کامياب مدير او مهتمم/ څېړنيز بحث

ترتيب او راټولونه: مفتي نورالله عزام

نېټه:۸-۱۸ نومبر/ ۱۵-۲

سريزه:

د دې لپاره چې په ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو لپاره ګټوري حل لاري وموندل شي، څو تنه علماء کرام او پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه آنلان بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو ترڅو يې ګټه عامه او نتيجه ورکونکې شي.

د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:

د کتور عبدالقهار عابد- څېړونکی او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاذ.
مفتي عبدالهادي حماد- تکړه ليکوال او د حماديه مدرسې مهتمم، کندهار.
دکتور سراج الحق وهاج – څېړونکی او تکړه ليکوال. مدينه منوره.
مفتي عبدالحق حقاني- د افغان بنسټ د څېړنيزو چارو مدير.
مفتي حبيب الله قاسمي- تکړه ليکوال څېړونکی او د قاسميه مدرسې مهتمم، اکوړه خټک. پېښور.
حامد افغان- مشهور ليکوال او څېړونکی. تبوک. سعودي عربستان.
دکتور حيات الله عتيد- د بشري ودې د پياوړتيا نړيوال ټرينر، جده سعودي عربستان.
مفتي عبدالرؤف فراهي- د افغان بنسټ د ښوونيزو چارو مدير، کابل.
مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان څخه فارغ او د مدينې منورې اسلامي پوهنتون زده کونکی.
مفتي هدايت الله ناصري – د افغان مدرسې استاذ. کابل.
مفتي نورالله عزام- د افغان مدرسې مدير، کابل.
مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل او د افغان مدرسې استاذ.
مولوي صالح محمد عطشان- د الجامعة العلوم الاسلامية الخضريه مدير. کندهار.
قاري عبدالرحمان مدني- له جامعه محمديه څخه فارغ او د مدينې منورې د اسلامي پوهنتون زده کونکی.

بحث د مديرانو او با تجربه استاذانو د تجربو او معلوماتو غور چاڼ دی.
د مدير غوره صفات

شخصي صفات:

لومړی: کامياب مدير له صحي او نفسي پلوه روغ وي، او په ظاهري لحاظ مرتب او منظم وي، او د مدرسې غير منتسبینو ته د يو مؤثر قائد په توګه په مدرسه کې څرګنديږي، د موضوع د عملي کولو لپاره قاطعيت لري. پر خپل ځان به پوره باور لري، په عامو مجلسونو کې د خپل مظهر او تشخص پاملرنه کوي، له غوسې څخه ځان ساتي او په ورين تندي خلکو سره خبري کوي.

دويم: مدير دپراخه اړیکو جوړولو او ساتلو ظرفیت لري، تنګ نظره ، ګوښه نشينه او ځان خوښی نه وي، تکبر نه پیژني خو دارامي طبعي خاوند وي او چې کومه ستونزه پېښېږي نو د پېښې حقيقت ته ځان رسوي. مدير بايد زړه ور او پر خپلو ټولو افرادو مؤثر وي، او پر هغوی بشپړ اغېز لري، د اغېز لرلو يوه لار يې داده چې د خپل ماتحت خلکو ورځنۍ ګړني په پوره توګه وڅاري او دورځنيو چارو ارزيابي وکړي.

دريم: مدير بايد د حکمت څښتن وي، سخي وي، صبر ولري، دروند او سنګين سړی وي، مدير کې استقامت او زکاوت وي خپلو افرادو سره نيکي کوي، پر خپل ژبه او نفس حاکميت لري، په ژمنه کې رښتونی وي، زغمونکی وي او ځانګړې پوهه لري، قهرجن به نه وي حسد به نه لري، متکبر به نه وي، په سلوک، مقرراتو، اصولو او د وخت په پابندي کې له نورو مخکي وي خبرې يې باسليقه، منظمې او له ادبه ډکې وي.

څلورم: مدیر باید فعال او مبتکر ذهن لرونکی وي، او تل دخپلو چارو دراتلونکي په اړه فکر کوي، دخپل کار په ساحه کې د اړيني او نوښتگرانه رایي دیاداښت کولو عادت لري، او په مناسب فرصت کې یې دعملي کولو په اړه اقدام کوي، خپل ذهن په زیرک او شکاک توگه کاروي، چې له امله یې خوشباوري نه پېژني، داسې چې دهر کار اړوند یقین ته دشک له لاري ځان ورسوي.

