نظــر

په کابل کی ددیني عالمانو غونډي ته د طالبانو ځانګړی لیک – بشپړ متن

په کابل کې د دیني عالمانو په نامه دجوړیدونکي غونډې په اړه دافغانستان،اواسلامي نړۍ علماء کراموته داسلامي امارت ځانګړی لیک!

بسم الله الرحمن الرحیم 
برحق دیني علماء چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل وارثین بللي دي ، په اسلامي ټولنه کې له خورا ستر مقام څخه برخمن دي او دبل هرچا په نسبت یې دروند مسؤلیت په غاړه دی ، لکه څنګه چې په پخوانیو امتونو کې پیغمبرانوعلیهم السلام د بشري ټولنو درهبرۍ دنده په غاړه درلوده او د رهنمایۍ مرجع بلل کیدل ، دخاتم النبیین صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دغه دنده برحقو دیني علماء کرامو ته په میراث رسیدلي ده ، له همدې امله خو ددتاریخ په مختلفو پړاوونو کې دیني علماء کرام دامت دسوکالۍ او سرلوړۍ لپاره دجهاد ، علم ، ارشاد ، دعوت ،سیاست او نورو ټولوډګرونو مخکښان پاته شوي او په سختو حالاتو کې یې دامت بیړۍ ته دالله تعالی په نصرت نجات ورکړی دی .

ددې خبرې نغد مثال دافغانستان اسلامي امارت دی ، هغه مهال چې دشوروي په ضد زموږ دڅوارلس کلن جهاد ثمره دضیاع له ګواښ سره مخامخ وه ، وطن او ملت مو دتجزیې له خطر سره لاس او ګریوان وو ، دغیرتي افغان اولس سر ، مال او عزت ټول ترګواښ لاندې وه ، اولس مودفساد او ذات البیني جنګ په لمبو کې سوځیده ، او ټولې نړۍ او بشریت ورته شا اړولې وه ، همدغه دافغانستان دیني علماء کرام وو ، چې جرأت یې وکړ پاڅون یې وکړ ، او ددیني علومو دزده کوونکو ( طالبانو ) دیوه سوچه اسلامي تحریک په رهبري سره یې نه یوازې خپل اولس ته له فساد او بي امنیتۍ څخه نجات ورکړ ، بلکې ، دافغانستان په اسلامي خاوره یې یو ځل بیا دراشده خلافت یاد راژوندی کړ ، او سپیلي اسلامي نظام یې نافذ کړ .

خو داسلام نړیوالو دښمنانو چې دغه جریان ولید ، یوځل بیا یې له اسلامي نظام سره دتاریخي دښمنۍ او کرکې احساس راپورته شو ، او له مختلفو بهانه سازیو وروسته یې دافغانستان په اسلامي حریم دبرید اراده وکړه .

په افغانستان دغربي کفارو دیرغل په حساسو شیبو کې یوځل بیا دافغانستان یونیم زر جید علماء کرام راټول شول ، او له څو ورځو بحثونو وروسته په متفقه توګه دې نتیجې ته ورسیدل چې په افغانستان دامریکا اودهغي دمتحدینوبرید یو ظالمانه برید دی ، چې په وړاندې یې دټولو قراني او نبوي نصوصو له مخې جهاد فرض عین ګڼل کیږي ، ځکه شرعي نصوص موږ ته داسې فرمایي :

ـــ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِ‌جُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَ‌جُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَ‌امِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ ۗ كَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِ‌ينَ ﴿١٩١﴾ بقره

ـــ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ( ۳۹)الَّذِينَ أُخْرِ‌جُوا مِن دِيَارِ‌هِم بِغَيْرِ‌ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَ‌بُّنَا اللَّـهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّـهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ‌ فِيهَا اسْمُ اللَّـهِ كَثِيرً‌ا ۗ وَلَيَنصُرَ‌نَّ اللَّـهُ مَن يَنصُرُ‌هُ ۗ إِنَّ اللَّـهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿٤٠﴾ سورة الحج ــ

ـــ وَعَنْ أَنَس بن مالک رضی الله عنه،قال قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ»[ رواه ابو داؤد ۳۲/۲ والنسائي ۷/۶ والحاکم ۸۱/۲].

ـــ وفی المبسوط للإمام السرخسي (۲-۱۰): ثم أمر رسول الله صلى الله وسلم بالقتال إذا كانت البداية منهم فقال تعالى ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا﴾ [البقرة: ۱۹۱] أي: أذن لهم في الدفع وقال تعالى ﴿فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ﴾ [البقرة:۱۹۱] وقال تعالى ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: ۶۱] ثم أمر بالبداية بالقتال فقال تعالى ﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾ [البقرة: ۱۹۷] .

