خبرونه

د ماليې وزارت اود لوګر د کانونو رياست ۴ مسؤلين د رشوت په تور نيول شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت د کانونو رئيس او د اراضي ادارې امر يې د رشوتونو د اخيستلو په تور نيولي دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي رسنيو ته وويل چې د لوګر د کانونو او پېترولو رييس اجمل سهاک تېره ورځ د کابل د نوي ښار په سيمه کې د لويې څارنوالس په امر د ملي امنيت له لوري نيول شوی دی.

ستانکزي وويل چې سهاک د کروميټ ډبرو کان د ناقونه کېندنو له امله تورن دی او ددې کېندنو په معامله کې يې له خلکو ۱۰ زره امريکايي ډالره رشوت اخيستی دی.

د لوګر والي حليم فدايي د اجمل سهاک نيول تاييد کړی دي او ويلي يې دي چې د لوګر چارواکو په دې ولايت کې د فساد د مخنيوي له پاره ګامونه پورته کړي دي او له دې وروسته به هم په دې ولايت کې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې نور ګامونه هم واخلي.

فدايي زياته کړه چې اجمل سهاک عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی او ترڅېړنو لاندې دی.

بل لور ته د لوګر امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدجان وويل چې د لوګر د اراضي ادارې امر عبدالاحد هم تېره ورځ له دې امله ونيول شو چې نوموړي د پل علم اړوند امنيې قومندانۍ ته څېرمه د لسګونه جريبه ځمکو قانوني اسناد غاصبينو ته ورکړي دي.

هغه وويل چې له نږدې دوه اوونيو راهیسې يې د ځمکو د غصب په تور ۱۰ تنه نور هم نيولي دي چې تر څېړنو لاندې دي.

بل خوا ته د ماليې وزارت وياند وايي چې ددې وزارت دوه تنه کارکوونکي يې د بډو په تور نيولي دي او څارنوالۍ ته يې ورپېژندلي دي.

د ماليې وزارت ويانداجمل عبدالرحيم زي وايي چې د نيول شويو کسانو دوسيه تر څېړنې لاندې ده چې له څېړلو وروسته به د قانون له مخې په سزا محکوم شي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې اداري فساد هغه ستونزه ده چې د افغانستان ټولې ادارې يې له ګواښ سره مخ کړي دي چې له ډېرو هڅو سره سره بيا هم دولت نه دی توانېدلی چې د نظام له ادارو څځه فساد له منځه يوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x