ادبي لیکني

غرمو وهلی دی تصوير د جانان تت ښکاري/ ایمل مړوند

دا اونوۍ ختیځ ادبي بهیر د ځوان شاعر فهیم رحیمزي په غزل کرکتنه وکړه او هغه ته يې نېکې مشورې ورکړې.ختیځ ادبي بهیر خپله ( ۲۳) مه اونیزه غونډه د ( ۱۳۹۱) کال د لیندۍ په (۲۸) مه نېټه د جلال اباد ښار د میودوتیک په انګړ کې د جمعې په مبارکه ورځ سهار نه بجې پیل او د غرمې تر ناوخته يې دوام وکړ.

دا پله د دریځ چارې قاري زیارمل سوکال سره وې او ګزارش ایمل مړوند لیکه. د مېلمنو پر څوکیو ښاعلی عبیدالله اغېز او جاوید شینا  ناست او د کوربه په توګه ورسره غزت الله ځواب ملګرتیا کوله .

غونډه محمود خزان د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیسته.

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو او ناستو ملګرو ټولو خوښ کړ.که څه هم په تېره غونډه کې ټاکل شوې وه، چې بختیار ساحل به خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کوي، خو د نوموړي د نشتون له امله  فهیم رحیمزي خپل غزل کرکتنې ته وړاندې کړ او ملګرو پرې ازاده کرکتنه وکړه. ښاعلي رحیمزي ته يې نیکې مشورې ورکړې او هغه ته يې د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د غزل مطلع داسې وه:

پټۍ ملهم ددې وطن په پرهرونو ږدمه

خود به زخمي زخمي لاسونه په ګلونو ږدمه

پر لومړي بیت د خبرو پیل عزت الله ځواب وکړ. وې ویل که څه هم مطلع خوږه او روانه ده خو داوړه نیم بیتي سره خپلو کې پخلا او همغږي نه  دي. ځواب ((زخمي لاسونه  په ګلونو باندې ايښودل)) سم ونه بلل.

خو ډاکتر خیروالله خیال بیا د غزل مطلع خوښه کړه او يې ویل (( سمبولونه د شعر ژبه ده او دلته کولی شو چې موږ د ګلونو نه د سمبول کار واخلو، نو زما په باور یو ښه تړاو يې پیدا کړی دی)).

ښاعلی اغېز هم د ځواب سره همغږی و او د نیم بیتو ترمنځ يې د تړاو کمزورۍ ته اشاره کوله.

ځینو نورو ملګرو بیا بیت روان او ساده وباله او خوښ يې کړ.

د غزل لومړی بیت داسې و:

بلا مودې وشوې چې خړې دوړې ناستې دي پرې

خوله يې تصوير ته د تندي په شنو خالونو ږدمه

ځواب د کافیې او ردیف له پلوه بیت خوښ کړ، خو د نیم بیتو ترمنځ کمزوری تړاو يې بیا یاد کړ.هغه وویل د دې بیت په ګډون ټول غزل ښه او روان دی، خو د تړاو ستونزه يې په اول بیت کې هم لیدل کیږي.هغه د تندي په خالونو  د خولې کېښول پر ځای خیال ونه باله.

خو ډاکټر خیال بیا په ګرد وهلي تصویر باندې شونډو کېښول د ډېرې زیاتې مینه نښه یاده کړه او بیت  يې ښه تصویري یاد کړ.

اغیز د تل په شان د ځواب پلوي وکړه او د ادبي فنون له مخې يې د نیم بیتو ترمنځ د کمزوري تړاو خبره یاده کړه.وې ویل یوه ښه تشبه او ښه ترکیب يې نه دی وړاندې کړی.

ایمل مړوند بیا په ګرد وهلي تصویر باندې د شونډو یا خولې کېښودل سم وبلل. هغه وویل دلته تصویر ګرد وهلی دی او دی له ډېرې مېنې نه د شونډو په سرونو ترېنه ګردونه څنډي.

د غزل دویم بیت په دې ډول و:

غرمو وهلی دی تصوير د جانان تت ښکاري

ګلابي رنګ ورته د شونډو په سرونو ږدمه

ځواب وویل: ډېر ښکلی او روان بیت دی که څه هم د تصویر کلیمه پکې تکراري ده، خو بیا هم ښکلی دی .

ډاکټر خیال هم بیت وستایه او زیاته يې کړه، چې د وچو شونډو خاپ په تصویر باندې ښه انځور دی.

د غزل دا بیت ټولو ملګرو خوښ او وې ستایه.

