افغانستان

له قزاقستان سره د همکارۍ دوه سندونه لاسلیک شول

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): افغان ولسمشر محمد اشرف غني له قزاقستاني ولسمشر سلطان نظر بایوف سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ دوه سندونه لاسلیک کړل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې محمد اشرف غني د قزاقستان د ولسمشر په غوښتنه هغه هېواد په دوه ورځني رسمي سفر لاړ، چې تېره شپه کابل ته بېرته را ورسید.

د سرچينې په وينا ولسمشر په قزاقستان کې دوه د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي، چې دواړه يې په کلتوري برخه کې دي.

محمد اشرف غني د قزاقستان په مرکز استانه کې د نظر بایوف په پوهنتون کې محصلینو ته هم وینا وکړه، چې پکې يې د طالبانو له پرمختګه اندېښنه ښکاره کړه او هغوی يې د ټولې جنوبي اسیا لپاره ګواښوونکي وګڼل.

محمد اشرف غني د قزاقستان د استانې په نظربایف پوهنتون کې محصلینو ته دا هم وویل چې طالبان تر بنګله دیش پورې هم د خپرېدو په حال کې دي.

نوموړي دعوه وکړه چې طالبان په افغانستان کې محبوبیت نه لري، په وينا يې که ټاکنو کې ګډون وکړي نو وبه يې نه ګټي، خو ويې ونه ویل چې د ولس له ملاتړ پرته د طالبانو پرمختګ څنګه توجيه کوي.

محمد اشرف غني په داسې حال کې د طالبانو د پرمختګ او په ټوله کې جنوبي اسیا لپاره د هغوی د ګواښ خبره کوي چې طالبانو پرلپسې ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې دوی د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او د دوی پرمختګ به د هیچا د ګټو لپاره تاوان نه وي.

د ارګ خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د ګډ حکومت مشر د قزاقستان له ولسمشر نه هم غوښتنه وکړه چې افغانستان په رسمي سفر راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x