leawany

اند و اند(۴): د لیونيانو فلسفه!

وايي د لیوني نه سُر معلوم وي او نه مُر – که څه هم مُر مو لا تر دمه ندی پيژندلی، خو خبره په لیوني کې ده، نو ځکه بیرته لیونی ته راګرځو – لیونی چې په کومه سر شو، په هغه سر وي.

که څه هم ستاسو په اند به لیونی هم کله صحیح کیدای شي خو هغوی زیاتره متذبذب -روان- وي.
تاسو ته به د لیونیانو متذبذبه کیدل شاید په دې معنی وي چې هغه کله هم د کوم موج مقدر ته ځان نه ورکوی، بلکه تل ځانونه د موجونو په مقدراتو کې لټوي.

که په ریښتینې مې پوښتئ د لیوني خو یوه بیله دنیاګۍ وي، په خپله لیونۍ فلسفه کې ژور روان وي، دومره ژور چې له ځانه هم خبر نه وي! جامې  یې شلیدلې، خیرنې، د بدن حال یې د ترحم وړ وي، نه یې لوږې ته پام وي، نه یې لیونیپاله باڼه د تږیتوب له امله په پټیدو، د لید څرک دلاسه ورکوی! او په یوازې یوه خندا هر څه د تېر په شان په تېرولو هیروي!
! ځکه خو په نړۍ کې په فکر کې ډوب خلک، د ډیرکیو لخوا د لیونیانو په مثال کې اخستل کیږي.

لیونی له ځان سره خبری هم کوي، هر څه د خپل لیونیانه لیدلوري له مخې ویني، البته په هم هغو سترګو چې یو سلیم الفطرته یې لري.

لیونی، چې له چا هم نه ویریږي، که چیری ویریدای نو لیونیانو به په زغرده خبری نه کولی، که لیونیان ډارن وای نو خلکو به هغو خلکو ته، چې په زوره  د خطر په خوله کې ځانونه ورکوي، د لیونیانو په نوم نه نومول!

لیونی، چې د هیڅ تمه نه لري، که چیری درلودای یې نو داسې به په شلیدلو، خیرنو جامو کې نه ګرځيدل او نه به داسې لالهنده په خپل فکر کې ډوب ګرځيدل!

د لیونیانو کار څه عجب وي! خپل لیونی بدن او ځان(لیونی) د نورو د تیږو د نښې جوړولو او د ملنډو جوړولو پسې له ځان سره په منډه کوی! د هغوی د کاڼو نښه د هغه بدن ګرځیږي خو نور خو تحریکوي خو !

لیونی، چې په ځای نه تم کیږي، تحرُک د هغه د ژوند دویم نوم دی. هغه د خپل فطرت له مخې اړ دی چې خوځښت وکړي، په وینه کې یې د خوځون عناصر وي؛ لیونی که چیری تم کیدای نو د کلو ماشومانو به په کاڼو په ویشتلو مړ کړای وه؛ ماشومان دی چې د خپلو تیږو په زور لیونی ته فطرتي اساس وریادوی!

خلک چې تر ننه پورې په یو غلط قدم چې بایلاد یې بلاخره مقدر کیږي، انګارې کوي چې لیونی خو نه وی چې داسې دی کول، البته په دې نه پوهیږي چې د لیونی کار نه په ګټه کې وي او نه په بایلاد کې! ګټه او بایلاد خو یوازې د نصیب، حالاتو او تقدیر خبرې وی، همدا حالات دی چې کله سړی نه نابغه خیاله او کله د سړی نه غټ سری کم عقل جوړ کړي!

اړینه نده چې لیونی دې د ډیرکیو سره هم غږی وي ځکه خو لیونیان تل په غبرګون کې د «لیونی» شرف او خطابونه ترلاسه کوي.
هغوی یوازې په هغه پلو ځي چې صحیح ورته ښکاري، او هغه هر څه هیروي لکه: یوازی ته به څه وکړای شی؟….
خو لیونی د تاریخ د پاڼو په مطالعه دې لیونتوب ته رسیدلی وي چې تاریخ دې ته اړ دی چې د بعضو د لیونیانه سوچ له امله خپلې پاڼې ډکې کړي! – تاریخ جوړونکي هغه دي چې د لیونتوب تر حده رسیدلي وي!!

په اخر کې لیونی، چې ستاسو د تفسیر له مخې لیونی دی، لیونی نه دی! البته تاسو به ووایاست چې داسې خو هر لیونی وايي! خو بیا هم لیونی، یوازې لیونی ندی مګر ډیر څه!

[email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د