پنځم: کامياب مدير خپله اشتباه مني، او له تېروتني وروسته سمدلاسه حق ته رجوع کوي، د هر چا نېکه مشوره مني، پر مشوره باور لري، درایي ارزوني طریقه یې شورایي او په دلائلو بنا وي، په پراخه سینه دتنقید کولو او تنقید زغملو حوصله لري، احساسات او جذبات یې په کنترول کې وي، دمشورې په پای کې درایو دارزوني او ورنه دګټې اخيستنې ملکه لري، د شخصیت په پرتله کار او رايې ته لومړيتوب ورکوي، د ادارې پرمختګ ته کار کوي نه په مدرسه کې د ځان پرمختګ لپاره، رايه اخلي او رايه نه تحميلوي او اجرائات په چټکۍ سره کوي او خپلو افرادو ته مکافات ورکوي په ځانګړي او ټاکلي وخت کې موخو ته رسيږي، د خلکو تر مخ افراد تقدير کوي او په يوازې حالت کې يې تهديدوي.

معنوي صفات:

مدير بايد هر وخت خپل رب ته متوجه وي، تل يې ژبه په ذکر لنده وي او تلاوت ډېر کوي، په مدير کې بايد اخلاص وي، اخلاص معنی دا چې د زړه له تله او په مينه له خپل مسؤليت څخه زيات کار کوي، هره شېبه ځان مسؤل بولي، تقوا او په هر کار کې ښه نيت ولري زړه سواند او مهربان وي. کامياب مدير هغه دی چې دځان په ارتباط یې اجتماعي فکر غالب وي، په اجتماع کې دژوند کولو څخه خوند اخلي، او له انانیت څخه کرکه لري.

د مدير لپاره دا هم مهمه ده چې په ظاهري او معنوي لحاظ له خپلو استاذانو سره د فکر همغږي ولري، د دار العلوم ديوبند په اته اصولو کې دا هم دي چې بايد د استاذانو او مدير ترمنځ همغږي وي ځکه چې په دې کې مدرسې ته خير ډېر وي او بله دا چې شاګرد له استاذ څخه ډېر رنګ اخلي نو استاذ که مدير سره همکار نه وي مدير هيڅکله نشي بريالی کېدلی.

مسلکي صفات:

مدير له درې اساساتو څخه عبارت دی: مسؤليت، صلاحيت او استعداد، بې صلاحيت مسؤل او بې استعداده صلاحيت لرونکی ناکام دی، کامياب مدير هغه دی چې د درې واړه اساساتو څخه برخمن وي. مدير دوه ډوله مسؤليتونه لري: د افرادو مسؤليت او د عمل مسؤليت؛ نو بايد په دواړو مسؤليتونو کې اعتدال وساتي، ځيني مديران پر افرادو ډېر فشار راوړي چې پرمختګ، نوښت او ابتکارات وکړي خو په نتيجه کې تکړه افراد له لاسه ورکړي او ځيني بيا عمل ته ډېر پام اړوي افرادو ته متوجه نه وي په پايله کې د افرادو ترمنځ ګډ وډي رامنځ ته شي.

مدير بايد په خپل مسلک کې د لاندې صفاتو څخه برخمن وي:

۱. مدير داسې غړي استخداموي چې د وړتيا سره سره د نظر خاوند وي او د پرمختګ فکر ولري.
۲. کله ناکله د نورو کارکوونکو په وړاندې د ځانګړي کارکوونکي ستاینه کوي څو تشويق او تحريض شي،
د ستونزو پرمهال له کارکوونکو سره مرسته کوي او د کارکوونکو نفسيات له پامه نه غورځوي، کار ورسره خوند کوي او پر خپلو په غړيو باور لري او کارکوونکو ته د ښه کار او وړتيا پر بنسټ لومړيتوب ورکوي نه دا چې د ده ستاينه وکړي.
۳. کارکوونکو سره د انسان په څېر رويه کوي او ښې اړيکې ورسره لري او دگډي همکارۍ اوتشریک طرفدار وي ښه حوصله پکې وي؛ یعنی په گروپ کې دکار کولو او هم دگروپي کار دهماهنگ کولو وړتیا ولري.
۴. دانفرادي او اجتماعي دواړه ډوله کارونو لپاره یې وخت تنظیم کړی وي، هرکار دپلان له مخي کوي، او پلان دټاکلي مودې په دائره کې تطبیقوي.
۵. ادارې تعامل او روش یې داسې وي چی په اداره کی هر همکار یی خپل خواخوږی او دوست بولي، په ادارې چارو کی یې څوک دشخصي تمایلاتو احساس نه کوي او په ټولو کارنو کې ځان د اولني مسؤول په توگه ښکاره کوي.
۶. هر څه په زیر څاري، او ذهن ته یې نه هېرېدونکی تصویر داخلوي په دې معنا چی دهرکار څارنه یې دومره دقیقه وي چې دهغه کار اړوند ټولي خواوې د (الف) نه تر (ی) پورې خپل ذهن ته کاپي کوي، دا کار که څه هم ریاضت غواړي خو دذهن عادي کول ورسره گران کار نه دی، د دې گټه داده چې دخپل مدیریت په دائره کې ټولې نېمگړتیاوي په بداهت سره درک کولی شي.
۷. غښتلی او فعال مدیر تل دقضایاو سره قاطع برخورد کوي، او په نامساعدو پېښو او حالاتو کې دحل لار ویستلی شي او عاجله پریکړه نه کوي، تصمیم وروسته نیسي خو قاطع او تلپاتي، دادارې لوائحو او اصولو ته په ارزښت قائل وي، په کارونو کې یې اولویتونه معلوم وي، رښتونی، امین او دوعدې پابند وي.
۸. خپل اشتباهات او تېروتني یې ورته مستحضر وي، او ورڅخه پر ځای ګټه پورته کوي او تل د «وبه شي » پر ځای د « ودې شي» په اصل چاري پر مخ بیایي.
۹. فعال مدیر دیو مرجع په توگه تل دخپل مرجعیت دخوندي ساتلو په کوښښ کې وي، او دنورو دمرجع په توگه په کارنو کې ځان ته دشکایت موقع نه برابروی، ځکه کله چی مرجع شکایت پیل کړي نو دمراجعینو او مامورينو ستونزي به څوک حل کوي؟.
۱۰. کامياب مدير مناسب پلان جوړوي، په پلان کې د کارمندانو وړتياوو او وخت ته ځانګړې پاملرنه کوي،
تعقيب او څارنه کوي ښه تنظیم او تنسيق کوي، راتلونکي ته متوجه وي په اهدافو متمرکز وي د پرېکړې وړتيا لري او د کیف، کم او وخت پوښتنې کوي.

