ننګرهار: چارواکو يو ځل بيا د کلدارو د مخنيوي طرحه جوړه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار والي وايي چې په دې ولايت کې يې د پاکستانۍ کالدارو د مخنيوي او د افغانيو د چلښت يوه منظمه طرحه جوړه کړې ده.

والي دغه څرګندونې د ولايت د اقتصادي کميسيون په غونډه کې وکړې او زياته يې کړه چې په دې ولايت کې يې د کالدارو د مخنيوي او د راکړې ورکړې او سوداګرۍ له پاره يې د افغانيو د چلښت له پاره په يوه منظمه طرحه کار پيل کړی دی.

نوموړي ددغه ولايت په بېلابېلو ادارو غږ کړې چې په دې هڅو کې دې ورسره همکاري وکړي، ترڅو په دې ولايت کې په بشپړه توګه په افغانيو راکړه ورکړه دود کړي، نوموړي ددې ترڅنګ د افغانستان د بانک ريئس او د ننګرهار مستوفي ته دنده سپارلې چې ددغې طرحې په جوړولو کې د ننګرهار ولايت له مقام سره مرسته وکړي او له رسنيو څخه يې وغوښتل ترڅو له دوی سره د عامه پوهاي په برخه کې مرسته وکړي.

د ننګرهار والي وويل چې د دوی د طرحې له بشپړېدو وروسته به په ټول ننګرهار کې ټولو سوداګريزو شرکتونو ته خبر ورکړی تر څو راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کړي.

د يادونې وړ ده چې د ننګرهار په ګډون له پاکستان سره په پوله پرتو ځينې نورو ولايتونو کې هم د افغانيو په ځای راکړه ورکړه او سوداګري په کالدارو کيږي، خو د اقتصادي چارو پوهان وايي چې په پرديو اسعارو راکړه ورکړه د هېواد او هېوادوالو په تاوان ده او په دې کې نه هيواوالو او نه هم دولت ته کومه ګټه رسيږي.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې هم ننګرهار کې په کالدارو د چلښت د مخنيوي له پاره اقدامات شوي وو خو کوم رنګ يې نه و راوړی، خو د نوې طرحې د عملي کېدو له پاره به وکتل شي چې څه کيږی؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د