ورزش

پاکستان بیا هم د انګلینډ په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او انګلینډ لوبډلو تر منځ د څلورو یوه ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د پاکستان لوبډلې ته په ۸۴ منډو ماتې ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې غوره پریکړه وکړه او وتوانید د توپ وهوونکو پیاوړې توپ وهنې سره سیالې لوبډلې ته ستر هدف وټاکي.

انګلینډ لوبډلې د رای غوره او بټلر پیاوړی او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۵۵ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره رای په ۱۱۷ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۲ او روټ په ۷۱ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۱ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې بټلر په یوازې ۵۲ توپونو د لسو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۱۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان لوبډلې لپاره محمد عرفان او اظهر علي دوه دوه ویکټې او یاسر شاه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د پاکستان لوبډلې په ۴۰.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۸۴ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د پاکستان لوبډلې لپاره شعیب ملک په ۳۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۲، بابر اعظم په ۵۱ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۱ او اظهر علي په ۳۲ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د انګلینډ لوبډلې لپاره معین علي درې، راشد درې، ویلي دوه او ټوپلي یوه ویکټه واخیسته.

دغې لوبې ګټلو سره انګلینډ د څلورو یوه ورځنیو سیالیو لړۍ د ۳-۱ له توپیر سره وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x