نظــر

دجدي شپږمه پر بيخبنايي او مخبنايي وياړنو د يرغل ورځ ده

په افغانستان كې نورمحمد تره كي، ببرك كارمل او حفيظ الله امين د ويښ زلميانو د نورو غړيو د بيخبنايي او مخبنايي غوښتنو د ودې او پراختيا په پرتله په نسكوره بڼه د نورو هېوادونو ارزښتپالنې ته غاړه كيښوده او په هېواد كې يې د مو جودو سفارتونو سياسي لارښوونې او مالي  پېرزوينې ومنلې. دوى په بهرني ملاتړ د يو شمېر پوځي روڼ اندو ترمنځ د څه نا څه ۵۰ كلن حكومتي شتون د سپكاوي او ړنگولو د هڅې ترڅنگ په ملي وياړونو ملنډې پيل كړې او په هېواد كې د ۱۳۵۷ل كال د غويى د اوومې ناورين رامنځته شو. سياسي جوړښتونه راوخوټيدل او دولتي اډانې نوې شوې.

د تره کي او امين د چټکو ريفورمونو او کمونستي مفکورې د عملي کولو په وړاندې په هېواد كې  ولسي خوزښت د جوړيدو په حال کې و، چې د 1358 ل هـ كال د جدي په شپږمه د شورويانو له پوځي يرغل سره  نورهم پياوړى شو.

د دوى د اعمالو په وړاندې د خلکو عکس العمل په لاندې ډول و:

((دوى دخداى قانون ته بدلون ورکاوه ، ويل يې، چې:

دا نه منو. موږ د كور، كالو او ډوډۍ ترڅنگ مساوات راولو، غربت ورکوو، بې پيسه گي ورکوو او ټول خلک به يو مساوي شي)). دا نه شي کيدلى، چې کمونستي رژيم مساوات راولي او پرخلکو يې تطبيق کړي.

واشنگټن، چې په سيمه کې يې خپل اساسي متحد ايران له لاسه ورکړى و؛ په دې وېره کې و، چې د خليج د تېلو پر زېرمو به  د وخت شورويان  برلاسي شي.

د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار بريژنسکي، چې جمهور رييس جيمي کارتر يې  د سيمې له حالاتو  خبر کړى و، هغه وويل:

((موږ د راتلونکي په اړه اندېښمن وو، چې د فارس خليج په شمال کې به زموږ دښمن، يا ايران او يا شوروي اتحاد وي)).

د شوروي له يرغل وروسته ډېر زر مجاهدينو د پاکستان په کمپونو کښې لنډه پوځي روزنه ترلاسه کړه ، او په افغانستان کښې يې دننه د جهاد سنگرونه تاوده کړل.

د امريکا جمهور رييس جيمي کارترپه 1980م کال د جنوري په 23 مه د امريکا په کانگرس کې وويل:

((د نړۍ ډېرو هېوادونو پرافغانستان يرغل کړى؛ خو د شوروي يرغل د نړۍ ډېرو هېوادونو له دوه يمې نړيوالې جگړې وروسته سولې ته ترټولو جدي گواښ بللى او د شوروي د مستعمره کولو وروستۍ هڅې يې غندلي دي)).

د امريکا د ملي امنيتت سلاکار بريژنسکي له مجاهدينو سره د ملاتړ لپاره په پاکستان کې د افغانانو نويو کمپونو ته ورغى او له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې مجاهدينو ته د وسلو او پيسو تنظيمولو چارې په غاړه واخلي. نوموړي د خيبر درې له لارې د افغانستان تر پولو ولاړ او مجاهدينو ته يې وښوده، چې امريکا له تاسو سره ده.

 بريژنسکي وويل :

((هلته وړاندې ستاسې هېواد دى او يوه ورځ به بېرته ورستنېږئ او خپل کورونه او جوماتونه به بېرته ترلاسه کوئ ، ستاسې جهاد رښتينى دى او خداى ستاسې مل دى)).