کله چې دکفارو جابرانه یرغل پیل شو په همدې شرعي اساس په افغانانو باندي هم دخپل شرعي امير په موجوديت کې جهاد فرض عين شو نو ددې الهي حکم دپرځای کولو لپاره داده يولس کاله کيږي زموږ ملت هر راز قربانۍ ورکړي علماء ، صالحين ، ښځې ، سپين ږيري ،ماشومان او عام ولس مو شهیدان شول ، وکړيدل، مهاجر شوي ، زندانونوته اچول شوي او له راز راز تکاليفو سره لاس او ګريوان دي ، خو دښمن ته یي سرټيټی نه ده کړي او د الهي امر دپرځای کولو لپاره داده هرڅه په ځان مني او لا جهاد ته دوام ورکوي ،داچې دلوي الله جل جلاله په فضل او کرم سره ددې يولسو کالونو په اوږدو کې مو دښمن دجګړې په ټولو ميدانونو کې په شا وتمباوه ، هره دسيسه مو ورته خنثی کړه ، هر مکر او فريب يي ناچله او ناکام شو نو يې دجګړې ترڅنګ نورې شیطاني حربې او تاکتيکونه هم په لاره واچول ، دسولي دکميسيون په نامه دمجاهدینو دتسليمۍ پروسه ، دبښنې اوډالرې معاشونو وعدې ، دسولې ددوهم لوی کمیسيون ايجاد او تمويل ، دمطبوعاتوله لارې ګمراه کونکي پروپاګند ، دیوشمير سوء علماؤ په وسيله دجهاد سره دمخالفت فتواوي ، داربکۍ سازي پروسه ، دپاڅون په نامه جعلي ډرامې دا هرڅه يې د زور او زر له لارې ترکار لاندي ونيول مګر لله الحمد الله تعالی مجاهدينو ته ددې ټولو شومو دسيسوپه وړاندي صبر او استقامت ورکړ او په خپل وار سره يي هره دسیسه بيرته په لږ زماني وقفه سره شنډه کړه ، څرنګه چې په افغانستان کې دننه دامریکا ټولي دسیسي خنثی شوي اوله سختي مایوسئ سره مخ ده نو غواړي په سيميزه کچه داسي نورو دسيسو او فریب کا ریوته لاس واچوي چې ددوی په ګمان وکولای شي دامريکايي ماتي مخه ونیسي ، په همدي دليل غواړې چي داسلامي نړۍ دیو شمیرهیوادونوددیني عالمانو په نامه کومه غونډه په کابل کې دايره کړي ،دغه غونډه اګر که په ظاهر دکابل ادارې متصديان رابولي خو اصلي محرکین او لوبغاړي يي امریکايان دي ، دوی غواړي وروسته له یولس کلن جهاده په افغانستان کې دجهاد په اړه دعالمانو نظر واخلي ، څرنګ چې دا دسیسه مخامخ امريکايي شيطاني دسيسه ده او غواړې دديني عالمانونه دخپل تور مخ دپاکیدو په توګه کار واخلي اوهمداراز دمجاهدینو ترمنځ شک او شبه پيداکړي اوپه دې توګه امریکايي شتون ته زمینه مساعده شي او سیمه دتل لپاره په امريکايي ګروکې پاتي شي ، نو دافغانستان اسلامی امارت په نړي او سیمه کې له ټولو حقاني علماء کرامو څخه هيله کوي چې باید دوي دخپل ديني مکلفيت له مخې په دغه خدعه آميزه غونډه کې ګډون ونکړي ، هغه که د افغانستان ديني علماء دي ،که دسعودي عربستان، که دپاکستان دي او که دهندوستان ددارالعلوم دیوبند اونورولویومدرسویادمصردجامعه ازهريا بل کوم هیواد ، تاسو ديني علماء کرام پوهیږئ چې په دې غونډه کې شرکت دماتې په وخت کې له امريکاسره مرسته کول او دخپلو مجاهدينو وروڼو سره چي ستاسو معنوي او لادونه دي لويه جفاده ، تاسو باید دخپل علمي اوديني مکلفيت له مخې له خپلو مجاهدينو وروڼو سره مرسته وکړئ چا چي څورلس سوه کاله وروسته ستاسو په لار ښو ونه دصحابه کراموپه نقش قدم قدم ایشی ده تاسو باور وکړئ که په افغانستان کې ددي مجاهدینو بي دریغه قربا نئ نه وای نن به دنړۍ په نقشه کې دډیرو اسلامي هیوادو نو مان نه وای نن به زیات اسلامي هیوادو نه دعرا ق په شان یرغلګرو امریکا یانو اشغال کړي وای همدا مجاهدین دي چې په جهادې مبارزې سره یې امريکا په سيمه کې په کامله معنی له ماتې سره مخ کړي او ټوله سیمه دامن او آمان خواته را ګر زیدونکي ده ، تاسو پوهيږئ چې امريکايي يرغلګر زموږ په هيوادکې هره ورځ قسماقسمه جنايات ترسره کوي خلک وژني ، بد اخلاقي او انحراف ترويجوي او دخپل اوږده شتون خوبونه ويني که خدای مکړه په داسي حال کې ځیني عالمان ددوي فريب وخوري او ورسره ملګری شئ ، په غونډه کې يي شرکت وکړئ او غوښتنوته يي لبيک ووايئ نو لرې نه ده چې تاريخ به یې په اړه خپل قضاوت وکړي ، هم به دالله تعالي په محاسبه کې او هم به دمخلوق په قضاوت کې دعلماء سوء په جمله او زمره کې وشمیرل شي ، موږ پوهيږو چې تاسو به پخپل علمي ځواک هم له يادې پروسې سره متارکه او پريکون اعلان کړي خو دامو پرموږحق ده چې موږ هم درته خپله دينې غوښتنه وړاندي کړو ترڅو خدای مکړه دکفارو فريب او خدعه ونه خورئ که څوک په دي نیت ګډون پکې کوي چي هلته به په غونډه کې حق ووایم نو دا دلیل دي ځکه بي ګټي وبو لي چي دحق خبره له دي کانفرا نس نه دبا ندي نه وزي دنړۍ والو تر غوږوبه دغربي استخباراتو رسنئ هغه خبره رسوي کومه چي ددوی په ګټه وي او له هغي خبري سره به دعالمانو نومونه او تصویرونه بار بار ښکاره کوي اوپه دي ډول به علماء کرام دمجاهدینو او ټولووا قعي مسلمانانو په ذهنونو کي سپکوي،دایوحقیقت ده چي زموږ په هيواد کې اوسنۍ جګړه تش جګړه نه بلکي له يرغل سره مقدس جهاد ده چې ديونيم زرو دیني عالمانو په فتوا پيل شوی او ددیني عالمانو تر نظارت اوڅار لاندی ادامه لري ، زموږ په مقابل کې امريکا او نړيوال کفر قرار لري ، دکابل بي واکه اداره دکفارو لخوا جوړه شوي اداره ده چې زموږدخلکو او هیواد استازيتوب نشي کولای ، دکابل اداره یو ګام هم دامریکا له اجازې پرته نشي پورته کولای او نه هم کوم آزاد او مستقل حکومت ورته ويل کیدای شي،زموږ دحقانیت او دالله تعالی دنصرت یو لوی دلیل دا هم ده چي په ډیر کم بشري ځواک او کمزورو وسایلو موددنیا لوی لوی فرعوني قوتونه دومره ذلیله کړل چي نن بیرته دیني عالمانو ته خدعتا، زارئ کوي او په ټوله نړۍ کې یې حیثیت راولوید، اقتصاد یې په شا تګ شروع وکړه اونړۍ یې نوره له شر نه خلا صیدونکي ، ده تاسو به په دي حقیقت خبر یا ست چي دلته کوم ساده جنګ نه ده شروع دلته داسي شدیده جګړه روانه ده چي په ۲۰۱۰ م کال کې ناټو خپله اعلان وکړ چي په دي کال کې په موږ دمجاهدینو له لوري اتلس زره ۱۸۰۰۰ حملي شوي چي هره ورځ پنځوس ۵۰ حملي کیږي او په ۲۰۱۱م کال کې بیا دناټو داعلان او اقرار له مخي یویشت زره ۲۱۰۰۰ حملي چي دروځي څه کم شپیته حملي کیږي ور باندي شوي او۲۰۱۲ م کال خو تر تیرو کلو نونه هم ورته خو نړی دی لهذا امریکا او متحدین یې تر سخت ګذار او پشار لاندي دي او زیا تره محتدین یې ورڅخه شاته شوي او خپل پو ځو نه یې ایستلي نور هم د وتلوپه حال کې دي همدا فشار دی چي امریکا یې دي حد ته را ورسوله چي نن پر تاسو هم ژړا کوي او له تاسو نه دنجات امید کوي هیله ده چي تاسو همدي قا تلي امریکا ته چي په ټوله نړۍ کې دمظلو مانو ویني تویوي او ټولي منابع یې زبیښي، دکومک او نجات لاس ور نکړئ ،په پای کې مویوار بیا توجه ستاسوهغه دروند مسئولیت اولوړ حیثیت ساتلو ته را ګرځووکوم چي په داسي مجالسو کې په نه ګډون سره یې وقارساتل کیدای شي.

زموږ دمقدس جهاد هدف او آرمان اعلاء کلمة الله ده او ترهغوبه زموږ ولس خپل ټوپک له اوږې کوز نه کړی چې مطمئن شوی نه وي چې نور نو اسلامي حاکميت برقرار او دالله تعالی حدود ديو واقعي اسلامی حاکميت په چوکاټ کې پرځای شول .
والسلام .

وما ذلک علی الله بعزیز

دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۴/۲/۱۴هق
۱۳۹۱/۱۰/۷هش ــ ۲۰۱۲/۱۲/۲۷م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x