مدير او مدرسه:

مدير هغه مهال کامياب شمېرل کيږي چې لاندې ځانګړنې ولري:

• مدرسه پاکه او منظمه وي، مدرسه په عمراني لحاظ پرمختګ کوي، او مدير په دې تړاو له سخا څخه کار اخلي، او له بخل څخه ځان لرې ساتي.

• د مدرسې ما حول آرام وي، ستونځې نه وي، جنګ جدل نه وي، که پيدا شي مؤقتې او عمر يې لنډ وي، ځکه تعليمي پرمختګ آرامې فضا ته اړتيا لري.

• مدرسه د کار او نشاط ځای وي، نه يواځې د تلقين او تلقۍ، تعليمي وسائل مختلف وي، يو ډول نه وي، او وخت په وخت په کې بدلون او پرمختګ راځي.

• مدرسه کې د قدرت خلا نه رامنځته کيږي، او کارونه نه دريږي، مدرسه معقول لوائح لري، چې د تطبيق قابل او ګټور وي.

• مدرسه کې ګډوډي او حيرانتيا نه ليدل کيږي، يعنې هر څه د اوږد مهالو منځ مهالو او لنډ مهالو فيصلو له مخې د اهدافو په لور درومي.

• مدرسه کې ثواب او عقاب دواړه وي، مدرسه کې همکاري وي، مدرسه او کورنۍ سره تړلي وي، مدرسه او ټولنه سره تړلې وي، په ټولنه کې يې مثبت اثر ليدل کيږي، مدرسه فعاله وي او د ټولنې حاجات پوره کوي.

• مدرسه کې چې کومه پېښه وشي مدير سمدلاسه ځان ور رسوي او هلته خپل مديريت ښکاره کوي.

• بی ځایه مداخله نه کوی، ولی دبې ځایه مداخلې او تشبث مخه نیولی شی، فکر، رایه او جیب یی داداری همکارانو سره شریک وی، او دهغوی په خدمت کی وی.

• ضوابطو ته په روابطو ترجیح ورکوی، په اداري امورو کی دگذارې کولو قائل نه وی.

• دخپل مدیریت په سمبالولو کې د وړ او غښتلو استعدادونو تشخیص کولی شی، او په مناسب وخت او مناسب
فرصت کې دهغوی په گومارلو قادر وي.

مدير او استاذ:

د استاذ سره په اړیکو کې مدير په لاندې حالتونو کې کامياب شمېرل کيږي.

۱. کله چې د استاذ په ادا او کردار کې دوامدار پرمختګ ليدل کیږي.

۲. کله چې استاذ د ظلم بې انصافۍ او بد اخلاقۍ احساس ونه کړي.

۳. کله چې استاذ له خپل وخت څخه وروسته نه شي، او غير حاضري ونه کړي.

۴. کله چې استاذ په خوښۍ او خندا صنف ته راځي.

۵. کله چې استاذ ټاکلی منهج سرته ورسوي.

