نظــر

د جدې شپږمه او روانه غمیزه

که څه هم په افغانستان باندې د روسانو وحشيانه تېری په ښکاره ډول د ۱۳۵۸ لمريز كال د مرغومې په شپږمه نېټه پيل او د ۱۳۶۷ كال تر سلواغې مياشتې پورې يى دوام وكړ، خو داسې هم نه ده، چې په ناڅاپي ډول روسانو په دغې ورځ تیری کړی وی، بلکې د روسانو وحشيانه تيري ته امان الله خان له وړاندې لاره هواره کړې وه، هغه داسې کله چې روسانو په بخارا او شاوخوا اسلامي هېوادونو باندې یرغل وکړ، نو په لومړي سر کې د وخت پاچا امان الله خان په شمول افغان مسلمان ولس د بخارا د مظلومو مسلمانانو ملاتړ کاوه، تر دې چې ډېرو افغانانو په دغه سپېڅلی جهاد کې ورسره عملي ګډون هم کړی وه.

که څه هم په ١٩٢١م کال کې نوموړي پاچا، روسانو ته، د يوه تړون په لاسیک کولو سره په هرات، مزار شريف، کندهار او غزني ولایتونو کې د سياسي دفترونو پرانستلو اجازه ورکړه، خو په هغه وخت کې د روسانو په وړاندې د بخارا او شاوخوا سیمو یاد جهاد په وړاندې څه خنډ رامنځته نه شو، او نه سمدستي مخه ونيول شوه.

خو روسانو سره یادې اړيکې په تدريجي ډول، دومره په وړاندې لاړې چې د ١٩٢٦م کال د اګست په ٣١ مه نېټه يې په پغمان کې پخواني تړونونه یې، په څويم وار ورسره بیا نوي کړې، او د کابل او شوروي ترمنځ هوائي کرښه پيل شوه، ديپلوماتيکې اړيکی دومره پرمخ لاړې، چې امان خان روسانو سره یاد تړون او پرېکړو، دې ته اړ کړ، چې هم د بخارا مجاهدينو سره اړيکی غوڅې کړي، او هم افغانان په دغه جهاد کې د ګډون څخه منعه کړي.

بدبختانه، که امان الله خان د بخارا مجاهدینو له مرستې لاس نه وای اخستی، او زمونږ مجاهد پلرونه او نيکونه يې هم د بخارا له جهاد څخه نه وای راګرځولی، نو نه به روسانو په افغانستان باندې یرغل کړی وی، او نه به تراوسه افغان مظلوم ولس د وير او ماتم په غمژن ټغر کلونه کلونه کښېناستل.

د سورة الانفال د [۵۸] اية مضمون دى چې که د کوم قوم د خيانت څخه ډارېدلې او حال دا چې د هغه سره دې معاهده کړې وي، نو په ډاګه او علني توګه يې د معاهدې څخه تېر شه، چې هغه پرې خبر وي او ته هم.

بيا متاسفانه چې امان الله خان د روسانو ښکار شو د دې پر ځای چې د خيانت څخه وورېږي، مرستې ته یې په تمه شو او الله تعالی يې هېر کړ.

بيا وروسته نادر خان او ظاهر خان هم د روسانو سره راشه درشه او ناسته ولاړه درلودله او تعلقات يې ورسره خواږه وه، زده کوونکي وراستول کېدل او د هغه ځايه فني ماهران راغوښتل کېدل.

مګر دغه تعلقات داوُد خان په وخت کښې اوج ته ورسېدل چې ټوله نظامي زده کړه ورته وسپارل شوه او سلاح هم د روس څخه خريداري شوه، البته هغه هماغه زړه سلاح خو یوازې په رنګ باندې یې ورته نوې ښکاره کوله.

د سورة فاطر د [۱۰] اية مضمون دى چې بد تدبير او چل پخپله د چل کوونکي په سر تمامېږي.

هماغه وه چې په ١٣٥٢ هـ ش کال کښې يې داؤد خان د يوې جعلي کودتا په صورت کښې په تخت کښېناوه او بيا يې د بلې کودتا په ترڅ کې په ١٣٥٧ هـ ش کال په خپلو وينو ولمباوه او بل مزدور يې ورته پيدا کړ چې هغه نور محمد ترکى نومېده او هغه يې هم تر ١٣٥٨ هـ ش کال پورې ژوندى وساته او بيا يې ورته په خوله باندې بالښت کېښود چې تر ابده يې چپ کړ او نطاقي يې حفيظ الله ته وسپارله هغه ته يې هم د ١٣٥٨ هـ ش کال د جدي په ٦ مه نېټه زهر ورکړل، البته دا مادي زهر وه، معنوي زهر خو يې لا څو کاله پخوا ورکړي وه.

دلته نو روسان پوه شول چې دا وړۍ نه شړۍ کېږي ترڅو نيغ په نيغه یرغل ونه کړو، نو ببرک يې د روسيې څخه په ټانګ باندې سور راوست او د افغانانو په سرونو باندې يې د يوې په شا راوړې بلا په توګه ورواچاوه.

