badloon

اند و اند(۵): ناڅاپي بدلون!

چې کله تاسو د خپل فامیل په مشوره چې د هغوی لخوا تاسو تل -د هغوی په خوښه – د یوه ټاکل شوي بخش په لور بلل کیږئ ځکه د هغوی په اند په ننې نړۍ او په افغانستان کې یې مارکیټي اړتیا ده؛ چې کله د نورو په تجربو تاسو د هغوی د لید له امله تل د دوو ډولو مشورو سره مخ شئ: یا به مو خپل بخش ته داسې رابلي چې پرته له دغه سکتور څخه کامیاب به بل څه نه وي او یا به درته د خپلې ناکامۍ او د ناهیلې تجربو یوه داسې لنډیزه جمله ووايي چې زړه به درته د هغه بخش څخه تورن کړي؛ چې کله د والدینو په خواهشاتو چې لا زیږیدلی به نه وی او وار دمخه به یې درته راتلونکی جوړ کړی وي او ځانونو او نورو ته به داسې وايي: ان شاء الله زه به د خپل زوی نه ډاکټر جوړوم! بل به وايي زه که زیږوم ، نو کوم انجیئنر به زیږوم!

او دې ته ورته تبصیرې چي ستاسو د راتلونکي په هکله د اکټوپس د پریډیکشنونه (وړاندوینې) په توګه کیږي؛ چې کله ټولنه ! چې تاسو به اړ باسي چې د ټولنې د هغو عادتونه له مخې او په ټولنه کې د روان فیشن له امله خپل مستقبل وټاکئ؛ چې کله ستاسو د وجود د سردارۍ په څوکۍ ناست ذهن له دغو ټولو سره هم غږۍ هم وي؟ چې کله تاسو دغه هر څه و ته سر ټیټ کړی وي او له دغو ټولو سره هم غږی کېدل غواړئ؛ ذهن مو یوې پریکړې ته رسیدلی وي؛ خو د دې هر څه و باوجود ستاسو په زړه کې یو ټک شي، ځان د خپل زړه په لارښودنه چمتو کړئ؛ د فامیل داسې مشورې چې ستاسو د زړونو د دربیدلو د موسیقۍ أهنګ سره برابرې نه وي، او ستاسو د ژوند په غزل کې سم ردیف نشي ثابتیدای، لیری کړئ؛ تجربې چې نتائیج یې ستاسو زړونو ته صحیح نه بریښي، ونه منئ؛ د ټولنې ماده پرسته اړتیا چې په هر څه کې مادي ګټه لټوي؛ ټولنه چې د ماده پرستۍ له امله یې د انسان د وجود د څلورو اساسو : بدن، روح، زړه او ذهن څخه روح او زړه هیر کړی وي، دا فلسفه پریږدوئ او بیرته د انساني وجود د څلورو اساساتو څخه د جوړ وجود پلو لاړ شي او زړه او روح ورته بیرته وبښي؛ په پای کې تاسو د ذهن او د زړه په جګړه کې زړورتیا(زړه) ته د خپل وجود، راتلونکي واک ورکړئ او هغه څه وټاکئ چې د زړه نه مو خوښ او د زړه نه درته منلی وي- دې ته وايي ناڅاپي بدلون!!!

[email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د