نظــر

اروپا د نړيوالو جرمونو او ترهګرۍ مرکز دی

ليکوال: اوريا مقبول جان – پاکستانی ليکوال، شاعر او ژورنالېست

ژباړن: احمدالله احمدزی

له پنځلس کلنې مرګ ژوبلې، وحشي بمباريو، بريدونو او د لکونو انسانانو له وژلو وروسته د برتانيې پخواني لومړي وزير ټوني بلير وويل، چې عراق ته د پوځ پر لېږلو بښنه غواړي او په دې اړه دوی ته غلط معلومات ورکړای شوي وو.

امريکايي چارواکي هم داسې خبرې کوي او وايي، چې د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال د عراق امنيت ډېر خوندي او ډاډمن و.

د يوولسم سپټمبر په پېښه کې د اسامه بن لادن څومره لاس و، امريکايي چارواکو تر اوسه نړيوال په دې نه دي قانع کړي او په خپله امريکايانو هم تر اوسه دا سند نه دی موندلی، چې دغه پېښه کې د اسامه لاس و، مګر په ډېره بې رحمۍ يې پر بې وزله او بې دفاع افغانستان وحشي يرغل وکړ. د يوولسم سپتمبر له پېښې وروسته د نړۍ ټولو تش په نوم پوهانو د تلويزوني بحثونو موضوع افغانستان وه.

دغو پوهانو!! به ويل، چې افغانستان د ترهګرو ځاله ده، دا هېواد بايد له خاورو سره خاورې شي، سره له دې، چې د يوولسم سپټمبر عاملين يو هم د افغانستان نه و او نه يې دلته ژوند کړی و.

اوس هم د دغو مبصرينو، ژورنالېستانو او پوهانو په فکر کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او اوس هم وايي، چې منځني ختيځ کې د جهادي ډلو له امله د اروپا او امريکا با امنه ژوند له ګواښ سره مخ شوی او که دغه جهادي او اسلامي ډلې د نړۍ له مخې لرې شي، نو لويديځ به يو ځل بيا د سکون او ارام ساه واخلي. دا نو بيخي د نه منلو او حيرانتيا وړ منطق دی.

يو پلو ټوني بلير او امريکايي چارواکي په خپلو تېروتنو اعتراف کوي، که دوی پر عراق بريد نه وای کړی، نو داعش او نور جهادي ګوندونه به نه و.

د عربي چارو څارونکي وايي، چې عربي هېوادونو کې له ولسي پاڅونو وړاندې حالات راياد کړئ او د عرب پسرلي له راتلو وروسته دغه هېوادونه بېرته عادي حالت ته وګرځېدل، مګر کومو هېوادونو کې چې غربي هېوادونو مداخله کړې او خپل پوځيان يې ورلېږلي، دغه هېوادونه يې د جګړو په ډګر بدل کړل او د دوی له لاسه اوس د عراق، ليبيا، شام او افغانستان خلک د اور په لمبو کې ژوند کوي.

د دغو «ترهګرو» اصلي جرړه بېرته له اروپايي هېوادونو پيليږي؛ ځکه چې له ۲۳ اروپايي هېوادونو زرګونو ځوانان د داعش ليکو ته راغلي او په دې نيت راغلي، چې هلته به د خپلو هېوادونو له پوځيانو سره جنګيږي.

دغو ځوانانو اروپا کې کومه مدرسه لوستې، چې هلته يې جهادي درسونه او فکر ورکړی وي، ايا هلته هم شمالي وزيرستان و، چې پوځي روزنه يې کړي وي او يا نور جهادي ګوندونه هلته مرکزونه لري، چې دومره زرګونو ځوانان يې د داعش ليکو ته تيار کړل؟

دغو ځوانانو خو د اروپا په لوړو پوهنتونو کې زده‌کړې کړې وې او له داسې استادانو يې درسونه ويلي و، چې د سيکولرېزم معتقد وه او خپلو شاګردانو ته يې له مذهب سره د کرکې او نفرت درسونه ورکړي وه.

دغه ځوانان له اروپايي هېوادونو راووتل، عراق او شام ته ولاړل او هلته د داعش تر بېرغ لاندې د خپلو عسکرو پر ضد جنګيږي. اوس دا خبره کيږي، چې اوروپايي ځوانان عراق او شام کې د داعش ټول جنګي تکتيکونه زده کوي او دلته په اوروپا کې يې عملي کوي، چې مخنيوی يې هم ناشونی دی.

د پاريس له بريدونو يوه خبره روښانه شوه، چې اوروپايي چارواکي پوه شول، چې اوروپا کې د داعش يو قوي نېټ ورک ځای پر ځای شوی، چې بهرنۍ مرستې ته هم اړتيا نه لري. د پاريس اوسني بريدونه د بلجيم اوسېدونکو يوې منظمې ډلې د فرانسويانو په مرسته وکړ. د بلجيم حکومت په وينا ۴۹۴ اتباع د «ترهګرۍ» لپاره فعال دي او دوی کې ۲۷۲ تنه داعش سره جګړو لپاره هم تللي دي.

