جبل احد

له محمد (صلی الله علیه و سلم) سره مینه – دیارلسمه (۱۳) برخه.

لیکنه: حمــد الله (دانشمـند)

ښکاره ده، چې په موجوداتو کې تر ټولو کلک او ستر څیز غر دی، لیده یې څوک و دېته اړ باسي، چې دا به- له دې پرته چې زمکه له خوځېدو خوندي کړي، کتونکی یې له ښکلا نه خوند واخلي- بله کومه ځانګړنه نه لري، خو الله(جل جلا له) دې ستر موجود ته داسې وړتیا ور په برخه کړې، چې د همده(جل جلا له) د عظمت او جلال ستایلو تر څنګ، نبوي مینه په تن کې و لري؛ چې د هغې مينې پر مټ یې د (الحب من الجانبین …) جملې مطابق د هغه علیه السلام په زړه کې هم ځای نیولی؛ او د هغه مبارک پام یې خپل ځان ته را جلب کړی دی. یاد غر د “احد” غر دی، کوم چې په نبوي ملغلرو کې یې داسې یاد ګيرنه شوې:

عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: خرجت مع رسول الله صلى الله عليه وسلم إلى خيبر، فلما قدم النبي صلى الله عليه وسلم راجعاً، وبدا له أُحُدُ، قال: ((هذا جبل يحبنا ونحبه …)) متفق عليه، واللفظ للبخاري.ژباړه: انس بن مالک (رضی الله عنه) روایت کا، وایي: له نبي علیه السلام سره د خیبر په لور و وتم، کله چې هغه مبارک بېرته را ستون شو، او د “احد” غر ور څګند شو، ویي ویل: (دا هغه غردی، چې له موږ سره مینه لري، او موږ له ده سره مینه لرو…) د پام وړ ټکی دادی، چې د میني نسبت لومړی غره ته شوی، دا ځکه چې له دې سترې، بې ادراکه تنې نه د میني څرک له انساني فکر سره په ټکر کې دی، دا یو الهي راز دی چې هم دی(جل جلا له) او د ده رسول(محمد[صلی الله علیه واله وسلم]) پرې پوهېږي او بس. دا راز د نبي علیه السلام مبارک مینه له نوموړي غره سره هم له دې کبله نه وه، چې ګواکي په دنګو څوکو، پېچلو درو، شنو ونو(درختو) او ښکلا لرونکو نباتاتو پوښلی او بسیا دی؛ ځکه نوموړی له یادو صفتونو ظاهراً بې برخې دی، د ده په پرتله نور غرونه له ښې ښکلا نه برخمن دي، خو دا یو داسي راز دی، چې انسان پرې نه پوهېږي!.

که یو له ادراک نه بې برخې غر له مبارک علیه السلام سره مینه ساتي، بل یې له دښمن نه د حمایي او خوندي پاتې کېدو ویاړ لري، چې دا هم د میني یوه ځانګړې بېلګه ده. په روایت کې راغلي: چې نبي علیه السلام مبارک په “ثبیر” غره مزل کاوه، هغه ورته کړه: ( ﺍﻫﺒﻂ ﻋﻨﻲ، ﻓﺈﻧﻲ ﺃﺧﺎﻑ ﺃﻥ ﺗﻘﺘﻞ ﻋﻠﻰ ﻇﻬﺮﻱ ﻓﺄﻋﺬﺏ) ژباړه: له مانه ښکته شه، زه وېرېږم که زما په ملا شهید کړای شې، نو د عذاب وړ به و ګرزم. بل غر (جبل الثور) یې بیا و راتلو ته”مرحبا”  وايي: ( الیّ یارسول الله…) ژباړه: اې د الله پاک رسوله ماته راشه.

تېر ته په کتو څرګنده شوه، چې نبوي مینه د هر شي په وجود کې زرغونه وه!.

صلی الله علیه و اله وصحبه و سلم.

نور بیا…

————

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/rasoolullah_meena

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د