fbpx

حصه بقدر جثه

حصه به قدر جثه مشهور متل دى ”حصه بقدر جثه”  دا متل په هغه وخت کې کارول کيږي، چې يو کس په يو کار کې ډيري منډي کړي وي، زيات زيار يې ګاللى وي او  هغه ته د خپل زيار او منډو مطابق اجرت ورکړل شي، که بل کس کم تکليف ګاللى وي، هغه ته د خپل کار کمه اجوره ورکړل شي.  

نو که څوک يو کس ته چې زياتي منډي يې کړي وي، کمه اجوره ورکړي، يعني يو  فعال کس ته له کوم عذر څخه پرته کمه صله ورکړي، نو دا يو قسم ناځواني او د بل په حقوقو باندي ښکاره تيرى دى او حصه بقدر جثه اصول او قاعده پکښې نه ده رعايت شوي. .

دا متل بايد په هغه ځاى کې هم وکارول شي، چې د يو کس وزن يا ظاهري جوړښت لوى فرضا نوي کلو وي، او د بل کس وزن يواځي پنځه څلويښت کلو وي، نو پکار ده، چې خوراک څښاک کې د دوى دواړو فرق وشي، يعني حصه بقدر جثه فارموله تطبيق شي.

د يو کس ماشين دا غوښتنه کوي، چې زيات خواړه ورته ورکړل شي، او د بل ماشين بيا د کمو خوړو غوښتنه کوي، ولې انسان ډير زيات حريص دى، که ماشين  يې وړوکى وي او که لوي خو هر يو هڅه کوي، چې ډېر څه او ښه څه د خيټې دوزخ ته ور واچوي، بيا نه دېته ګوري چې ملګرى مې لوى دى او  که وړوکى، يا وږى دى که موړ؟ .

له بل لوري څخه که همدې متل ته وګورو نو ډير معنوي څيزونه هم ترينه مراد کيداى شي، يو کس د دې وړتيا لري چې په الوتکه کې چيرته لاړشي، موټر ورته ورکړل، موټرسايکل يې په خدمت کې وړاندي، يا سايکل ورته ورکړل شي يا د لاري د اوږدو کرايه ورکړل شي،  نو د خپل مربوطه دفتر لخوا ورته بايد د هغې د سويې او ضرورت سره سم وسيله يا ذريعه برابره کړي شي، که چيرته اشپز ته وويل شي چې په الوتکه يا کروزنګ کې کچالو راوړه، نو دا به د هغه دفتر د مسئولينو  يو قسم بې انصافي او بې نظمي وي، که اشپز بيا همداسي غوښتنه وکړي، هغه هم بې ځايه او بايد ونه منل شي، ځکه حصه بقدر جثه بايد تطبيق شي.

په همدې توګه نن سبا ستره ستونزه دا ده، که چيرته يو چاته معمولي مسئوليت وسپارل شي، نو هغه له خپل دفتر څخه د قيمتي موبائل او پرمختللي لپټاپ کمپيوټر غوښتنه په داسي حال کې کوي، چې دا کس په خپله په موبائل له خبري کولو او په کمپيوټر د فلم له کتلو او اواز اوريدلو څخه پرته په هيڅ هم نه پوهيږي. نوموړى کس خپل کارونه له يو عادي موبائل او لپټاپ څخه هم اخستلاى شي، نو بيا تاسو خپله فکر وکړي چې دا وړ غوښتنه په ځاى ده او کنه؟ او دا عمل په اسراف کې راځي او کنه ؟  او الله تعالى (ج) مسلمانان له اسراف څخه منع کړي دي او بل دا عمل د حصه بقدر جثه د متل  او فارمولې څخه خلاف کار دى.

همدې ته ورته يو بل متل داسې ويل شوي: لومړى وپيژنه سړى بيا ورته وتړه پټکى.

مطلب که څوک د چا ځاى ناستى ټاکل کيږي، او د هغه مشر پټکى ور په سر کيږي، يا ورته يوه دنده سپارل کيږي  نو بايد لومړى يې شخصيت وڅيړل شي، چې آيا همدا  کس د همدې پټکې يا مسئوليت حق ادا کولى شي؟ دا کس په دې ارزي چې دا وړ پټکى ور په سر کړل شي؟ او کنه؟

ډېر ځلي يو نفر ته د خپلي وړتيا څخه پرته يواځي د ميراث، خپلوي، انډيوالي او  چالاکي له کبله پټکى ورپسر کيږي، چې هغه يې اهل نه وي.

الله تعالى(ج) خپلو بندګانو ته امر کوي چې تاسو امانت خپل حقدار ته وسپارئ، رسول الله(ص) بيا فرمايلي دي. که چيرته کار اهل کار ته ونسپارل شي نو بيا يې د چپه کيدو، يعني د هغه کار يا دفتر د ناکاميدو او خرابيدو انتظار باسئ.

 نو له همدې امله ټولو مسلمانانو ته په کار ده، چې له خپل دفتر څخه د خپلي سويې سره سمه غوښتنه وکړي، او آمرين او مسئولينو ته هم په کار ده چې خپلو مامورينو ته د هغوى له جثې او سويې سره سم امکانات برابر کړي.

حافظ محمد احمدالخراسانی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د