۱۳۴ يې بېرته راغلي، د ۷۵ کسانو په اړه ويل کيږي، چې هلته وژل شوي، اروپايي ځوانانو دغو هېوادونو کې په اسانه کلاشنکوفونه پيدا کړي او ټول ځوانان د کومانډيويي جګړو ماهرين دي او اوس دوی بايد دا خبره وکړي، چې دوی دا ټوله زده‌کړه په مدرسه کې نه دي کړي، بلکې دا ټول معلومات يې د انټرنيټ له لارې ترلاسه کړي دي.

دا ټول د خليفه ابراهيم په نوم د يو سړي ټيم دی او تر اوسه دومره معلومات تر لاسه شوي، چې د کوم اروپايي هېواد غړی دی. د فرانسې استخباراتي شکبې هڅې کوي، چې د ټولنيزو شبکو له لارې د اروپايي مجاهدينو فعاليتونه وڅاري.

په دغو کسانو کې عبدالماجد او ابو عمر المالکي په څېر ځوانان د اروپايي ټولنې توليد دی، د دوی په ژبې او کلتور کې رالوی شوي او په ټولنيزو رسنيو کې په خلاصه خوله خبرې کوي. دغه خلک څوک دي، چېرته دي، څه کوي او له کومه وخته دا فعاليتونه کوي، چې تر اوسه يې دوی ځواب نه دی موندلی.

اروپايان له دغو خلکو ويريږي؛ ځکه چې دغه ځوانان د همدې ټولنې خلک دي، دوی پوهيږي، چې کوم وخت کې، څنګه او پر چا بريد وکړي، له پوليسو ځانونه پټولی او په عامو خلکو کې ځان ورکولای شي.

څېړنيزې ادارې د خلکو له قوله وايي، چې بريدګر په مرسډيز بينس کې راغلي، مګر کامرو کې مرسډيز بيخي نه ښکاري. د دې معنا دا ده، چې دې خلکو ته د کامرو ځايونه معلوم دي. فرانسوي چارواکي وايي، چې موږ سره داسې معلومات شته، چې د دغه نېټ ورک پنځه تنه داسې هم شته، چې هر ځای هر وخت بريد کولای شي.

د اروپا ټولو هېوادونو کې زرګونو ځونان شته، چې د نظامي عملياتو هوډ لري. دغه خلک نه د طالبانو په څېر پګړۍ لري او نه هم پر اوږو راکټ لانچر لري، بلکې دا خلک خو د لوړو زده‌کړو خاوندان دي.

دغه خلک اروپايي لباس اغوندي، د دوی په ژبه خبرې کوي، په دوی کې داسې خلک هم شته، چې له اسلامي هېوادونو اروپا ته تللي او نوي مسلمان شوي اروپايان هم په کې شامل دي. په ډېر فکر او تدبر يې دا لاره غوره کړې ده. دا کارونه که څوک جذبې بولي او که له چارواکو د غچ اخيستو هوډ، مګر دا هر څه د اروپايي چارواکو د ظلمونو له امله شوي دي.

د پاريس وروستيو بريدونو په اړه که ووايو، چې دا بريد بلجيم کې طرحه شوی و او په دغو کې درې هغه وروڼه هم وو، چې د الجزاير هېواد دي. زه د الجزاير سوونو کاله پخواني تاريخ ته نه ځم، چې فرانسې پر دې هېواد يرغل کړی و، مګر څو لسيزې وړاندې ۱۹۹۱م کال کې، چې د الجزاير په دوو مرحلو کې اسلامپالو څرګند اکثريت تر لاسه کړ، نو دا خبره يقيني وه، چې دغه هېواد کې به دوی هلته اسلامي حکومت جوړوي، نو فرانسوي پوځيان الجزاير ته ننوتل، جنګي الوتکو يې بريدونه پيل کړل او لکونو خلک يې ووژل.

نړيوال نه په ديموکراتيکه توګه د اسلامي حکومت د قايمېدو زغم لري او نه هم د وسلې په زور.

اوس خبره دا ده، چې اروپا په خپله کورنۍ جګړه اخته ده او د همدې جګړې له امله به دا هېوادونه ويجاړيږي.

اوس هغه وختونه نه دي، چې څوک دې د يو هېواد لکونو خلک ووژني، هېواد دې ويجاړ کړي او بيا دې په يوه بښنه هر څه پای ته ورسوي.

اروپايي هېوادونه په خپلو لګېدلو اورونو کې سوځيږي، اوس دې دوی د خپلو هېوادونو اورونه مړه کړي، د هغو وسله والو مخالفينو سره دې مقاومت وکړي او بيا دې اسلامي هېوادونو ته د ترهګرۍ ضد جګړې امرونه کوي.

اروپايان دې دغو هېوادونو کې د ترهګرو د جنت خوند وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x