
کندهار: د هوایې ځواک قومندان او ولایتي شورا غړی له جلا بریدونو روغ وتلي
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): د سویلي زون لپاره د هوایې ځواک قومندان جنرال عبدالرازق شیرزی او د ولایتي شورا غړی نیازمحمد کاکوزی نن د جلا بریدونو څخه دواړه روغ وتلي دي.

نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په منډي حصار سیمه کي هغه وخت د سړک غاړي د ماینونو درې پرلپسي چاودني وشوي کله چې د هوایې لوا قومندان جنرال عبدالرازق شیرزی له سیمي څخه د تېریدیو په حال کې وو.
په پېښه کي د شیرزي یو زغره وال موټر تخریب شوی خو چاته پکي د سر زیان ندی اوښتی.
ها خوا بیا د کندهار هوایې ډګر ته څېرمه د ولایتي شورا د غړي نیازمحمد کاکوزي پر موټر بمي چاودنه شوي، په چاودنه کي د چارواکو په وینا کوم چاته زیان ندی رسېدلی.
کندهار ولایت یو له امنه ولایتونو څخه دی او د جنګ جګړو پېښي د نورو ولایتونو په پرتله پکي کمي دي خو په دې وروستیو کي د طالبانو خوځښتونه تر پخوا ډیر تر سترګو کیږي، په کندهار ښار کي د طالبانو چریکي بریدونه او په ولسوالیو کي جګړو کندهاري چارواکي له ننګونو سره مخ کړي دي.