quran-reading

قرآن او اروا پوهنه (2)

  1. د تنفس انګېزه:

    دغه دانسان ډېره ضروري فزيولوژيکې انګېزه ده، ځکه چې انسان او حيوان د خپل ژوند له پاره اکسېجن ته اړتيالري، که په ټوليزه توګه اکسېجن ورک شي ژوندي شياسن مري. الله جل جلاله په لاندې ايت کې د انسان په ژوند کې د تنفس ارزښت ته داسې اشاره کوي:

{وَآيَةٌ لَهُمْ أَنَّا حَمَلْنا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ (41) وَخَلَقْنا لَهُمْ مِنْ مِثْلِهِ ما يَرْكَبُونَ (42) وَإِنْ نَشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلا صَرِيخَ لَهُمْ وَلا هُمْ يُنْقَذُونَ (43) (يس،٤١_٤٣اية)

ژباړه:

2. د هم ډوله د پايښت دوه انګېزې:

    دا د الله جل جلا له اراده ده چې په انسان او حيوان کې داسې فطري فزيولوژيکي انګېزې واچوي،چې  په وسيله يې خپله تګلاره او ځان ساتنه وکړاى شي.همدارنګه يې په دې دواړو ډولو کې دوه ډوله انګېزې واچولې، چې همدغه انګېزې يې د خپل ډول (نسل) د پايښت سبب کېږي. هغه دوه انګېزې، عبارت دي له:

  • ·        جنسي انګېزه:

    د دې انګېزې مهم کار، دمثل توليد دى،چې دکورنيو، ټولنواو ملتونو د جوړېدو وسيله کېږي.د ځمکې ابادي،د ملتونو پېژندنه، د تمدن پراختيااوپرمختګ دهمدې انګېزې لا سته راوړنې دي.الله جل جلا له فرمايي:

يَأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِن ذَكَر وَأُنثَى وَجَعَلْنَكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُواْ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ( 13 )](حجرات،١٣ اية)

ژباړه:اى خلکو!تاسې ټول مې له سړي او ښځې پيداکړي ياست،اوتاسې مو پر مختلفو قبيلو او ډلو ځکه ووېشلاست، چې له يو بل سره وپېژنئ.بې له شکه الله جل جلا له ته ستاسې څخه پرهيزګار ډېرنږدې دى،بې له شکه الله جل جلاله پوره عالم او باخبره دى.

    همدارنګه الله جل جلاله د نحل مبارک سورة په (٧٢) ايات کې فرمايي:

[او الله جل جلا له همدا ستاسې له جنسه تاسې ته ستاسې ملګرې پيداکړې،او له هغوى يې زامن….]

    جنسي انګېزه اصلاً د کورنۍ د جوړېدواساس دى، ځکه چې (مېړه او ښځه) دواړه د يو بل په څنګ کې ډېر ارام او د خوښۍ احساس کوي، د دواړو په منځ کې مينه، دوستي، مهرباني او عاطفه را پيداکېږي، چې دغه پخپله د (يوځاي کېدو) ،همغږۍ او د ژوند د دوام علتونه دي. پورته توکيو ته په کتو په دغسې کورنۍ کې پيدا شوى ماشوم، ښه وده کولاى شي، او ترډېره بريده سم شخصيت ترې جوړېږي. الله جل جلا له فرمايي:

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٢١﴾ (روم، ٢١اية)

ژباړه: او دالله جل جلاله (د قدرت)له نښانو يوه دغه هم ده چې همدا ستاسې له جنسه يې ستاسې جوړه پيداکړه،چې ستاسې دهوسايي سبب شي، او ستاسې ترمنځ يې مهرباني پيداکړه، چې په دې کې د متفکرينو له پاره دالله جل جلا له د حکمت او علم نښانې دي.

