نړۍ

داعش پر نيويارک د بريدونو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د داعش ډلې د پاريس له بريدونو څخه پوره يوه اوونۍ وروسته د امريکا د متحده ايالاتو د نيويارک په ښار د بريد ګواښ کړی دی.

په هغه ويډيويي کليپ کې چې د داعش له لوري په ټولنيزوشبکو کې خپور شوی د داعش پلويانو د نيويارک په ټايمز نومې ښار د بريد ګواښ کړی دی.

په دغه لنډه ويډيو کې ښودل کيږي چې د داعش جنګيالي د سرتيرو بريد ګرو له پاره د بمونو په جوړلو بوخت دي او په يوه بله برخه کې د نيويارک ښار انځورونه ښودل کیږي چې په کې د نيويارک د ټايمز او هارلډ په نامه دوه لوبغالي ښودل کيږي چې دوی يې د خپل ممکنه ګزار هدف بولي.

ددغې ويډيو له خپرېدو وروسته په ټوله امريکا او په ځانګړې توګه نيويارک کې امنيتي تدابير سخت شوي دي او د ټايمز او هارلډ لوبغالو ته د عامو خلک په ورتګ بنديز لګېدلی دی، ګڼ شمېر امنيتي پوليس او د چاودېدونکو توکو پلټونکي سپي ځای په ځای شوي دي او امنيتي سرتېرو له دغې سيمې امنيتي کمربندونه تاو کړي دي.

د يادونې وړ ده چې پوره يوه اوونۍ وړاندې د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د ۷ بېلابېلو بريدونو له امله ۱۳۲ تنه ووژل شول او ۳۴۹ نور ټپيان شول چې د سلو تنو ټپيانو روغتيايي حالت مرګونی ښودل شوی دی.

د پاريس له بريدونو وروسته په ټولو اروپايي هيوادونو کې ويره خپره شوې ده او لويديځوال په دې اند دي چې کيدای شي د پاريس داعش د پاريس د بريدونو په څېر نور بريدونه هم د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کړي.

دوه ورځې وړاندې هم په المان کې د فوټبال تياره لوبه چې د المان او هالينډ هېوادونو ترمنځ کېدونکې وه، دلوبې له پيل کولو څخه دوه ساعته مخکې د بمونو د اوازو له امله لغوه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x