نظــر

کالکي اوتار

Dr-nisar ahmad samad
لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

لیکوال : آی . ایچ . مغول
ژباړن : نثار احمد صمد-

په هند کی چاپ سوي کتاب « کالکي اوتارا » په نړۍ کی یوه لړزه او هنګامه راپیدا کړې ده . په دې کتاب کی ویل سوي دي چی د هندوانو په مذهبي کتابو کی چی د کالکي اوتار کومه یادونه سوې ده ، هغه وروستی رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی .

که د دې کتاب لیکوال کوم مسلمان وای ، نو تر اوسه به په جېل کی بندي وای او پر دغه کتاب به بندیز لګېدلی وای . خو د دې کتاب لیکوال « پنډت وید پرکاش » یو برهمن هندو دی چی د الله آباد پوهنتون علمی غړی دی . دئ د سنسکریت ژبی مشهور څیړونکی او یو پوهاند دی . ده خپله دغه څیړنه د هیواد اتو مشهورو څیړونکو پنډتانو ته وړاندی کړه چی هر یو په خپله خپله څانګه کی مستند او مدلل پیژندل کیږی . نوموړو پنډتانو په ډیر غور د دې کتاب تر مطالعې او څیړنی وروسته ومنل چی په کتاب کی وړاندی سوي حوالې مستندی او مؤثقی دي . هغوی د خپلی څیړنی عنوان « کالکي اوتار » یعنی د ټول کاینات لارښوونکی وټاکی .

د هندوانو په مهمو دینی کتابو کی د یو ستر لارښوونکی ذکر سوی دی چی « کالکي اوتار » یې بولی او د هغه څخه مطلب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چی په مکه کی پیدا سوی دی . فلهذا ، ټول هندوان چی هر ځای اوسیږی ، باید نور نو کوم « کالکي اوتار » ته منتظر نسي بلکی باید اسلام قبول کړی او د وروستي رسول (ص) پر پل رهي سی چی ډیر پخوا د خپل مأموریت او رسالت تر بشپړولو وروسته له نړۍ څخه کوچېدلی دی .

پنډت وید پرکاش د خپلی دغه ادعا د دلیل له پاره د هندوانو د مذهبي کتاب « وید » لاندینۍ حوالې په دلایلو سره وړاندی کړي دي .

۱ـ د « وید » په کتاب کی لیکلي دي چی « کالکي اوتار » به د بګوان له خوا وروستی لارښوونکی وی چی ټولی نړۍ ته به لارښوونه کوی . پنډت وید پرکاش د دغو کلماتو تر رااخیستلو او حوالې وروسته وایی چی دا یوازی د محمد صلی الله علیه وسلم په هکله صدق کوی .

۲ ـ د دې هندو دینی کتاب د پیش ګویی له مخی به « کالکي اوتار » په یوه ټاپو ( جزیره ) کی زوکیږی . خو دا هماغه عربي سیمه ده چی « جزیرة العرب » نومیږی .

۳ ـ په همدې سپېڅلي کتاب کی لیکل سوي دي چی د « کالکي اوتار » د پلار نوم به « وشنو بهګت » او د مور نوم به یې « سومانب » وی . په سنسکریت ژبه کی « وشنو » د خدای په معناوو سره استعمالیږی او « بهګت » د غلام او بنده په معنی دی . لکه څنګه چی په عربي ژبه کی د « وشنو بهګت » معنی او مفهوم د الله بنده یعنی « عبدالله » دی . همدا راز ، په سنسکریت ژبه کی د « سومانب » مطلب امن دی چی په عربی ژبه کی به « آمنه » سی . موږ ګورو چی د وروستي رسول (ص) د پلار نوم عبدالله او د مور نوم آمنه دی .

۴ ـ په « وید » کتاب کی لیکلی دي چی « کالکي اوتار » به زیتون او خرما استعمالوی . دا دواړی میوې د رسول الله (ص) خوښی وې . « وید » زیاتوی چی هغه به په قول کی رښتین او امین وی . نو لکه چی معلومه ده ، په مکه کی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له پاره د صادق او امین لقب استعمالېدی .

۵ ـ د « وید » له مخی به کالکي اوتار د خپلی منطقې د عزتمن کهول او ټبر څخه وی . او دا هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کی صحیح ثابتیږی . هغه دا چی رسول الله (ص) د عزتمن قریش ټبر څخه و چی په مکه کی تر ټولو زیات محترم قوم و .

۶ ـ زموږ کتاب وایی چی بګوان به « کالکي اوتار » ته د خپل خاص استاځي په واسطه په یو غار کی ښوونه وکړی . په دې ارتباط هم دا ثابته ده چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کی هغه یوازینی شخصیت دی چی د حِرا په غار کی یې د خپلی ځانګړي فرشتې یعنی جبرایل (ع) په واسطه تعلیم ورکړ .

۷ ـ  زموږ د بنسټیزی عقیدې له مخی به بګوان « کالکي اوتار » ته تر ټولو خورا ګړندی آس عطا کړی چی پر هغه به سپور سی او د مځکی او اوو آسمانو سفر به په وکړی . نو آیا د حضرت محمد (ص) له خوا « معراج ته پر بُراق باندی سفر » همدا نه ثابتوي ؟

۸ ـ موږ په دې عقیده او یقین یو چی بګوان به د « کالکي اوتار » ډیره مرسته وکړی او هغه ته به ډیر قوت عطا کړی . موږ پوهیږو چی د بدر په جنګ کی الله تعالی د محمد (ص) سره د ملایکو په ذریعه کومک وکړ .

۹ ـ زموږ د ټولو مذهبي کتابو له مخی به « کالکي او تار » په آس سورلۍ ، غشي ویشتلو او توره وهلو کی ماهر وی .

پنډت وید پرکاش چی پر دغه ماده کومه تبصره لیکلې ده ، ډیره مهمه او د غور وړ ده . دئ لیکی چی د آسونو ، تورو او نیزو زمانه ډیر پخوا تیره سوې ده . نن د ټانک ، توپ او راکټ غوندی وسلو د استعمال عصر دی . پس دا معقوله نه ده چی موږ د همدغسی « کالکي اوتار » د راتګ انتظار ولرو .

نو حقیقت دا دی چی په مقدسو کتابو کی د « کالکي اوتار » ښکاره اشارې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله دي چی په نوموړو ټولو جنګي فنونو کی یې بشپړ مهارت درلود . د ټانک ، توپ او راکټ په دې عصر کی د آس سپاره ، توره وهونکې او غشي ویشتونکې کالکي اوتار انتظار یو حماقت دی .

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khalil

ماشاالله، ډاکتر صاحب!

په زړه پوری معلومات په قلم دی برکت شه!

غوربندي

محترم داکتر صيب

تاسو ته سلام او احترام

هندوايزم خو اسماني دین نه ده نو دوی پخپل کتاب کی دا خبری له کومه راخيستي دي?

آیا هندوان اهل کتاب دي?

په دي مقاله کی د اسلام د تصدیق تر سنگ د مرجع په توگه د هندوانو د کتاب قسمي او ضمني تصدیق هم شوی ده.

ستاسو د وضاحت په هيله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x