
دمالي پر یوه هوټل برید، ۲۷ یرغمل ووژل – انځورونه
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د مالي هیواد په پلازمېنه باماکو کي وسلوالو پر یوه هوټل برید وکړ او ۱۷۰ تنه یې یرغمل کړل، د یرغمل شویو څخه ۲۷ تنه وروسته تر هغه ووژل شول کله چې پوځ د فرانسوي ځواکونو په ملتیا د ژغورني عملیات پیل کړل.
په ژغورل شویو کسانو کې شپږ امریکایان، لس چینایان، شپږ ترکان او شل هندوان شامل دي.
په باماکو کي د ریډیسن بلو هوټل پر اوم پوړ باندي نن شاوخوا لسو تنو بریدکوونکو برید وکړ ، ډزي یې پيل کړي او هلته موجود ټول کسان یې یرغمل کړل.
د برید پړه القاعده پوري تړلي المرابطون ډلي پر غاړه اخیستي او د یرغمل شویو په بدل کي یې د حکومتي او فرانسوي چارواکو څخه دخپلو زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کړي.