افغانستان

محمد اشرف غني وايي چې طالبان د ټولې جنوبي اسیا لپاره ګواښ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني په قزاقستان کې محصلینو ته په خبرو کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو قوت دا په ډاګه کوي چې دوی د ټولې جنوبي اسیا لپاره ګواښ کېدای شي.

محمد اشرف غني د قزاقستان د استانې په نظربایف پوهنتون کې محصلینو ته دا هم وویل چې طالبان تر بنګله دیش پورې هم د خپرېدو په حال کې دي.

نوموړي دعوه وکړه چې طالبان په افغانستان کې محبوبیت نه لري، په وينا يې که ټاکنو کې ګډون وکړي نو وبه يې نه ګټي، خو ويې ونه ویل چې د ولس له ملاتړ پرته د طالبانو پرمختګ څنګه توجيه کوي.

ولسمشر د قزاقستان د ولسمشر په وړاندیز هغه هېواد ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ، چې د ارګ د خبرپاڼې له مخې تېره شپه بېرته راورسيد.

محمد اشرف غني په داسې حال کې د طالبانو د پرمختګ او په ټوله کې جنوبي اسیا لپاره د هغوی د ګواښ خبره کوي چې طالبانو پرلپسې ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې دوی د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او د دوی پرمختګ به د هیچا د ګټو لپاره تاوان نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x