د امريکا کانگرس، چې پخوا يې پر پاکستان د بشري حقوقو له سرغړونې او د دغه هېواد د پټ اتومي پروگرام د جوېدو له كبله مرستې بندې کړې وې ، په بنديزونو يې سترگې پټې کړې او له دغه هېواد سره يې د مرستو لړۍ پيل کړه.

د امريکا د جمهور رييس جيمي کارتر د ملي امنيتي مشاور بريژنسکي  په ډاگه وويل:

((له پاکستان سره د مرستو تنظيمولو هدف دا و، چې پاکستان به وکړاى شي، چې د اوږدې مودې لپاره دروسانو وينې تويې کړي)).

 پاکستان، چې له افغانستان سره دوه زره څلور سوه دېرش کيلومټره پوله ساتلې وه، شوروي پلوه رژيم  يې زغملى نشو.

د نړۍ نورو گڼ شمېر هېوادونو هم د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کې د شوروي اتحاد يرغل وغانده. د امنيت شورا ويندوي وويل :

((پرافغانستان د شوروي پوځي تېرى مشروعيت نه لري او دا شوروي اتحاد دى، چې دافغانستان په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې ده)).

په افغانستان کې د مقاومت له زياتيدو سره د شوروي اتحاد د پوځيانو شمېره هم مخ په زياتېدو شوه.

ويل کېږي، چې په 1980م کال کې د شوروي د پوځيانو شمېر تر يولک پورې رسيده او د شوروي پوځ ، چې په غرنيو سيمو کې يې د جگړې تجربه نه درلوده له سترو سترونزو سره مخ و او د مجاهدينو د چريکي بريدونو په لړ کې په زرگونه شوروي سرتېري ووژل شول.

له مجاهدينو سره د نورو هېوادونو په څنگ کې د امريکا نظامي او مالي مرسته او د افغانانو له اتحاد څخه د دوى ملاتړ او باور هغه وخت پياوړى شو، چې د الوتکو ضد سټنگر توغندي مجاهدينو ته ورکړ شول.

د شوروي د هوايي بمبارد له كبله  د افغانستان کلي او بانډې له خاورو سره خاورې او په زرگونه ښځې، نرينه او ماشومان تر نړيدلو ديوالونو لاندې شول.

په افغانستان کې د نوي اجتماعي او سياسي حالت په رامنځته کيدو حکومت د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ، خو د خلكو مقاومت ليکې ورځ په ورځ پياوړې کيدې.

شورويانو په ځمکنيو جگړو کې د زياتو تلفاتو له كبله خپل تکتيک بدل کړ او د مقاومت د ځپلو لپاره يې هوايي بريدونو ته زور ورکړ.

د افغانستان په ختيځ کې پر يوه  کلي د شورويانو د بريد يوه صحنه  د دغه کلي يو اوسيدونکي داسې بيان کړې:

(( پر ټول کلي يې ظلم وکړ، لږ؛ خو يې مړه نه کړل، چې لږ يې مړه کړل. د خداى بلا يې  مړه کړل، چاته يې اورونه ور واچول، څوک يې وويشتل، څوک ، چې د عسکرۍ وړ ول هغه يې له سوړو راوښکل او مړه کول)).

 د کلي يو بل اوسيدونکى څرگنده كړې:

(( داسې رقم راکټونه يې استعمال کړل  والله، چې پټاکۍ يې په ونو کې نښتې وې، والله، چې زما د زوى ماغزه په ونه کې نښتي ول، والله، چې هغه ونه کې مغزو چينجي وکړل)).

د شوروي نويو او ځوانو عسکرو ته، چې يواځې له درې، څلور مياشتو پوځي زده کړو وروسته افغانستان ته استول کيده، ويل کيدل، چې تاسې په افغانستان كې له امريکايانو سره جگړه کوئ، خو د وخت په تېرو هغوى ته څرگنده شوه، چې د امريکايانو په ځاى يې له افغان ولس سره جنگ كاوه.

