fbpx

د پنځو اسراييليانو له وژل کېدو وروسته د فلسطين حالات ترينګلي شول

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ل):وروسته له هغې چې د فلسطيني ځوانانو په بريدونو کې څلور اسراييليان ووژل شول او لس نور ټپيان شول، اسراييلي ناقانونه استوګنو لويديځه تراډه کې د فلسطينيانو پر مخ لويې لارې تړلي او پر لاره تېرېدونکو فلسطينيانو يې د بريدونو هڅه کړې ده.

فلسطيني رسنۍ وايي، چې اسراييلي ښکېلاکګرو لويديځه تراډه کې ګڼې څلور لارې د خلکو پر مخ تړلي او سيمې يې کلابندې کړي دي.

د فلسطين امنيتي سرچينې وايي، چې کېدای شي اسراييلي يرغلګر يو ځل بيا پر فلسطيني ولسي خلکو بريدونه پيل کړي.

مرګ ژوبله

لويدځه تراډه کې وروستی تاوتريخوالی وروسته له هغې پيل شو، چې يو فلسطيني ځوان د تل ابيب په يوه يهودي عبادت خونه کې دوه يهودان ووژل او يو يې ټپي کړ.

اسراييلي امنيتي ځواکونو دغه فلسطينی ځوان ونيو.

په يوه بله پېښه کې يو فلسطيني ځوان په اسراييلي ماشينګڼ پر درې اسراييلي موټرو ناتاره ډزې وکړې، چې له امله يې دوه اسراييليان ووژل شول او لس نور ټپيان شول.

دا پېښه د بيت لحم او الخليل سيمو تر منځ شوې ده.

د يادې پېښې پر مهال اسراييلي پوليسو د يو بل فلسطيني پر موټر ډزې وکړې، نوموړی يې په دې تور وواژه، چې دی به هم په دغه بريد کې برخه لري، مګر نوموړي له دې پېښې سره هېڅ تړاو نه درلود.

بل پلو د فلسطين روغتيا وزارت په خپل وروستي راپور کې وايي، چې د تېر اکتوبر له پيله د اسراييلي يرغلګرو په بريدونو کې ۹۱ فلسطينيان شهيدان شوي، چې اتلس يې ماشومان او څلور يې ښځې دي.

د فلسطين جهادي غورځنګ «حماس» وياند حسام بدران، حرکة الجهاد الاسلامي او نورو فلسطيني ډلو د فلسطيني ځوانانو دغه بريدونه ستايلي او زياتوي، چې له دې ښکاري، فلسطيني ولس له يرغلګرو سره سخت حساسيت لري او تل يې هڅه کړې، چې له اسراييلي يرغلګرو د خپلو بې دفاع ولسي خلکو غچ واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د