نړۍ

کراچي کي نامعلومه وسله والو ۳ پوځیان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچي کي د نامعلومه وسلوالو په ډزو سره د پوځ ۳ سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په کراچي کي پاکستاني چارواکو رسنیو ته وویل چې د ښار په بلدیه اتحاد ټاون کې دوه موټرسایکل سپرو بریدکوونکو د پوځ پر هغه سرتیرو برید وکړ چې په سیمه کي یې د جمعې د لمانځه پر مهال امنیت نیولی وو.

په برید کې درې تنه پوځیان ځای پرځای وژل شوي او یوبل ټپي شوی دی.

بریدکوونکي تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

کراچي د پاکستان تر ټولو لوی تجارتي ښار دی خو هلته ناامنی هم ډیري دي، پاکستاني طالبان په کراچي کي وخت ناوخته هدفي بریدونه ترسره کوي چې ډیری قربانیان یې پولیس او د پوځ سرتیري وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x