت ، اخلاص او صداقت ، ناموس او میلمه پالنه ، اسلام او افغانیت پالنه، جهاد او ایمان لرولو کی تر ټولو قومونو او ملتونو اولیت او لمړیتوب لری ، ټوله نړی ورته ( د ظالمانو او د نړی د زوراورو مقبره وایی ) . که څو کلونه مخکی د چنګیزیانو ، مقدونیانو او انګریزانو د پاره هدیره وه ، خو څو نور کلونه وروسته د روسانو د پرله پسی وژنو ځای وو ، که د ټولو زوراورو قدرتونو دخخولو نومونه چه زمونږ په خاوره کی خخ شوی یادوو په دی لیکنه کی ممکن نه دی خو هغه چه زمونږ په وخت او زمونږ د سترګو لیدلی حال به درته ووایم : هغه پرون د روسانو د قدرت جنازه وه چه پورته شوه او مونږ یی فاتحه واخستله ، یوه جنازه هم نه وه د( ۲۲) کمونستی ملکونو جنازی ورسره یوځای وی . ویل کیده به چه روسانو پښه لکه د فیل لویه پښه ده چه له کیښودو وروسته یی څوک د لری کولو طاقت نه لری او دا خبره تر ډیری کچی سمه او محسوسه وه چه لویدیز د امریکا په مشری د کمونستانو له ویری په زمکه کی د مقاومت توان له لاسه ورکړی وو په اسمانو کی د پناه د پیداکیدواو اخستو په هڅو کی وو ، خو مونږ بی وزلو او بی وسلو افغانانو د ایمان ، اسلام او افغانی غیرت او شهامت په زور روسانو او کمونیزم ته داسی نه هیرودنکی ماتی ورکړه چه زمونږ د ماتی ورکولو په خاطر د برلین تاریځی دیوال د تل دپاره د پاره په زمکه پریووت ، شرقی اروپا، منڅنی اسیا او په نړی کی نور نزدی لری کمونستی ملکونه یود بل پسی ازاد شول او حتی روسان هم دکمونیزم له ملوثتیا وژغورل شو او د شوروی نوم په روسیه بدل شو او هغه منحوسه کمونستی فلسفه یوه تاریخی افسانه او بشری تاریخ کی کرغیړنه پاڼه شوه او د موزیم برخه شوه . او نن د دیموکراسی د ملحدی فلسفی لاندی د ۴۸ سرمایدار پرمخ تللی هیوادونو چه په ډیر غرور او وحشت یی زمونږ د ګران هیواد په حریم تجاوز او ناروا حمله وکړه ، د دیموکراسی پلیدی فلسفی پلویانو هم لکه د کمونستی فلسفی د پلویانو په شان زمونږ د ګران هیواد سیاسی قدرت هم ترلاسه کړو او لکه روسانو چه خرمل په خره سپور رامخکی کړی وو دوی خرزوی په خره سپور زمونږ ملک ته راووست او نه یواځی خرزوی بلکه د هغه ټول مفسد او بی کفایته ټیم د ملی او بین لمللی مافیه غړی وو . خو سره ددی زمونږ مجاهدینو ورته لکه د روسانو په شان د سر په کوپړی کی او به ورکړی ، او د ماتی په درشل کی دی ، نن صبا کی به د دوی د زوراو قدرت جنازی پورته کیږی انشالله مونږ به ددی قدرت د ماتولو فاتحه په سمه او غرونو کی هم واخلو.
زمونږ د ګران هیواد له اشغالولو وروسته ، اشغلګرو زمونږ د اولس له بی وزلی او غریبی هم ګټه واخسته اوزمونږ خپل خلک( د غریبی د مجبوریو له امله) زمونږ د خپلو خلکو د وژنو ، زپلو ، سپکولو او توهینولو د پاره د تش په نامه ملی امنیت ، ملی اردو او ملی پولیسو کی استخدام کړل تر څو له یوی خوا زمونږ خلک په خپلو کی سره دشمن او یو بل ووژنی ،دجهاد روحیه به هم نور شتون نه لری . او د بلی خوا به د اشغلګرو مالی او جانی تلفات راښکته شی یواځی وسلی ، وسیلی او روپی به یی کار کوی لکه د روسانو وخت کی چه دوی د روسانو مقابل کی یواځی ډالری او وسلی کارولی او مجاهدین یی استخدام کړی وو(چه اوس ورته سوړ جنګ وایی ) .
د استعمار پلانونه ډیر منظم او اوږده وی دوی ددی استخدامولو د پاره اول هیواد کی طبقاتی نظام رامنځته کړو چه یوه برخه خلک یی میلونران او بیلونران کړل او نور نهه نوی برخی خلک یی غریب او ناداره پریښودل دومره غریب او ناداره چه که دغه امنیت ، اردو او پولیسو ته رانشی ددوی کورنی له لوږی مری او اشغلګرو خپله اردو هم د همدی غریبی په بنسټ جوړه کړی ده ( چه د افغانستان غریب اولس د امریکا او اروپا په غریبانو وژنی ) .
