
شعـــــرونه
غزل ـ جانان خدرخېل
جانان خدرخېل
داسې حالاتو کې مې ښکلې زنده ګي تېره کړه
چې په سره اور کې مې د ګل غوندې ځواني تېره کړه
د آخــرت له خــوارۍ خدایه! امانــونه غـــواړم
ما خو په دې دُنیا کې هم ډېره خواري تېره کړه
دوی به توتان خـوړل او مـونږه د توتانـو پاڼې
مونږ د خانانو چم کې دا رنګه خاني تېره کړه
تا راته یـو ځل هم د مینې تــرنُــم ونکـــړ !!!
په په ما دې زر ځله دا خپله شاعري تېره کړه
ستا د وصال اختر تر مرګه هم را ونه رسېد
په تمه – تمه مې روژه د جــدائـي تېره کړه
ما دې د مینــي سیپاره تــر پایه ولـوستله
ما دې د عشْق کیسه په یاد لکه قاري تېره کړه
تا یَوه ورځ هم د دیدن په خیرات مـوړ نکــړلو
خوار “خدرخېل” ستا په کوڅه کې ملنګي تېره کړه
جانان خدرخېل
۱۳۹۳/۱۰/۱۹