نظــر

بې احساسه ځوانانو ته احساس ورکول!

بيت الله میاخېل

دا چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده او هره ټولنه او هېواد په دې لټه کې دی، چې د پرمختګ پوړۍ طۍ کړي،چې دغه پرمختګ یوازې او یوازې د انسان په هڅو،زیار او پوهې سره ترسره کيږي.

د هرې ټولنې پرمختګ د هماغې ټولنې د خلکو او په ځانګړې ډول د ځوانانو په سمې روزنې او زده کړو پورې تړلی دی.

څرنګه چې، په یوه کورنۍ کې ماشومان د څراغونو حیثیت لري، چې د کورنۍ ټول غړي ورڅخه د پتنګانو په شان راتاويږي او دغه څراغونه تل ځلانده ساتي.

نو همدا د کور څراغ یعنې ماشوم دی، چې د هېواد راتلونکی په دوی پورې تړلی، که چيرې دغه ماشومان په سم ډول وروزل شي او د زده کړې لپاره يې کار وشي، نو لېرې نه ده، چې هیواد به مو د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ ځای خپل کړي.

د یو حدیث شریف مفهوم دی، چې پاک خدای (ج) دې په هغه مور او پلار باندې رحم وکړي، چې د اولاد د روزنې لپاره یې لښته د کوټې په چت کې ايښي وي.

خو برعکس که چیرې دغه ماشومان خدای مه کړه، خپل سر ته پريښودل شي او هغه ډول چې لازمه ده، د دوی روزنې ته پام ونه شي، نو پایلې به يې بیا دومره بدې شي، چې بیا به يې سمول له امکانه لېرې خبره وي، هغه څومره ښه وايي: چې نازولی اولاد نه اخلي ادب، د ونې سیوری نه نیسي رطب!

ماشومان د لمدې لښتې په څېر دي، چې کوم اړخ ته يې کاږوې، کاږيږي ، خو که چیرې دغه لښته لږ ستر عمر ته ورسيږي، نو که بيايې کاږوې،نو بیا ماتيږي.

له بده مرغه په دې وروستیو کې د خوست په ځينو لېرو پرتو سیمو کې هغه ځوانان چې د درس او د زده کړو ترلاسه کولو لپاره يې وخت دی، د کورنۍ د ناپاملرنې او د ناسمې روزنې له امله په داسې یو بد او ناوړه عمل اخته شوي، چې خوږې ځوانۍ يې د اور په لمبو کې سوځي، د وادونو او خوښيو پرمهال د دې پرځای چې د خدای ج له دې عظیم نعمت څخه چې خدای پرې خوښي راوستي سمه ګټه واخلي بلکې دوی يې په ناسم ډول کاروي.

دا ځوانان چې نه زده کړې کوي او نه هم کوم کار کسب هره ورځ د کلي ځمکو کې ګرځي او راګرځي او د خوشحالیو په ورځو کې د نشې ګولۍ او یاهم نور نیشه يي توکي کاروي، چې په دې سره نه یوازې دا چې ځان له بدبختیو ډکوي،بلکې د ټولنې د اوږو بار هم وي.

نشه هغه بده پدیده، چې له امله يې ډېری انسانان او په خاص ډول ځوانان د بدبختۍ بدې کاندې ته اچولي، چې په دې وروستیو کې د ښار اړوند په ځينو سیمو کې ځوانان د بیلابیلو نیشه يي توکو ترڅنګ د یو ډول نيشه لرونکو ګولیو روږدي شوي، چې دې کار په سیمه کې زیاتې ناخوالې او بدمرغۍ رامنځته کړي، چې بیلګې يې د مرګ ژوبلو ترڅنګ، غلاوې، شوکې، بداخلاقي او د وادونو پرمهال د ځوانانو د داسې کړنو ترسره کول، چې له امله يې د واده ټول خلک ورسره په تکلیف او عذاب وي،

 د نشه يي توکو د استعمال ضررونه .
١-ديني زيان
٢- صحي زيان
٣-اجتماعي زيان
٤-اقتصادي زيان
٥-سياسي زيان
٦-امنيتي زيان
٧- رواني او اروايي زيان او نور
پورتني ټول زيانونه د مخدره او نشه يي توکو د استعمال په ذريعه انسان ته رسېږي. ددغو شيانو استعمال ځوانانو نه روغتيا، انسانيت، اداب، زکاوت، زړورتيا، پوهه، کار او زحمت، تعليم او تربيه اخلي او ډېرى ځوانان د مرګ او خطر کندو ته غورزول لکه څنګه چې د طب په علم کې ثابت شوي دي، چې د مخدره موادو استعمال په اعصابو کې التهاب پيدا کوي او انسان د سترګو په ړندېدو اخته کېږي،

د نیشه لرونکو درملو په برخه کې چې ځوانان پرې اموخته دي، غټ لامل يې درملتونونه او هغه دوکانونه دي، چې په کلیو او ولسوالۍ کې وي د دوی ملامتیا په دې برخه کې زیاته ده، هغه ځکه چې ډېری داسې دوا پلورونکي دي، چې پرته د ډاکټر له له توصيې ، نسخې او لارښوونې په ځوانانو د نیشې ګولۍ او نور نیشه يي درمل خرڅوي، چې له امله يې ډېری ځوانان د نیشې په ناوړه او خراب عمل روږدي کيږي، چې دا درمل نه یوازې د دوی په وجود بد تاثیرات اچوي بلکې ورسره، سره د انسان کړنې تغیر مومي او داسې اعمال ترې صادريږي، چې په ترسره کيدو سره يې د کورنۍ او د ټولنې د تکلیف او اذیت سبب ګرځي.

نو زه د یو مسلمان ورور په ډول د کورنیو له مشرانو هیله کوم، چې لطفآ خپل ماشومان او ځوانان مو دومره مه نازوئ، چې وروسته يې بیا د ناز پایله درته ستر خطرونه رامنځته کړي، که چيرې غواړئ، چې کورنۍ او ټولنه مو له نیکمرغیو ډکه اوسي،نو ځوانان او ماشومان مو د علم په ګاڼه سمبال کړئ
.
او په اخر کې د هغو درملتونونو له خاوندانو مې دا هیله ده، چې د خدای په خاطر چې ځوانانو ته په خپل سر د نشې دواګانې مه ورکوئ او خپله ټولنه په خپل لاس د بدبختيو پر لور مه بیايئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x