په دې اړه په افغانستان کې د جگړې يو گډون کوونکى شوروي سرتېرى داسې وايي :

(( په جگړه کې، چې موږ له يو بل سره غږيدو يو بل ته به مو ويل، چې امريکايان چېرې دي؟

هغوى، خو نشته. د کي  جي بي  منصبدرانو به موږ ته تل  ويل،  چې امريکايان د مجاهدينو تر شا ولاړ دي، هغوى د مشاورينو په توگه دنده سرته رسوي. هغه څه، چې موږ په کيوبا کې کول، خو دعملياتو په زياتيدو دا خبره راته سپينيده، چې امريکايان نشته)).

يو بل شوروي عسکر د جنگي عملياتو په ترڅ کې له ملکي وگړيو سره خپل چال چلند داسې بيانوي :

(( موږ لومړى ښځې او ماشومان تړل، وروسته مو تېل پرې اچول او اور مو ورته ورکولو، دا يو ظالمانه عمل و، خو د ماشومانو لخوا پرموږ د چاقوگانو حملې کيدلې)).

د گڼ شمېر شورويانو د وژل کيدو او په افغانستان کې د پوځي عملياتو مخ په زياتېدونکيو لگښتونو له كبله شوروي له دغه هېواد څڅه د وتلو د لارو چارو په لټه کې شو. افغانستان له بريژنيف څخه نيولې تر گورباچوف پورې ټولو سياسي مشرانو يو ناسور زخم گرځولى و. کله، چې د شوروي اتحاد وروستى مشرگورباچوف واک ته ورسيد او د بيا رغونې تگلاره يې غوره کړه او له افغانستان څخه يې د شوروي پوځيانو د وتلو مفکوره پياوړې کړه؛ نو په يوه مرکه کې  يې وويل :

(( جگړه بايد ختمه شي. دا روانه جگړه او لسگونه زره وژنې زرگونه زره نورمعيوبوي. دا د څه لپاره ؟ موږ نه شو کولى، چې دغه شرم له ځانه سره يو سو، د حل لاره بايد ورته پيدا کړو)).

 واک ته د گورباچوف په رسيدو د افغانستان د کمونست رژيم په مشرتابه کې هم بدلون راغى او داکتر نجيب الله، چې د ملي روغې جوړې لپاره يو مناسب شخص پېژندل شوى و، د کارمل په ځاى د چارو واگي په لاس کې ورکړشوې.

په  دغه بدلون د ملگرو ملتونو په مرسته د کړکچ د له منځه وړلو او د سولې د رامنځ ته کيدو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه خبرې گړندۍ شوې، چې په 1988م کال کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ژنيو کې يو تړون رامنځته کړ، چې امريکا او شوروي اتحاد يې ضمانت وکړاو د ضامنانو په توگه يې پرې لاسليکونه وکړل.

د دغه تړون له مخې شوروي اتحاد د 1988م  کال د مى په  مياشت کې د خپل سل زره کسيز ځواک په ويستلو پيل وکړو او د غه بهير9 مياشتې وخت ونيو، چې په پاى کې د 1989م کال د فبرورۍ په پېنځلسمه او د 1367 ل كال د سلواغې پر26 مه د شوروي اتحاد وروستى سرتېرى خپل هېواد ته ستون شو او په افغانستان کې يې څه کم لس کلن ښکېلاک پاى ته ورسيد او دغه جگړه د دوه سوه زره افغانانو د وينو په بيه ترسره شوه، چې د 1358 ل. هـ کال د جدي پرشپږمه د شوروي اتحاد پربربنډ تېري پيل شوې وه .

اوس ، چې له دې جگړې ۳۳ كاله تېريږي او د وارسا تړون مات شوى؛ ۱۲ كاله كيږي  ، چې ناتو راغلې  او بيا هم د افغانستان د بيخبناوو او مخبناوو ورانوونكيو د ناامنيو تور څادر زموږ پر گربت ملت غوړولى او د خپلسريو په اور كې سوزي.

د هغې ورځې په هيله ، چې روانې بدمرغۍ نه وي او د عدل و عدالت نظام لرونكي شو. 

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x