افغانستان

کندوز کې امنيتي ځواکونه شپني عملیات پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو لپاره د شپنیو عملیاتو پلان لري.

په شمال ختیځ زون کې د ۸ سپین غر زون مشر پاسوال عزیز کامه وال وايي چې دوی د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د هغوی پر مېشت ځایونو شپني عملیات ترسره کوي.

که څه هم نوموړي ټینګار کړی چې په دې عملیاتو کې به هڅه کېږي چې ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي، خو د سیمې خلک وايي چې دوی له شپنیو عملیاتو دروند مالي او ځاني زيانونه لیدلي دي، ځکه يې له پيلېدو وېره لري.

کامه وال نه دي ويلي چې په دې شپنیو عملیاتو کې به یوازې افغان امنیتي ځواکونه برخه وال وي که به بهرني پوځونه هم ورسره مرسته کوي.

تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو ولسي وګړو ته درنه مرګ ـ ژوبله اړوله، چې حامد کرزي د واک په وروستیو کې بهرنیان دې ته راضي کړل چې له شپنیو عملیاتو تېر شي.

د ګډ حکومت له پیل سره ځینو لویدیځو رسنیو د کره سرچينو له مخې راپورونه ورکړل چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د طالبانو د ځپلو په پلمه بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړې ده.

د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې دوی به په دې عملیاتو سره وکولی شي چې مخالفين وځپي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کندوز په جګړه کې هم لسګونه ولسي وګړي ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول چې ډېر يې د هوايي بمباریو له امله و، خو نه يې چارواکو او نه هم نړیوالو خیریه ټولنو پوښتنه وکړه، دوی وېره ښيي چې دا عملیات به هم د ولس د ځپلو یو بل پړاو وي چې ښايي ولس يې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

په کندوز کې د طالبانو تر لاس لاندې سیمې چهاردرې یو تن قومي مخور وايي که دولت غواړي چې وسله وال مخالفین له منځه یوسي، نو د ورځې دې راشي ښه يې ويني چې دوی چېرته ګرځي او چېرته عملیات کوي، نو شپنیو عملیاتو ته څه اړتیا ده.

د ده په خبره دا د ولس له ځورولو پرته بله مانا نه لري، خو امنیتي مسوولین دا د خپل پرمختګ یو مهم ګام بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x