ورزش

افغانستان د هندوستان په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۳۰مه ۱۳۹۴ل): نن د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې خپل لومړۍ لوبه د هندوستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې وبایلله. دغې لوبې کې افغانستان د هندوستان په وړاندې په ۳۳ منډو ماتې وخوړه.

د هندوستان ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د هندوستان لوبډلې په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۶ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره پنت تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. پنت په ۸۸ توپونو د لسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۸۷ منډې جوړې کړې او د راشد خان په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د ملي لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د اوچت هدف ټاکلو اجازه ورنکړه. د ملي لوبډلې توپ اچوونکو کې راشد خان څلورو ویکټو اخیستلو سره تر ټولو ښه وځلید.

د ملي لوبډلې توپ وهوونکو غوره توپ وهنه ونکړه او د ملګرتیا کولو کې پاتې راغلل. د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ۴۷.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره راشد خان په ۳۹ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۳ او محمد سردار په ۵۰ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د هندوستان لپاره خلیل احمد تر ټولو غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه. خلیل هم خپل لسو اورونو کې ۴۱ منډې ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x