که څه هم دغه چل او دوکه په افغانانو باندې څه تاثير ونه کړ، او دوى پوهېدل چې روس هماغه يو روس دى اګر که شاه شجاعان ډېر دي نو د همدې کبله د ببرک په لرې کولو او د ډاګټر نجيب الله په کښېنولو باندې په جهادي ليکو کې کوم سکون او رکود رامنځته نه شو، بالاخره د الله جل جلا له په فضل دغه کمونستي لاسپوڅی رژيم هم، د مجاهدينو په لاس راوپرځول شو.

روسانو خيال کړى وه چې افغانستان به د چکوسلواکيا په شان په اسانۍ ونيسي خو داسې ونه شوه او دا خوب یې اوبو یووړ، افغانان مسلمانان دي نو په هغه ذات (الله تعالی) باندې توکل درلود، چې د روسانو غوندې ډېر فرعونيان يې هلاک کړي دي، او ډېرو کمزورو خلکو ته يې په ځمکه کښې خلافت ورکړى دى.

په دې کې څه شک نشته چې افغاني ډلو، روسانو او د هغوی تالي څټو سره د جهاد پرمهال څه نيمګړتياوې لرلې  که هغه نيمګړتياوي نه وای نو ياد کمونستي یرغل به ډیر ژر پای ته رسېدلی وی. او اوسنۍ روانه غمیزه به نه راتله.

خو متاسفانه، د تېرو بدبختیو شيندل شوی تخم، له هیواده نه وه جارو شوی، هغه دا چې د پخوانيو کمونستانو پاتې شوني چې په جهادي تنظيمونو کې ورننوتلي وه، جهادي تنظيمونه يې په خپلو منځو کې په جنګ واچول، په پایله کې یې د خپلمنځي جګړو اورونو، نه یوازې ګران هیواد په کنډواله بدل کړ، افغانان له ډیرو نورو ستونزو او کړاوونو سره هم مخ شول، هر غل او مفسد وسله په غاړه کړه، د خلکو د شتمنيو د لوټ کولو په موخه یې کورونه او بازارونه چور کړل، په لارو او سړکونو کې یې په رڼا ورځ پاټکونه واچول، بې ګناه خلک يې په یو نوم او بل نوم ووژل، او دې ته ورته نور ډول ډول جرمونو او جنایتونو په هېواد کې توره تیاره يو ځل بيا خپره کړه.

خو له نېکبخته الله تعالی په خپل مظلومو بندګانو په دغه سخت حالت کې رحم وکړ، یو لوی نعمت یې ورپیرزو کړ، چی علماؤ او طالبانو ته یې توفیق ورکړ، چې له هیواده، د ظلم، وحشت، ټوپکسالارۍ او پاټکسالارۍ ټغر په ټولېدو کړي، او اسلامي امارت رامنځته کړي. خو د انساني فطري کمزوتیا له وجې، په دغه لوی نعمت (اسلامي امارت) باندې د ناشکرۍ له امله، نوموړی ستر نعمت هم بېرته له افغانانو واخستل شو، او د راوني بدبختيو پخواني عاملینو ته د صلیبیانو په یرغل کولو سره بېرته د وحشت او بربریت ترسره کولو موقع په لاس ورغله، او اوسنۍ فاسده اداره یې رامنځته کړه.

افغان مظلوم ولس د پخواني سرکشه او د وخت فرعون (روس) د وحشتونو، او د هغوی له وجې راپیدا شوو بد بختیو له امله کلونه کلونه کړیدلی او ناارامه وه لا یې د اسلامي امارت په راتلو سره د ارام ساه پوره نه وه اخستې چې بل داسې سرکشه او وینې زبېښونکی شرمېدلي یرغلګر (امریکا) پرې یرغل وکړ، چې د روسانو او د هغوی له لاسپوڅو څخه یی هم په وحشت او ورانکاريو کې واړوله. خو افغان مظلوم، کړیدلی زوريدلی خو غیرتی او باتور اولس بیا هم جهادي مورال او افغاني غیرت له لاسه ورنه کړ. او د سپین بیرغ لاندې یې وسله وال جهاد ته ادامه ورکړه. تر دې بریالیتوب درشل ته رسېدلی ښکاري، خو له دې لپاره چې د دغه جهاد ثمره ژر ترلاسه کړو، او پخوانۍ تجربې بیا تکرار نه شي، نو د یو بیرغ لاندې راټولیدل ستره اړتیا ده،

خو هاغه څه چې د تیرو بدبختیو پاتې جرړې له منځه وړلی شی، هغه د صلیبی یرغلګرو په وړاندې د یووالي او ورور ولۍ سنبولیز صف (اسلامي امارت) کې د ټولو اسلامپالو ډلو او اشخاصو راټولېدل دي او بس. ځکه یووالی داسې وسله ده چې هيڅ دښمن ورسره مقابله نه شي کولی. که داسې وشول نو صلیبي یرغلګر او د هغوی لاسپوڅي فاسده اداره او نور د پخوانيو بدبختیو عاملین به ټول له هیواده ورک او سوله، سوکالي او ډاډمنه فضا به رامنځته شي ان شاء الله.

اجمل مومند           

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x