دیني، سیرت او تاریخ

دمال اوعزت مينه

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

په عمومي توگه دډېروخلگوسره دافکرزيات وي چي دا دوه شيان دځان لپاره په زياته کچه ترلاسه کړي:

۱:مال اودولت.

۲:په خلگوعزت اوپه ښه نوم سره شهرت.

خودادوه داسي شيان دي چي دانسان دين ته تربل هرڅه ډېرزيان اړولی شي.

اودادوه فکرونه دي چي خلگ يې له امله الله پاک له ځانه ناراضه کوي اودالله پاک دعذابونومستحق گرزي.

حضرت کعب بن مالک رضی الله عنه فرمايلي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:ماذئبان جائعان اُرسلافي غنم بافسدلهامن حرص المرءعلی المال والشرف لدينه(رواه الترمذي)

دوه وږي شرمښان(لېوان)چي دپسوپه رمه کي پرېښودل شوي وي دومره زيان نه ورته رسوي لکه دسړي دمال اوعزت حرص چي دده دين ته زيان رسوي!!

که موږاوتاسوفکروکړونوددې حديث مصداق ډېرښه ليدلی شوځکه چي خلگ ياله دينه اوړي اوياددين سره په ټکرکي خپل ژوندتېروي ددې ټولواساسي لامل دادی چي ياخودمال په راغونډولوکي لالهانده وي اودحلال اوحرام فکرورسره نه وي،بس مقصدداوي چي په څه توگه مال ترلاسه شي،که په دوکه وي اوکه په بله نارواطريقه وي.

همدارازدعزت اوښه نوم ترلاسه کولوحرص همدغسي ددين لپاره زيان رسوونکی ثابت دی ځکه که څوک حق پټوي،ياحق خبره نه شي کولای اوياهم په حق باندي نه شي درېدلای اوعمل ورباندي نه شي کولای نوددې لامل په عمومي توگه ددُنيادفاني ژونددعزت ترلاسه کول وي اوياهم دافکروي چي زه ددې حق له امله بدنام نه شم.

په داسي حال کي چي دآخرت عذابونه ددُنياتربدنامۍ ډېرسخت دي خومتاسفانه زموږهغوته فکرهم نه وي.

نوبايددمسلمان سره فکرددين زيات وي اودين دعزت اومال تابع ونه گرزوي.

دُنيوي کاروبارموبايدددين په چوکاټ کي وي اوددُنيوي ژوندانه دعزت دترلاسه کولوله امله بايدآخرت ته شاه ونه گرزوي  نودابه  موانشاءالله تعالی دتلپاته ژوندون دنېکمرغۍ اوسوکالۍ لامل وي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:

مولوي عصمت الله عزام 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x