افغانستان

تخار چارواکي: له درقد وروسته طالبانو په خواجه بهاءالدین کې هم پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د تخار امنیتي مسوولین وايي چې په دې ولایت کې وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو درقد ولسوالۍ د دوی له ګوتو وویسته په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې يې هم پرمختګ کړی دی.

د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د سرحدي پولیسو قومندان عبدالسلام احمدي وايي چې ګڼو وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې جګړه پیل کړه.

هغه وايي چې تېرماخستن شاوخوا اته بجې وسله والو طالبانو جګړه پیل کړه، چې تر اوسه يې یو مهم مرکز د دوی له واکه ویستی او په وینا يې شپږ کلیومتره وړاندې طالبان راغلي دي.

احمدي وايي چې په جګړه کې تر اوسه پورې شپږو سرحدي پولیسو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده، سرچينه وړاندې وايي چې د دوی ځواکونه تېره شپه یوولس بجې شاتګ ته اړ شول.

د تخار امنیه قومندان هم په سیمه کې د طالبانو د پرمختګ پخلی کړی او ويلي يې دي چې تر اوسه يې د القناق او چرسي په نوم دوه سیمې د دوی له واکه ویستي او د دوی ځواکونو پښې سپکې کړې دي.

وسله والو طالبانو هم په خواجه بها‌ءالدین ولسوالۍ کې د یو مهم پوځي مرکز د نیولو خبر ورکړی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی ځواکونو یو مهم ستراټيژيک مرکز نیولی دی.

خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د درقد ولسوالۍ په څنګ کې پرته ده، چې له څه مودې راهیسې د طالبانو په واک کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x