افغانستان

زابل کي ۳۰ نه بلکه ۵ مسافر د پسو په مقابل کي تښتول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): د زابل ولایت په مرکزي سیمه نورک کي پنځه تنه هزاره وګړي نامعلومه وسلوالو تښتولي او له ځانه سره یې نامعلوم لوري ته وړي دي.

نن ټکی اسیا تازه او موثق معلومات ترلاسه کړي چې د تښتول شویو هزاره ګانو شمېر ۳۰ تنه نه بلکه پنځه تنه دی، دوی د ځایې کوچیانو د پسو د یوې رمې په مقابل کي تښتول شوي دي.

هزاره ګانو چې ګمان کیږي د غزني اوسیدونکي دي ډیره موده وړاندي د ځایې کوچیانو څخه د پسو یوه رمه چې ۴۰۷ پسونه پکښي وه وتښتول او تر اوسه یې هغوی ته بېرته پسونه یا بدل ندی ورکړی.

کوچیان دعوه لري چې هزاره ګانو ددوی دوه تنه شپانه هم وژلي دي.

تر دې دمخه هم همدې کوچیانو د هزاره ګانو څو تنه په وار وار نیولي او د خپلو پسو ورسپارلو یا تاوان ورکولو غوښتنه یې ځیني کړي خو هزاره ګانو د ځایې خلګو په منځګړيتوب ځانونه خلاص کړي او تر اوسه یې ددوی پسونه ندي ورسپارلي او نه یې هم تاوان ورکړی دی.

ددې ترمخه رسنیو خبر ورکړی وو چې په سیمه کې ۳۰ تنه هزاره ګان د مسافرو له بسونو څخه نامعلومه وسلوالو کښته کړي او له ځانه سره یې بیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x