  • ·        مورنۍ انګېزه:

    دا هم دالله جل جلاله لوى حکمت دى چې په يوه مورکې يې هم فطرتاً داسې  انګېزه اچولې، چې هغه دخپل ډول(نسل) دپايښت پرتمه خپلې دندې ته سمه اماده کړي.يوه مور د دې له پاره چې خپل اولاد لوى کړي،پر خپل ځان د هغه دبار(نهه مياشتې)، هغه ته دشيدو د ورکړې او دهغه دساتنې او پالنې ټولې ستونزې مني،الله جل جلا له د يوې مور د بار او دهغې ستونزو تحمل ته داسې اشاره کوي:

[وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ](احقاف،١٥اية)

ژباړه: موږ انسان ته وايوچې له مور او پلار سره ښه چلېږه، ځکه چې مور يې د ده دحمل دبار او د دې بار دو ضع سختې او ستونزې زغملې دي،او دغه ټول وخت(دشيدو خوړلو په ګډون) دېرش مياشتې وو….

 

ب) رواني انګېزې

    دغه، هغه انګېزې دي چې نېغ په نېغه د ډانچې  فزيولوژيکي حالاتوته نه شي ور

ګرځېدلاى، خو په ډانچې پورې تړلې فزيولوژيکې انګېزې، لکه:لوږه، تنده،…بيا داسې نه دي.ډېرى اروا پوهان پر دې باور دي چې زياتې روانې انګېزې د فزيولوژيکې انګېزو پر اساساتو ترلاسه کېږي.پردې مانا چې ، هغوى رواني انګېزې د فزيولوژيکي انګېزو يو ښاخ بولي، چې په وسيله يې د انسان د  ټولنيزې ودې مهارتونه او تاثرات پيداکېږي.پردې اساس هغوى په رواني انګېزو کې دعناصرو له فطري شتونه منکر نه دي. د دوى ځينې ارواپوهان لکه  (اريک فروم) وايي چې: ((رواني اړتياوې)) د انسان فطرې او اساسي اړتياوې دي، چې له ټولنيز چاپيرياله يې نه دي اخېستې.لکه: له نورو سره پوستون، د هويت او د لويوالي اړتياوې…

ابراهام مازلو د غه د اړتياوو،انګېزې پر دوه ډوله وېشي: مادي اومانيزې، چې د مادي اړتيا انګېزه لکه هماغه مخکې مو چې يادونه وکړه، د لوږې، تندې، جنسيت او… دي. او د مانيزې اړتيا انګېزه د ژوند مانيز اړخونه را اخلي، لکه: برابري،ښېګړه، ښکلا،نظم…. مازلو باوري دى چې  دانسان مانيزې اړتياوې، دهغه فطرې اړتياوې دي، چې د انسان شخصيت يې د ودې په اوږدوکې پوره کول غواړي.

د مالکيت انګېزه:

    د غه رواني انګېزه انسان د خپلې ټولنيزې ودې په اوږدو کې درک او زده کوي،ځکه چې انسان دخپل ټولنيز چاپيريال له لارې ، له پيسو ،ځمکې او بېلابېلو مالونو سره مينه پيداکوي.

[وَ تُحِبّوُنَ الْمالَ حُبّاً جَمّاً](حجر، ٢٠ اية)

ژباړه: او تاسې مال او ثروت ډېره خوښوئ.

[وَ اَعْلَمواُ اَنّما اَلْحيوةُ الدُّنْيا وَ لَهْوَ و زينَةٌ وَ تفاخُرُ بَينَکُمْ وَ تکاثُرُ في الْاَموالِ وَالْاولادِ](حديد، ٢٠ اية).

ژباړه: پر دې پوى شئ، چې د دې نړۍ ژوند لهو، عياشي او په خپلو منځوکې پر او لادونو اومالونو پريو بل فخر او ځان ستاينه ده….

     ځينې ارواپوهان لکه (مک دوګال) مالکيت د غريزې يوډول ګڼي، مګر نويو انساني او رواني پوهنيزو څېړنو ښوودلې ده چې مالکيت د غريزې ډول نه، بلکې يوه اکتسابي رواني انګېزه ده.

پاتې لري….

——————

ليکوال: دکتور  محمدعثمان نجاتي

ژباړن: داد محمد ناک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د