خبرونه

عبداللطيف پدرام: ګډ حکومت په افغانستان کې ستونزې زياتې کړي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړی او د ګډ حکومت د اپوزيسيون مشر عبداللطيف پدرام وايي چې دولت د خپلو ژمنو پرخلاف عمل کوي چې له امله يې په افغانستان کې خلکو ته ستونزې زياتې کړي دي.

د ولسي جرګې غړي عبدالطیف پدرام چې د یاد اپوزيسیون په استازیتوب یې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال د افغان حکومت پر مشرانو انتقاد وکړ او ویې ویل چې حکومت د خپلو ژمنو خلاف عمل کړی او په هېواد کې یې ستونزي زیاتي کړي دي.

پدرام چې د اپوزيسيون او د ګوند له موقفه يې خبرې کولې وويل چې حکومت د سولې د راوستو له پاره رښتينی نه دی او په سمه توګه د افغانستان د خلکو اړتياوو ته پاملرنه نه کوي.

هغه وويل چې د ګډ حکومت له جوړېدو وروسته د افغانستان په ټولو برخو کې حالات له يوې مخې په خرابېدو دی چې لا هم دوام کوي.

پدرام په افغانستان کې د ناامنۍ زياتوالی، بې کاري، اداري فساد، د مخدره موادو کښت او قاچاق، او له هېواد څخه د ځوانانو د وتلو او خارجي هېوادونو ته د تګ خبره وکړه چې په وينا يې دا ټول د دولت د ناکامۍ عوامل دي.

پدرام چې د حکومت يوه يوه نيمګړتيا يې يادوله زياته کړه چې د ګډ حکومت له جوړېدو وروسته نه هم په زده کړو کې پرمختګ شوې او نه هم د بې کارۍ له امله بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره شوې چې له امله يې په نږدې دريو مياشتو کې ۱۲۶ زره ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته اړ شول او اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي توګه له ستونزو ډک سفرونه کوي.

هغه په ولسمشر غني نيوکه وکړه چې ټولې ادارې يې په خپل کنټرول کې نيولي او هيڅ مسؤل ته اجازه نه ورکوي چې د خپلې ادارې په اړه تصميم ونيسي او د افغانستان ولس ته ګټه ورسيږي.

د عبداللطيف پدرام د څرګندونو په اړه تر اوسه ارګ او يا نورو دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې ځينې دولتي خلک او ولسي وګړي په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت له کړنو چې نږدې څوارلس مياشتې يې وتلي دي ناراضه دي او وايي چې د اشرف غني په مشرۍ نظام ورته هېڅ ګټه ونه کړه مګر مشکلات ورځ تربلې په ډېرېدو دي.

ځينې د نظر خاوندان وايي چې د اشرف غني له يو کال څخه د زياتې مودې په تېرېدو لاهم په افغانستان کې داسې کوم مثبت تغير نه دی راغلی چې حساب پرې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x