افغانستان

ناڅرګندو وسله والو په زابل کې ۳۰ تنه ولسي وګړي تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): ناڅرګندو وسله والو یو ځل بیا د کابل ــ کندهار په لویه لاره د مسافرو د موټرونو د تالاشۍ پرمهال ۳۰ تنه مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بېولي دي.

د کندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته ويلي چې ياد کسان نن سهار شاوخوا ۷ بجې د زابل ولايت مرکز کلات ښار د نورک په سيمه کې د سپرليو له موټرونو څخه ښکته کړل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې مخ پټو وسله والو د سپرليو بېلابېل موټر تالاشي کول او ځينې خلک يې ترې ښکته کول.

په کندهار کې د احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شرکت يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط څرګنده کړې چې په دغې تالاشۍ کې ددوی د شرکت درې موټر هم تالاشي شوي دي او ۹ تنه مسافر يې ترې ښکته کړي دي.

د زابل ولايت چارواکو له يادې پېښې بې خبري ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې تېرکال هم وسله والو کسانو د زابل ولايت ۳۱ تنه ولسي وګړي تښتولي وو چې څه موده وړاندې د طالبانو او سیمه ایزو سپين ږیرو په هڅو ۱۹ تنه او وروسته ۸ تنه راخوشې کړل شول.

همدا راز د داعش وسله والو هم څه موده وړاندې د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې د جاغوري اووه تنه ولسي وګړي تښتولي چې له وژلو وروسته يې د هزاره توکم غړي وپارېدل او مړي يې کابل ته د غبرګون په توګه راوړل او د دولت پرخلاف يې لاريوون وکړ.

تراوسه ددغو نيول شويو مسافرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي

خو په کندهار کې يوه سيمه ييز خبريال صادق الله افغان په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه ۳۰ تنه تښتول شوي مسافر هم هزاره ګان دي.

تر دې دمه کومې وسله والې ډلې دپېښې مسؤليت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

یاره هزاره ګان د داسی وکړی چی لومړۍ خو د هغه ۴۰۷ پسونه چی له کوچیانو یی په زور بیولی دی بیرته ورکړی،او هغه د دوو کوچیانو د قتل او وژنی پور د هم پری کړی او بیا دتوبه وباسی چی داسی بد به نه کوی ،او لنډه یی پهر دی چی پسونه او دوینو پور د پری کړی او هزاره ګان د واخلی. بیا دوی پوه شه ! مدنی ټولنی او اروپا!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x