نظــر

په کابل کې د اورلګیدنې مخکې له دوکانونو پیسې غلا شوي

د تېرې یکشنبې (23 دیسمبر 2012) په شپه کابل کې د شهزاده سرای ته څېرمه، په ناصري سوداګريز مارکېټ کې د اور لکېدنې پېښه رامنځته شوه، چې پکې سوداګرو ته ګڼ مالي زيانونه اوړېدلي دي، او نږدې ۶۰۰ د جامو دوکانونه او ګودامونه سوځېدلي، خو یو شمېر دوکاندارانو د سوځېدلو دوکانو شمېر ۱۳ سوه ښودلی. د دوی په وینا په دې اورلګېدنې کې په میلیونونو ډالر زیانونه ورته اوښتي دي.

په لومړي سر کې د اور لګېدنې د لامل په اړه یوازې دومره ویل شوي وه چې ښايي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې وي.

خو نن د ازادۍ راډیو په ویب سايټ کې په دې اړه غټ عنوان ورکړل شوی وه: په کابل کې د اورلګیدنې مخکې له دوکانونو پیسې غلا شوي http://pa.azadiradio.org/content/article/24807257.html

د زیانمن شوو دکانونو سوداګر وايي، چې د اورلګېدنې پرمهال یې په دوکانونو کې صندوقونه مات شوي او پېسې ورنه غلا شوي دي، او کله يې چې غوښتل خپل مالونه وژغوري نو د پولیسو له خوا وهل شوي او ټکول شوي هم دي.

دا ډول پېښې د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته څو ځلې تکرار شوي دی، زيات کتونکي فکر کوي چې په دا ډول پېښو کې پخپله پولیس او ساتونکي لاس لري، د دې خبرې د سپېناوي لپاره یوازې همدا دلیل هم کفایت کوي چې د اور لګېدني پر مهال د پولیسو لخوا دوکاندارن د خپلو شتمنیو ژغورلو ته نه پرېښودل کیږی. ازادۍ راډیو د کابل د وروستيو زيانمن شوو دکانونو د سوداګرو له خولي وایی: موږ خپلې نغدې پېسې چې په صندوقونو کې مو درلودلې ایستلای شوې، خو پولیسو اجازه نه راکوله، وروسته مو چې ولیدل د څلورو پنځو دوکانونو قلفونه مات شوي وه، د یو دوکاندار په وینا پولیسو داسې برخورد ورسره کړی، چې هغه نه له یو افغانه سره ښايي، نه له مسلمانه سره ښايي.

یو بل دوکاندار هم د پېښی پر مهال غږ کړی چې راشئ زما سیف وګورﺉ هغه خلاص شوی دی او په داخل کې یې څه شی نشته.

که څه هم د یادې پېښی په اړه د کابل ادارې مشر حامد کرزی د خپل پخواني عادت له مخې د پلټنې غږ کړی  http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/12/121224_ia_karzai_kabul_fire.shtml

او د کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او کابل ښاروالۍ ته يې دنده سپارلې چې په دې اړه کره پلټنې وکړي او راپور يې بيرته هغه ته وسپاري.

خو افغانان د د کابل ادارې پلټنې او نه پلټنې يو ډول ارزوی، چې د هرې پېښې وروسته د پلټڼي حکم کوي، خو د پلټنې پایله یی نه معلومیږی، ځکه خلک د دغه دولته مرستو ته هیڅ تمه نه لري، ټول له یو مخې په فساد کې ککړ دي، له پولیسه نیولې تر وزیره. ټول په دې باور دی، دا ډول پېښي پخپله د کابل ادارې د پولیسو لخوا رامنځته کېږي، ځکه په پوليسو کې زیاتره پخواني ټوپکیان، پاټکیان او لارې شکوونکي خلک راغونډ شوي دی.

دا پېښه لوموړنۍ نه ده، او که همدا فاسده اداره وي نو وروستنۍ به هم نه وي، چې د اورلګېدنی مخکې لومړی د دوکانونو پیسې لوټل کېږي او بيا اور وراچول کېږي، که د کابل ادارې چارواکي دا ونه مني چې دا کار به پوليسو کړی وی، نو همدا دلیل ورته هم کافي دی چې د اور لګېدني پر مهال د پولیسو لخوا دوکانداران د خپلو شتمنیو ژغورلو ته نه پرېښودل کیږی.

ليکوال: اجمل مومند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x