دریځ وال څلورم بیت ته لاړو چې داسې و:

د يو سپين سرې مور په زړه کې بلا ستړی ارمان

ګېډۍ د ګلو مې د مور په ارمانونو ږدمه

ډاکټر خیال وویل ښه بیت دی او د مور په ارمانانو د ګلونو ګیډې ایښودل یو ښه تړاو دی.

ځواب بیا د مور د کلیمې په اړه خبرې وکړې. وې ویل د مور کلیمه دومره خوږه او زړه راښکونکې ده، چې په هر څومره کمزوري بیت کې هم وکارول شي بیا هم خوږه لګیږي او خوند کوي.

دا بیت هم د ناستو ډېری ملګرو لخوا خوښ او وستایل شو.

د غزل پینځم بیت په دې ډول و:

يوه د عشق لمبه مې ځان لره جذبۍ ملګرو

ځکه پتنګ غوندې وزرې په اورونو ږدمه

ډاکټر خیال وویل بیت روانیت لري خو د پتګ، شمعې او داسې نورې کلیمې د پخوانه راپاتې تکراري او سولیدلې کلیمې دي، چې تر دې وړاندې هم ډېرو کسانو یادې کړي دي.

هغه زیاته کړه زه نه وایمه چې څوک دې اوس نه کاروي، خو هڅه دې وشي چې په نوي رنګ او خوند کې وکارول شي.

د نوموړي په وینا که چېرته تکراري کلیمې هم په نوي ډول وکارول شي، نو خوږې لګیږي او د شعر خوند او رنګ زیاتوي.

د غزل ورستی بیت یا مقطع داسې وه:

د مينې ژوند له خونده ډک دی شته دي ډېرې کيسې

بس رحيمزيه غټې ګټې په غمونو ږدمه

ځواب وویل ښه بیت دی او حالاتو ته پکې اشاره شوې ده، شاعر خپل جانان ته وايي، چې یاره غمونه خو هسې هم نه حلاصیږي راځه چې یو شیبه د مینې کیسې هم وکړو او په غمونو غټه تیږه ېږدو.

تر ځواب ورسته د دریځوال لخوا ډاکټر خیروالله خیال د ټول غزل د ارزونې په موخه دریځ ته ووبلل شو.

نوموړي په ټوله کې غزل خوښ او وستایه خو بیا يې هم په نوښت ټینګار وکړ. خیال رحیمزي ته د لا بریالیتوب دوعا وکړه او ځوانانو شاعرانو ته يې د مطالعې او مشاعدې کولو لارښونه و کړه.

په پای کې د شعر شاعر دریځ ته وبلل شو.رحیمزي د ټولو دوستانو نه مننه وکړه او ختيځ ادبي بهیر يې د ځان او د نورو هغه کسانو لپاره چې لیک لوست نه شي کولی یو روزنیز مرکز یاد کړ.هغه وویل نن يې د خپل شعر په اړه ډېر داسې څه واوریدل چې په راتلونکې کې به ترېنه په خپله شاعرۍ کې ډېره ګته واخلي.

د غزل تر ارزونې ورسته یوه ازاده مشاعره وشوه، چې دغو راغلو ښاغلو پکې خپل شعرونه وویل:

محمود خزان، عبدالهادي دریځ، عزت الله ځواب، خالد ټکان، حضرت یوسف یوسفزي، ډاکتر بشیر احمد پرهر، احمد جمال جمال، احسان الله افکار، ایمل مړوند، رحمت الله زیارمل، ضیاالدین همت مل، بازمحمد عابد، امین الله ملاخېل، شکرالله قلندري، استاد غلام سرور حقیار، حاجي مطيع الله مراد، ناصر مومند، فهیم رحمیزي، اخلاص وطن یار، صداقت غورځنګ، داود عربزي، انجینر زیارمل سوکال،ا نجینر ستانه میر زهیر شینواری، استاد شېر حسن کمالزی، عبدالعزیز شجاع، دوست محمد دوست، شفیق الله مصور، جلال الدین جمال او حضرت الله لمرین.

تر مشاعرې ورسته د غونډې مشر مېلمه اغیز دریځ ته وبلل شو، نومړي خوښي څرګنده کړه چې د ختیځ ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې د ګډون ویاړ لري او د بهیر غونډې يې د ادب په پرمختګ او د ځوانانو په روزنه کې خورا اغېزمنې یادې کړې.

راتلونکې غونډې نه سید هدایت الله شیدا ژمنه وکړه، چې خپله نثري لیکنه به کرکتنې ته وړاندې کوي.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x