ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۲۸) – د ټولې ځمکې غمونه، پر خپل سر مه اخله!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

د ټولې ځمکې غمونه، پر خپل سر مه اخله!

ځینې خلک داسې وی، چې د خوب پر بستره یې په مغزو کې د نړیوالو جګړو خیالونه اوړی راوړی، هسې یې خپله وینه توده کړې وی، او په دغه خیالی جنګ کې ورته ډول ډول اندېښنې او غمونه په غنیمت کې رسېږی، چې ددې په پایله کې د معدې زخم، د وینې لوړ فشار او د شکر په ناروغۍ اخته کېږی، له پېښو سره یو ځای درومی، د نرخونو په لوړېدو غوسه کېږی، د باران په وروسته والی او نه کېدو شور او زوږ جوړوی، او تل په یوه ناورین اخته وی.

( یَحْسَبُونَ کُلَّ صَیْحَةٍ عَلَیْهِمْ )
” دوی هر زورور اواز د ځان پر ضد ګڼی. ”

دوی د هر مصیبت په اړه فکر کوی، چې دوی پرې اخته دی.

ګرانه وروره! ستا د یوه دردمند ورور په توګه تاته زما نصیحت دی، چې ټوله ځمکه په سر مه باروه، پښې پر ځمکه پرېږده او په خپلو خبرو کې ځای مه ورکوه، ځینې خلک لکه د اسفنج پشان زړونه لری، هر څه زغمی او هر ډول درواغو او رښتیاوو ته ځای ورکوی، له هر څه نه ډېر ژر اغېزمن کېږی، او زړه یې د تل لپاره له همدې امله د اندېښنو او کړاوونو نه ډک وی، دغه ډول زړه دېته نېږدې دی، چې ګوګل ونړوی، او خاوند یې له منځه ولاړ شی.

حقپالونکی خلک له دا ډول پېښو څخه پند اخلی، ایمان یې لا پسې زیاتېږی، او عقیده یې نوره هم پیاوړې کېږی، او بې زړه خلک د وخت په تېرېدو سره له لا زیاتې وېرې سره مخ کېږی، ځان ته له ورېځو اوښان جوړوی، د داسې زړونو خاوندان هره ورځ خپل ځانونه پر پڅه چاړه وژنی.

که سپېڅلی ژوند غواړې، باید د پېښو پر وړاندې په پوره اتلولۍ سره مبارزه وکړې، ځان تر پېښو هم پیاوړی کړی، او همدا ستا لپاره د بری لاره ده.

د هغو کمزورو خلکو پر زړونو افسوس پکار دی، چې د ونې د پاڼې په څېر یې د پېښو بادونه رپوی، او د دنیا له ژوند څخه دومره اغېزمن وی، چې داخرت لور ته یې هېڅ پام نه وی، بلکې د دنیا په ژوند کې حرص کوی، چې دا د مشرکانو او کافرانو خوی دی:

( وَلَتَجِدَ نَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَی حَیَاةٍ )
” ته به دوی تر نور هر چا ډېر د دنیا پر ژوند حریصان ووینې. ”

مسلمان ته نه ښایی، چې له دنیا سره مینه وکړی، او د هغې د پېښو له امله خپل دریز بدل کړی، بلکې د ونې د تنې په څېر به پیاوړی وی، نه د ونې د پاڼې په څېر رپېدونکی.
که مسلمان پر خپل دریز کلک ودرېږی، او د نړۍ د پېښو تر اغېزې لاندې رانشی، نو هره ستونزه یې له مخې لرې کېږی، او ټولې لارې ورته هوارېږې:

( فَأنزَلَ السَّکِینَةَ عَلَیْهِمْ )
” پر مومنانو د پیاوړی قدم په پایله کې ډاډینه راولېږل شوه. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x