۶. د استاذانو له استعدادونو څخه ښه کار اخيستلی شي او د هر يوه له مزاج سره سم ورسره تعامل کوي.

مدير او شاګرد:

له شاګرد سره په اړیکو کې مدير په لاندې حالتونو کې کامياب شمېرل کيږي:

• چې شاګردان له يوه وخت څخه بل وخت ته په ښه کېدو وي، چې د دې معلومولو لارې ډېرې دي.

• چې شاګردان په ټولنه کې ځای نيولی شي.

• چې شاګردان يوه ورځ هم بې درسه پاتې نشي.

• چې شاګردان د خپل مدير په حضور، او شتون خوښيږي.

• د شاګردانو هغه ستونځې چې د مدرسې اړوند وي، په اسانه حل کيږي.

• چې شاګردان په خپل ځان باوري، او د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره خپله فکر کوي.

• چې شاګردان د فکر او نظر ازادي ولري.

• چې شاګردان مختلف وي، کاپي پيسټ نه وي.

• چې شاګردان له مدرسې نه تښتي او غير حاضري نه کوي.

• چې شاګردان د مدرسې د لوائحو مخالفت نه کوي.

• چې شاګردان په اسلامي انساني او اخلاقي ارزښتونو سنبال وي.

• چې مدير شاګردانو سره دائمې ارتباط لري او هغو اساساتو ته پاملرنه کوي چې شاګر پرې ښه روزل کيږي.

• شاګردانو سره علمي روابط ولري د دوی د علمي او تربيتي روزني لپاره برنامې ولري، ترڅو د دوی فکري روزنه وکړي.

د مدير د کامياب کاري پلان څلور مرحلې:

په عامه توګه مدير په څلورو مرحلو خپل کاري پلان پرمخ بيولی شي:

پلان جوړول:

کار کم وي او که زيات چې کله يې هدف وټاکل شي، د هغه لپاره تر ټولو لومړی پلان ګوزاري ده، او مدير بايد د خپل کار لپاره دوه ډوله پلان ولري: لنډ مهاله پلان او اوږد مهاله پلان، لنډ مهاله پلان معنی دا چې نن بايد څه وکړي او سبا بايد څه وکړي او په اونۍ کې بايد څه وکړي. اوږد مهاله پلان پنځه کلن پلان او يا تر دې زيات وي، هرکار چې کوي بايد لومړی يې پلان چمتو کړي او بيا د پلان سره سم خپلي چاري پرمخ يوسي.

تطبيق:

پورتني دواړه پلانونه په درې برخو وېشل کيږي، جاري پلان، د پرمختګ پلان او انکشافي پلان. مدير به دا وړتيا لري چې د ادارې لپاره کوم اصول ټاکل شوي بايد کله، کوم وخت او د حالاتو سره سم څنګه تطبيق شي. په تطبيق کې يو هغه ډول اصول دي چې بايد مشوره او فکر ورته وشي او بل هغه ډول چاري دي چې له اجتهاد او سوچ پرته يې تطبيقول اړين دي او په کوم کې چې اجتهاد ته ضرورت نه وي هلته بايد فکر او مشورې ته وخت ور نه کړل شي، مدير بايد د پلان د هرې برخې د تطبيق پوره وړتيا او صلاحيت ولري او په تطبيق کې خپله برخه واخلي.

مراجعه او د تنفيذ څارنه:

مدير بايد يوازې په پلان وضع کولو بسنه ونه کړي او نه هم يوازې په راپورونو اورېدلو باور وکړي بلکې د پلان د عملي کولو پروخت د پلان د تطبيق کتنه او پوره څارنه به کوي، کامياب مدير هغه دی چې مستقيما د هر کار تنفيذي پلان څارنه په خپله کوي.

پرمختګ:

د پلان وخت پر وخت څارني وروسته بايد مدير نېمګړتيا وي هم په ګوته کړي او هغو ټکو ته ډېر پام واړوي چې د ادارې په پرمختګ کې کليدي رول لوبولی شي، او د پلان د تطبيبق پر وخت بايد پرمختګ ته ډېر پام واړوي. ښه پلان ولري او په قاطع ډول او په خوږه لهجه يې تطبيق کړي او په خپل موفق باندې سره له دلائلو کلک ولاړ وي.

د پلان په عملي کولو کې بايد دا ملکه ولري چې دوخت د اړتيا سره سم څنګه وکړای شي د هغه وخت وسائل په کار واچوي ترڅو ګټه ترې واخيستل شي او پر مخ ولاړ شي، او خپل پلان له مخکې څخه د ادارې ټولو غړو او استاذانو ته واضح کړي، ټول له خپلو اصولو خبر کړي او د مسؤليت اړوند داسې وسائل په کار واچوي چې دی خپل هدف ته ورسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د