نړۍ

مالي: د باماکو په یوه هوټل کي ۱۷۰ تنه یرغمل او ۳ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د مالي هیواد په پلازمېنه باماکو کي وسلوالو کسانو په یوه هوټل کي ۱۷۰ تنه یرغمل کړي او لږ تر لږه ۳ تنه د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کي یو تن فرانسوی دی.

د مالي ځواکونو رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د برید کوونکو شمېر ۱۰ تنه دی، لومړۍ برید کوونکو د هوټل پر ساتونکو برید وکړ او بیا هوټل ته ننوتل.

د فرانس پریس خبري اژانس له قوله ویل شوي چې برید کوونکو ۱۴۰ میلمانه او ۳۰ تنه د هوټل ساتونکي یرغمل کړي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي تر څو یرغمل شوي د برید کوونکو له منګلو وژغوري.

د مالي چارواکو همدارنګه رسنیو ته وویل چې بریدکوونکي یوازي هغه کسان خوشي کوي چې قرآن کریم یې زده وي او هغوی ته یې واوروي.

په مالي هیواد کې د القاعده تنظیم وسلوال فعالیت کوي او هلته د فرانسوي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي، مخکي تر دې هم په مالي هیواد کي د القاعده له لوري پراخ پلان شوي عملیات ترسره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x