زمونږ با شهامته او غیرتی اولس د لوږی او غریبیو له امله د دوی دا ننګینه دنده قبوله کړی ده، زمونږ عسکر ، زمونږ پولیس او زمونږ د امنیت عسکر په دی پوهیږی چه( ملی ، ملی اوملی ) په دی معنی نه دی چه د اشغلګرو د اشغال د اږدولو او ساتلو د پاره خپل خلک ووژنی برخلاف ملی بودن په دی معنی چه خپل خلک ، خپله خاوره ، ناموس ، ځپلواکی ، خپل ملی او دینی مقدسات او خپل خلک د اشغلګرو د تهاجم او وحشت په مقابل کی خوندی او وژغوری نو زمونږ ډیر دغه په امنیت ، اردو او پولیسو کی استخدام شوی ورونه په دی باور لری چه د دوی امنیت ، اردو او پولیس لا تراوسه ملی شوی نه دی( د ملی کیدو په حالت کی دی) ، تاسی د ملی امنیت په ریس باندی حمله چه د امنیت ملی د ریس معاون یی ورباند ځان قربانی کړو نو هغه دملی امنیت د ( ملی ) معنی هیوادوالو او نړیوالو ته ثابته کړه چه هغه په رشتینی دملی امنیت معاون وو او د ملت دامنیت دپاره یی ځان قربانی اود شهادت لوړ مقام ته ورساوه . تاسی د ملی اردو د ډیرو حملو عینی شاهدان یاست ، چه تر اوسه یی په سوونو اشغلګرو د مرګ میلمانه کړل او همدارنګه د پولیسو ځینو قهرمانانو عملی مثالونه پریښودل چه بهترین مثال یی نن د هغه مجاهدی خور قربانی ، شهامت او غیرت وو چه خپلو نورو افغانی غیرتی ورونو او خویندو ته یی په میراث پریښودو دغه قهرمانی دنورو د ازادولو د پاره د پولیسی پرځای د زندان توری خونی قبولی کړی او لا به د شهادت لوړ مقام وګټی . مونږ منو چه اشغلګرو او لاسپوڅو ته دغه قهرمانه مجاهده خور په مرګ شمیرل شوی ده ، څه شکنجی او بی عزتی به ورسره نه ترسره کیږی( خو دهغی معنوی او اخروی ژوند ښکلی شو) او دا بیا زمونږ د ځوانانو کار دی چه ددغه مجاهدی قهرمانی ملالی په دغه مړانه ننګ کوو که نه ؟ او ددغه مجاهدی ملالی په شکنجو او وحشی درنده حیواناتو حملو کوم غیرت او افغانیت ښکاره کوو که نه ، او د هغی انتقام به څوک اخلی او که نه ؟ شک یی مه ګڼی مونږ دا ډول ورونه ډیر لرو .
ددی خور چه هر نوم وی ، خو زما له خوا ورته د( ملالی میوند ) لقب ورکړی شو ، دی ویاړلی خور دا ویاړلی نوم په خپلو کړو او شکنجو په خپله تر لاسه کړو ، په رشتیا هم دا خور د میوند د قهرمانی ملالی د نوم مستحقه ده ( چه وایی که د زلموو نه پوره نه شوه افغانستانه یا پشتونستانه جینکی به دی ساتینه ) . نو که ددی کلونو په ملالی څوک ننګ نه کوی نو هغوی به بیا په خپل ناموس هم ننګ نه شی کولی د هغوی میرمنی باید خپلو مړونو ته ووایی چه تاسی میړونه نه یاست ستاسی نه د میوند ملالی خور څو واری ددی وړ ده چه د (افغانستان لور) وبلل شی .
له دی وروسته به اشغلګرو ته پته ولګیږی چه دوی د رشتینی زمرو په ملک حمله کړی ده ، دوی نه شی کولی چه زمری مهار کړی ، دا هسی په نوم زمری نه بلکه دوی ایمانی قوه لری د دوی د ایمانی قوی مقابل کی مادی قوه مقابله نه شی کولی ، دوی باور لری چه مرګ او ژوند د یوالله ج په لاس کی دی دوی د خپلو خلکو او د خپل خالق د رضا د پاره خپل ژوند وسیله ګڼی ، په رشتیا هم اشغلګرو د پاره دا شه ملک نه وو چه دوی ورباندی حمله وکړه ، دی ملک ته راننوتل اسان مګر وتل تری ناممکنه خبره ده( وایی چه میږی ته الله ج په قهر شی وزری یی کوی) دوی داسی قوم دی چه له دوستانو سره په دوستی کی مخلص او د دشمنانو سره په دشمنی کی رحم نه لری او ترهغی جنګیږی چه تر څو د دوی په بدن کی روح او وینه وی .
اوس هم د اشغلګرو د پاره دیر ناوخته نه دی چه ددی زړور او با شهامته او مجاهد ملت سره د دشمنی پر ځای جوړه وکړی نه ځان تباه او نه دا غیور ملت تباه کړی دوی به مړه کیږی ، دوی به زندانونو ته ځی ، دوی به هر ډول شکنجی تیروی خو یو شی چه د دوی غیرت او وجدان یی نه شی منلی هغه د دوی تسلیمی ده دوی دشمن ته نه تسلیمږی او نسلونه نسلونه به د حق او باطل دا جګړه ژوندی او جاری وساتی ، دا د الله ویش دی چه اسلام یی د عربو په وسطه د نړی ګوټ ګوټ ته ورسوو او په افغانانو اوس وخت کی اسلام ژوندی او پایداره ساتی د عربی نړی غورڅنګونه هم د افغانانو د نه ستړی کیدونکو مبارزو او جهاد نتیجه ده او بس او دا لړی به د ورڅ تر قیامته روانه وی انشالله الله ج فرمایی چه تاسی بریالی یاست که تاسی مومنان یاست ځو که استعمار ددی قهرمانه مجاهد اولس سره د سولی پرڅای جنګ خوښ کړی نو نه یواځی عربان ، بلکه تول مظلوم پشریت به یی په مقابل کی پاڅون وکړی او د غلامی ځنځیرونه به دانه وانه کړی او د زندانونو دروانی به ماتی کړی او د هم دوی وسلی به په دوی ورتشی کړی .

و من الله التوفیق

( الحاج استاد بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x